Добавить новость


World News in Pashto


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

"د تاجکستان دولت له تن پلورونکو خپل بچي اخلي"

په تاجکستان کې هڅې روانې دي چې د تن پلورونکو ښځو ماشومان ترې ستانه او دولت یې سرپرستي په غاړه واخلي.


موجوده، د پارلمان او حکومتي چارواکو هغو هڅو خواشیني کړې چې تن پلورونکې ښځې او جنسي کاروباریان د ماشومانو له لرلو محروموي.


څه باندې دېرش کاله عمر لري.


په وروستیو څو کلونو کې یې د دوشنبې په یوه څنډه کې تن پلورونکو ښځو ته د مشتریانو په پیدا کولو ګوزاره چلولې ده.


له دولته ګیله منه ده وايي د دې پر ځای چې ماشومان ترې واخلي ښه ده چې دولت بدیل کارونه ورته پیدا کړي څو دوی ځان او بچیان ماړه وساتي او تن پلورنې ته اړې نه شي.


هغه زياتوي: "زموږ ماشومان دې نه وړي. ولې یې رانه ګرځوي. مورګانې دومره عذاب باسي او خپل ماشومان لویوي خو هغوی اوس راځي او له موږ وړي. یوه کارخانه دې موږ ته جوړه کړي چې کار په کې وکړو او خپل ماشومان لوی کړو. "

موجوده یوه لور لري، ډارېږي چې دولت یې وړه لور ترې بوځي.


هاخوا ته یوه بله ځوانه ښځه ولاړه ده او زرینه نومېږي وایي، له شپاړس کلنۍ جنسي کاروبار ته اړ شوې ده.


هغه اوس دوه ماشومان لري.


نوموړې زياته کړه:" راځي موږ وهي. سزاوې راکوي. اخر څه کار وکړو؟ ژوند مجبوره کړي یو."


زرینه وايي، نه یې ښوونځی بشپړ کړی او نه یې کوم بل کار زده دی.




چارواکي وايي، د تن پلورونکو ښځو ماشومان اکثر یواځې وي او روزنه یې سمه نه کېږي. 


د همدې لپاره د تاجکستان د کورنیو او ښځو چارو دولتي کمېټې او د پارلمان ځینو غړیو د کورنیو چارو د سمون د قانون د تعدیل په لټه کې دي.


د قانون په تعدیلي طرحو کې له تن پلورونکو ښځو د ماشومانو ستنول او په جنسي کاروباریانو باندې د محدودیتونو او درنو سزاګانو ټاکل شامل دي.


د تاجکستان د ښځو او کورنیو چارو د کمېټې یو مسوول عبیدجان شريپوو وايي، هدف دا دی چې له قانوني لارو د تن پلورونکو په کاروبار باندې کړۍ تنګه کړي.


هغه زياتوي: "فکر وکړئ کله چې یوه ښځه فحاشۍ یا نورو غیراخلاقي کارونو ته جلبیږي یو یا دوه ماشومان به هم لري چې هغه به په کورونو کې بې سرپرسته کېږي. له تعلیم او تربیې محرومېږي. کله چې ښځه د شپې په دې غیراخلاقي کارونو بوختې وي ماشومان به یې څه حال لري؟ دا په خپله په ټولنه یو تاثیر غورځوي."


په تاجکستان کې اکثر تن پلورونکې ښځې له کور او خپلوانو په پټه وځي.


دولت وخت ناوخته په هغو کورونو او خونو چاپې وهي چې په کې په چا باندې د جنسي کاروبار شک وي.


چارواکي وايي، په قانون کې یې تن پلورنې او جنسي کاروبار یا دلالۍ ته درنه سزا ټاکل شوې او مکرر عاملین ان تر اتو کلونو هم بند ته اچول کېږي.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus