Добавить новость
World News in Pashto


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

خوست کې وزیرستاني کډوال د ملي دسترخوان پروګرام کې شاملېدل غواړي

د خوست په ګلان پنډغالي کې مېشت وزیرستاني کډوال وايي چې د داخلي بې ځایه شوېو او اړمنو په شان دې، دوی هم په راغلو مرستو او د ملي دسترخوان په برنامه کې شامل شي.


هغوی زیاتوي، د مرستو په کمېدو سره يې ژوند له ستونزو سره مخامخ شوی او ځینې کورنۍ خو بیخي په دې لږو مرستو کې هم نه دي شاملې.


وزیرستاني کډوالو وویل، که ستونزو ته يې رسېدنه ونه شي، نو دوی به د غلام خان په صفري نقطه او د خوست د ولایت مقام مخې ته ورشي او هلته به د لاریونونو له لارې خپل غږ اوچت کړي.


د جمعې(د سلواغې ۳مه) په ورځ وزیرستانیو کډوالو یادې ستونزې په ګلان پنډغالي کې په یوه ناسته کې ازادي راډیو ته وکړې.


د وزیرستانیو کډوالو یو مشر ملک حبیب خان مده خېل وویل: "دا خلک د ژمي لپاره هېڅ نه لري، په خیمو کې پراته دي، بله خبره د ملي دسترخوان برنامه روانه ده، دې ته زموږ هم اړتیا ده، ځکه په ۲۰۱۴ میلادي کال کې چې دا خلک راوښتي، بیا يې نه تجارتونه کړي، نه چا پټي ورکړي او نه يې کورونه ورکړي ، همدا اوس داخلي بې ځایه شوېو ته د غنمو وېش روان دی، نو کډوالو سره دې مرستې وشي، د ژمي لپاره دې هم دوی سره د ګرمو جامو او نورو توکو مرسته  وشي. "


په ګلان کېمپ کې د کډوالو یو بل مشر ملک ایمرخان وویل، په دوی کې ۲۴۰ کډې داسې دي چې یو نیم کال کېږي، دلته راغلي، خو هېڅ ډول مرسته ورسره نه ده شوې.




دی زیاتوي، کله چې باران او باد شي، دوی له خپلو زړو خېمو بیدیا ته وځي، ځکه د چتونو د راغورځېدو وېره ورسره وي.


ملک ایمرخان افغان ولسمشر، یونسیار او نورو مرستندویه بنسټونو غوښتل چې په ملي دسترخوان او د کرونا د ناروغی له کبله چې افغانستان ته کومې مرستې ورکول کېږي، دوی دې هم په کې وشمېرل شي.


د وزیرستانیو کډوالو یو بل مشر دواد مسید وايي، د بېلابېلو ځایونو څخه ورته مامورین راځي او د دوی د ستونزو یادښت اخلي، خو په عمل کې ورسره مرستې نه کېږي.


نوموړي د UNHCRهمدارنګه WFP او افغان ولسمشر وغوښتل چې په خوست کې د مېشتو وزیرستانیو کډوالو ستونزو او غوښتنو ته رسیدنه وکړي.


داود مسید زیاتوي، که غوښتنو ته يې پاملرنه ونه شي، نو دوی به د ولایت مخکې او د غلام خان په صفري نقطه کې د لاریونونو له لارې خپل غږ اوچت کړي.


په اولو کلونو کې په خوست او پکتیکا کې وزیرستانیو کډوالو سره د خوراکي او غیر خوراکي توکو میاشتنۍ مرستې کیدې چې بیا وروسته دا مرستې نیمایي ته راکمې شوې.


د کډوالو یو استازی مولوي محب الرحمان وايي، د دوی خلک د پخوا په شان هره میاشت مرسته غواړي، ځکه د نیم کال په مرستو يې هېڅ ګوازه نه کېږي.


ده همدا راز وویل، د دې لپاره چې د درغلیو مخه نیول شوي وي، نو موسسات او ادارې چې هرڅه راوړي د مشرانو په حضور داشت کې دې په کډوالو ویشي.


د خوست د کډوالو چارو رئیس محمدهاشم حلیم وزیرستانیو کډوالو ته د مرستو په باب وايي چې تېرکال دوی ته د ۶ میاشتو لپاره مرستې ورکړل شوي، خو سږ کال نړیوال خوراکي پروګرام سره په اړیکه کې دي چې د وخت او کمیت پرتله په ۲۰۲۱ کال کې دوی ته ډېرې مرستې ورکړل شي.


ښاغلي حلیم زیاته کړه: "د شمالي وزیرستان کډوالو ته په ۲۰۲۰ کال کې د ۶ میاشتو لپاره دوی ته مرسته توضیع شوې ده، دې کال لپاره مو WFP ته وړاندیز کړی چې دې کال کې هره میاشت باید دوی ته مرسته توضیع شي، یا لږ تر لږه دوی ته د مرستو په کمیت زیاتوالی راشي او د ۶ څخه په زیاتو میاشتو کې دوی ته مرستې وویشل شي. "




بل لوري ته د خوست د ولایت مقام ویاند طالب منګل وايي، ملي دسترخوان برنامه په کلیو او بانډو کې بې وزلو خلکو ته د پرمختیايي شوراګانو له خوا چې د دې شوراګانو غړیتوب ولري، هغوی ته مرستې ورکول کېږي.


د خوست د ولایت مقام ویاند زیاتوي،  دوی به دا مسئله اړوندو ادارو سره شریکه کړي چې د امکان په صورت کې د ملي دسترخوان د پروګرام په چوکاټ کې هم دوی سره مرستې وشي، دا موضوع به د وروستۍ تصمیم نیونې په موخه  لوړو مقاماتو ته هم پيشنهاد کړي.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus