Добавить новость


World News in Pashto


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

د نورم او سټنډرډ او د اوبو تنظیم د ملي ادارو لاسته راوړنې او ستونزې!

د افغانستان ټولو حکومتي ادارو ولس ته د حساب ورکولو لړۍ پرون چهارشنبه (د سلواغې ۱مه) پیل کړه.


نن پنجشنبه یې د افغانستان د نورم او سټنډرډ ملي ادارې د خپل یو کال لاسته راوړنې او ترسره کړي کړنې د رسنیو له لارې له ولس سره شریکې کړې.


د دې ادارې رئیس عزیز احمدزی وايي، سره له دې چې کرونا ویروس په ۱۳۹۹ کال کې ټول کارونه له عادي حالته غیر نورمال حالت ته اړولي وو، خو بیا هم د "انسا" یا د نورم او سټنډرډ ادارې له خوا د حکومت خزانۍ ته په میلیونونو افغانۍ ور زیاتې شوي دي.


ښاغلي احمدزي زیاته کړه: "په ۱۳۹۹کال کې سره له دې چې کرونا ویروس اغېز ډېر و، خو بیا هم د حکومت خزانې ته ۷۲۵ میلیونه افغانۍ عواید د دې ادارې له خوا ورټولې شوي دي. په دې کال کې د دې ادارې د بودجې د مصرف کچه ۹۲ سلنه وه. په ټولو بنادرو کې په ځآنګړي ډول نیمروز، کندهار او فراه کې د ساختماني او برېښنايي توکو د کیفیت او کنټرول لپاره لابراتوارونه د نصب په حال کې دي."




د ښاغلي احمدزي په خبره، 'انسا' د هېواد په ټولو بندرونو کې د کیفیت او کنټرول په موخه د نړۍ پرمختللي وسایل نصب کړي دي.


هغه وايي، یوازې تېرکال شااوخوا ۷۴ زره واګونه نفتي مواد لکه ګاز او د تیلو د کیفت ټیسټونه شوي او هېواد ته رادننه شوي.


خو نوموړی مني چې لا هم بې کیفیته مواد له قاچاقي لارو افغانستان ته واردیږي او دلیل یې نا امني او د زورواکانو نفوذ یادوي.


په همدې حال کې د افغانستان د اوبو د چارو د تنظیم ادارې چارواکو هم د خپل کلني راپور د وړاندې کولو پر مهال وویل، سره له دې چې کرونا ویروس ډېرې ستونزې د دې ادارې پر وړاندې رامنځته کړې وې، خو دوی همدغه کال کې شااوخوا ۱۰ میلیارده افغانۍ پراختیايي بودجه مصرف کړې.


د دې ادارې د تخنیکي چارو مرستیال احمد ویس بصیري وايي: "په ۱۳۹۹ کال کې د افغانستان حکومت د پراختیايي پروژو د تطبیق لپاره د اوبو د چارو د تنظیم لپاره ۱۱ عشاریه ۸۲ میلیارده افغانۍ بودجه په نظر کې نیولې وه چې د دې پراختیايي بودجې څخه ۱۰ اعشاریه ۴۶ میلیارده یې سره له دې چې کرونايي وضعیت و، لګولي دي، د اوبو د چارو د تنظیم ملي ادارې د بودجې مصرف ۹۲ فیصده وه."


ښاغلي بصیري زیاتوي، یوازې له فساد سره مبارزه کې شااوخوا ۴ میلیونه افغانۍ د حکومت خزانې ته ور اضافه کړي.


هغه وايي، په ۱۳۹۹کال کې د ۱۲ لویو بندرونو د جوړېدو چارې بشپړې شوي او په نږدې وخت کې به ګټې اخېستنې ته وسپارل شي.


په داسې حال کې چې افغانان د حکومت د دې کړنې هرکلی کوي، خو وايي چې حکومت دې داسې څه ولس ته وړاندې کړي چې د دوی په ژوند مستقیم اغېز وکړي.


د کابل ښار اوسېدونکي احسان ازادي راډيو ته وویل، په داسې حال کې چې حکومتي اداري د خپلو لاسته راوړنو خبره کوي، خو لا هم افغانان د فقر او بې کارۍ سره لاس او ګرېوان دي: "د حکومتي ادارو حساب ورکول ملت ته دا ښه کار دی، خو موږ له حکومته غواړو چې داسې کړنې وکړي، څو د خلکو په ژوند کې اغېز ډېر وي. دا سمه ده چې حساب ورکوي، خو لا هم فقر او بې کاري خپل اوج ته رسیدلی، د دې ستونزو د حل لپاره باید دوی لاس په کار شي."


ملت ته دولتي ادارو د حساب ورکونې لړۍ د روانې لمریزې میاشتې په لومړۍ نېټه پیل شوه.


افغان چارواکو ویلي، دغه چاره هرکال د دې په هدف پیلوي چې د ولس او حکومتي ادارو ترمنځ رامنځته شوی واټن له منځه او د خلکو باور په حکومتي ادارو زیات شي.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus