د ننګرهار چارواکي ادعا کوي چې په خوږیاڼیو او شېرزادو ولسوالیو کې ۱۶ وسله وال طالبان وژل شوي دي.
د ننګرهار مطبوعاتي دفتر نن جمعه (د سلواغې ۳مه) وویل، په دغو عملیاتو کې چې پرون ناوخته شوي د وسله والو ۲ مهم مرکزونه، ځینې وسلې او مهمات هم نابود کړای شوي دي.
د دغه دفتر اعلامیه وايي، په وژل شوېو کې د طالبانو ۵ تنه سرګروپان هم شامل دي.
ولایتي چارواکي وايي، دغه وسله وال هغه وخت په نښه شول چې غوښتل یې د امنیتي ځواکونو پر پوستو بریدونه پیل کړي.
وسله والو طالبانو د دغو حملو په اړه څه نه دي ویلي.