Добавить новость


World News in Pashto


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

ارزګان کې د 'SHDP' موسسې چارواکي د فساد په تور څارنوالۍ ته معرفي شول

د ارزګان چارواکي وايي، د هغې موسسې چارواکي یې د فساد په تور څارنوالۍ ته معرفي کړي چې دې ولایت کې یې د روغتیايي خدمتونو د وړاندې کولو مسؤلیت درلود.  


د ارزګان والي محمد عمر شېرزاد نن چهارشنبه (د مرغومي ۲۴مه) رسنیو ته په یوه استولي ویډيويي پیغام کې ویلي چې د ټولنیزو او روغتیايي چارو د پراختیا پروګرام د موسسې مسؤلینو فساد کړی او څارنوالۍ ته معرفي شوي.  


د ټولنیزو او روغتیايي چارو د پراختیا پروګرام یا 'SHDP' په نوم دې غېرې دولتي موسسې له تېرو دوو کلونو راهیسې د عامې روغتیا وزارت سره هوکړه کړې چې په ارزګان کې به روغتیايي چوپړتیاوې وړاندې کوي. خو د ارزګان والي محمد شېرزاد وايي، د دې موسسې د قرارداد له مخې خپلې ژمنې نه دي پوره کړي.


ښاغلي شېرزاد زیاته کړه: "SHDP موسسه چې ارزګان کې روغتیايي خدمات په غاړه لري، چوپړتیاوې یې د هوکړې مطابق نه وې، دوی فساد کړی او موږ له اسنادو سره یوځای عدلي او قضايي ارګانونو ته معرفي کړل، له دې ارګانونو مو غوښتنه ده چې دې برخه کې هر اړخېزې څېړنې وکړي او که څوک مجرم وپېژندل شي، سزا دې ورکړل شي."




د ارزګان والي دا نه دي ویلي چې پردې موسسې کومه برخه کې د څومره درغلۍ تور دی؟  


ولایتي اداره په داسې مهال د یادې موسسې مسؤلین عدلي او قضايي ارګانونو ته معرفي کوي چې تېره اوونۍ هم دغه ولایت کې د ملي امنیت ادارې ۷ تنه دولتي کار کوونکي د فساد په تور نیولي وو چې وروسته عدلي او قضايي ارګانونو ته معرفي شول. 




دا چې پردې موسسې په کومه برخه کې د فساد تور دی؟ د ارزګان د عامې روغتیا رئیس ډاکټر عبدالغفار وطنوال وايي: "د SHDP مسولینو په څه ډول چې قرارداد کړی هغه ډول کار يې نه دی کړی، د بېلګې په توګه:



دوی باید ولایتي روغتون کې دوه ښځینه نسايي ولادي ډاکټران وګماري چې دا کار يې نه دی کړی.
په ټولو روغتیايي مرکزونو کې دوی په هغه اندازه کسان نه دي ګمارلي لکه څنګه چې هوکړه شوې.
د عامه پوهاوي برخه کې دوی باید خلکو ته د قرارداد پر اساس ورکشاپونه ورکړي چې نه یې دي ترسره کړي.
په روغتونو کې د ترمیماتو دنده د دوی له غاړې ده چې د هوکړې له مخې دا یې هم نه ده ترسره کړې.
روغتون ته درمل پر وخت نه راوړي او کم دي نو دا او دې ورته زیاتې نورې ستونزې لري." 


ازادي راډیو هڅه وکړه چې د یادې موسسې د مسولینو سره هم وغږېږي، خو د پرلپسې هڅو سربېره بیا هم بریالۍ نه شوه. 


ارزګان یو له هغو ولایتونو دی چې خلک د روغتیا په ګډون ګڼو برخو کې له لومړنیو اسانتیاوو بې برخې دي.  


د دې ولایت روغتیايي چارواکي دغلته هرکال زرګونه کسان په هغو ناروغیو مري چې د درملنې وړ وي.  


د افغانستان د عامې روغتیا برخه یوه له هغو ده چې په تېر یوه کال کې د فساد او اداري درغلیو تورونه او ادعاوې په کې راپورته شوي. په ځینو مواردو کې دا تورونه د دې لامل شول چې د افغانستان د عامې روغتیا وزارت یو شمېر چارواکي له دندو لېرې او ځینې نور یې څارنوالیو ته معرفي شي.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus