Добавить новость


World News in Pashto


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

"امریکا له طالبانو سره د کړې هوکړې د ارزونې وروسته افغان حکومت سره مشوره کوي"

د افغانستان جمهور رییس وايي، د امریکا امنیت شورا له طالبانو سره شوې هوکړه له سره څېړي او له هغې وروسته له افغان حکومت سره په دې اړه مشوره کوي.


په امریکا کې د نوې ادارې له رامنځته کېدو او د دواړو هېوادونو د ملي امنیت سلاکارانو له ټیلفونې خبرو وروسته، اوس افغان حکومت وايي، امریکا له طالبانو سره کړې هوکړه بیا ځلي څېړې او له افغان حکومت سره پرې مشوره کوي.


جمهور رییس محمد اشرف غني د دوشنبې په ورځ د کابینې په غونډه کې وویل، اوس له امریکا سره د اړیکو نوی باب پرانیستل شوی او دغه اړیکې لا پراخېږي. 


د نوموړي په خبره، د امریکا او افغان حکومت ترمنځ امنیتي تړون په خپل ځای پاتې کېږي.


هغه زياتوي: "د امریکا او طالبانو د هوکړې په اړه به امریکا یو چټکه څېړنه وکړي او له هغه وروسته به امریکا له افغان حکومت سره مشوره وکړي، څو دواړه هېوادونو د ګډو کټو ترلاسه کولو لپاره يو مشترک ټکي ته ورسېږي."


ښاغلی غني وايي، امریکا د افغانستان اساسي شریک دی او دغه اړیکي به د دولت په دولت تر کچې وي.


د افغان جمهور رییس په خبره، د افغانستان سوله مشروعیت او ښکاره نړیوال ملاتړ لري.


دا په داسې حال کې ده، چې ولسي جرګې د ناسمو امنيتي حالاتو د کابو کېدو او د سولې په خبرو کې د پرمختګ په هدف یو ۲۰ کسیز پلاوی ټاکلی چې دسولې په اړه یوه طرحه جوړه کړي.


د دې جرګې رییس میر رحمان رحماني د دوشنبې په ورځ د ولسي جرګې په عمومي غونډه کې وویل: "شاوخوا ۲۰ وکیلان که خوښه یې وي د یو کمېسیون په چوکاټ کې دې سره راټول شي او د سولې په اړه دې په یوې طرحې کار وکړي، هرکله چې دغه طرحه جوړه شوه جزییات دې د ولسي جرګې په تالار کې له ټولو سره شریک شي، دغه کمېسیون به د ولسي جرګې د رییس په مشرۍ جوړېږي.


د سولې په چارو کې د افغان دولت وزارت ویانده ناجیه انوري وايي، دغه وزارت د سولې په برخه کې له هر ډول طرحې ملاتړ او هرکلي کوي.




هغې زياته کړه: "سوله یوه ملي پروسه ده په دې پروسه کې د ټولنې د ټولو اړخو ونډه مهمه او یو اړین امر دی، د سولې وزارت تل د سولې په پروسه کې د ټولنې د ټولو اړخونو د نظریاتو اورېدو ته لېوال دی او په دې برخه کې د هر ډول طرحې ملاتړ کوي."


د افغانستان ولسې جرګې په داسې حال کې دغه پرېکړه کړې چې د هېواد ملي امنیت سلاکار حمد الله محب ویلي، طالبان د سولې لپاره هیڅ اراده نه لري او د ۵۰۰۰ بندیانو له خوشي کېدو سره په تاوتریخوالي کې هیڅ کموالی نه دی راغلی. 




ښاغلي محب د افغانستان ټولو امنیتي او دفاعي ځواکونو ته امر کړي چې پسرلي ته د طالبانو د بريدونو ځواب ته چمتوالی ولري.


خو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus