Добавить новость


World News in Pashto


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

ننګرهار کې د "جلال اباد خواړه" په نوم نندارتون جوړ شو

ننګرهار کې د لومړي ځل لپاره د جلال اباد خواړه په نوم نندارتون جوړ شو.


د جلال اباد خواړه؛ د هغې مېلې او نندارتون نوم چې په لومړي ځل نن په کې د ننګرهار مشهور خواړه نندارې او خوراک ته ایښودل شوي وو.


د خوړو مېله او د بېلابېلو کرنیزو توکو، لاسي صنایعو او نورو کورنیو تولیداتو او محصولاتو دغه نندارتون د جلال اباد ښاروالۍ او کرنې ریاست په همغږۍ جوړ شوی و چې په کې لسګونه توکي او د ننګرهار ۱۸ ډوله خواړه نندارې ته ایښودل شوي وو.


د جلال اباد په سراج العمارت بڼ کې په دې مراسمو کې د افغانستان د کرنې مالدارۍ او اوبولګولو وزیر انورالحق احدي هم ګډون کړی و.


احدي دا ډول مېلې او نندارتونونه خلکو ته د کورنیو محصولاتو په ورپېژندلو او بازار موندنې برخه کې ګټور بولي.


هغه وویل: "د دې نندارتونونو وظیفه داده، چې محصولات خلکو ته ورپېژندل کېږي، تېرو کلونو کې ممکن زراعت کې داسې محصولات راوتلي وي چې خلک ورسره اشنا نه ويو بین المللي نندارتونو کې اکثر د توکیو قراردادونه کېږي، زموږ د وچې مېوې قراردادونه هم نړیوالو نندارتونونو کې کېږي." 



د ننګرهار والي ضیاءالحق امرخېل بیا د ننګرهار امنیتي وضعیت سم بولي او له خلکو غوښتنه کوي چې په دې ډول نندارتونونو او مېلو کې پراخ ګډون وکړي او دا دود عام کړي.


هغه زياتوي: "کله چې دغسې امنیت ولرو، زه په افغانانو او ننګرهاریانو غږ کوم چې د ننګرهار مختلفو برخو څخه لیدنه وکړي، زموږ شلو ولسوالیو ته تګ راتګ اسانه دی، هلته د ښار په تناسب امنیت پیاوړی دی، هلته مختلف خوراکونه، تاریخي ځایونه لرو، ځینې توکي تولیدېږي." 



په دې نندارتون کې د نورو تر څنګ کوچیانو هم ګډون کړی و او یو شمېر توکي یې نندارې ته ایښي وو.



دوی دغه نندارتون ګټور باله خو تر څنګ یې تر ډېره د خپلو ستونزو یادونه کوله.






اکاخان یو له دغو کوچي ګډونوالو دی.



هغه وویل: "موږ د خاصو ورشوګانو او د اوبو ستونزه لرو، کومک دې وکړي چې ورشوګانې او اوبه راورسوي، د درملو راکولو پروسه دې دوامداره کړي، چې زموږ مالداري بېرته هاغه پخواني حالت ته لاړه شي." 



دغې مېله کې که څه هم د نندارچي مېرمنو ګډون کمرنګه ښکاري؛ خو یو شمېر ګډونوالو مېرمنو له دې ډلې زرمینې د خپل لاس جوړ شوي توکي نندارې ته ایښي او دا وړ نندارتونونه د کورنیو تولیداتو او په لاس جوړو شویو توکیو ته د بازار موندنې برخه کې ارزښتناک بولي.


هغه زياتوي: "نندارتون د دې له پاره ګټور دی چې ټول خپل افغاني تولیدات ګوري او ټول خلک ورڅخه استفاده کوي، موږ غواړو چې داسې نور نندارتونونه هم جوړ شي، څو موږ په کې اشتراک وکړو، تر څو خپل افغاني تولیدات ټولو ته نندارې ته کېږدو." 



د دې مېلې او نندارتون د ګډونوالو په باور، که له یوه پلوه نندارتونونه او دا وړ فرهنګي مېلې له اقتصادي اړخه ګټورې دي، له بلې خوا د فرهنګونو په پېژندګلوۍ کې هم مرسته کولای شي.


ننګرهار کې تر دې وړاندې هم د کرنیزو توکو او لاسي صنایعو نندارتونونه جوړ شوي؛ خو د جلال اباد خواړه په نوم دا مېله یې لومړنۍ ده.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus