Добавить новость


World News in Pashto


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

کندز کې کډوال: د سولې د خبرو سره یوځای د جګړې زور کډې را په سر کړي

په کندز  کې یو ځل بیا جګړو زور اخېستې او هره شپه د دې ولایت ولسوالۍ او د ښار شااوخوا سیمې د وسله والو او د دولتي ځواکونو ترمنځ د درنو جګړو او نښتو شاهدانې وي.


دا جګړې نه یوازې چې د خلکو څخه د سر او مال قرباني اخلي، بلکې دې ساړه ژمي کې یې ګڼې کورنۍ خپلو مېنو پرېښودو ته اړ اېستي.


په کندز کې د جګړو له امله بې ځایه شوي کډوال وايي، هماغومره چې سږنی ژمې په کندز کې د نورو کلونو پرتله سوړ دی، د جګړو ډګر هماغومره تود دی.


دوی وايي، د سپکو او درنو وسلو د ‌ډزو غږونه د کندز ښار شااوخوا سیمو او ولسوالیو کې پرله پسې اورېدل کېږي او د دې ځای د خلکو د شپې خوب یې تښتولی دی.


د کندز ښار اړوند د چرخاب د سیمې اوسېدونکی ۴۰ کلن شېرمحمد چې د جګړو له امله یې خپله مېنه پرېښې وايي: "موږ له خپلو ښځو او ماشومانو سره کډې په سر ګرځو، کله دلته او کله هلته، له ټولو ښکېلو غاړو غواړو چې د سولې برخه کې کار وکړي چې نور جنګ پای ته ورسېږي."




۳۰ کلنه ملالۍ هم د جګړو له کبله د کندز ښار اړوند د چله مزار سیمې څخه را کډه شوې، وايي چې دواړو خواوو ځورولې:


"جنګ دی موږ د ژمي دې یخنې کې له خپلو بچیانو سره منډې وهلي، څو ښارته را ورسېدو او ټوله شپه مو ناکراره وه. هره شپه او ورځ جنګ وي، څه وکړو در په دره یو. الله دې سوله راولي چې دا جنګونه ختم شي."


د کندز د ولایتي شورا رئیس محمد یوسف ایوبي هم د کندز روان وضعیت د اندېښنې وړ بولي او زیاتوي چې د دې ولایت سیمه ییز او امنیتي چارواکي د امنیت د ټينګښت په برخه کې پاتې راغلي دي.




ښاغلي ایوبي زیاته کړه: "د کندز امنیتي وضعیت موږ هم اندېښمن کړي یو. څو ځلي مو له مرکزي حکومته او د سیمېزې ادارې څخه غوښتنه کړې چې د کندز ښار امنیتي کمربند باید ټېنګ کړي، څو د تېرو کلونو فاجعه بیا تکرار نه شي او بیا هم پر امنیتي چارواکو غږ کوم چې د کندز امنیت ته پام وکړي."


خو د کندز سیمه ییز چارواکي هم د خلکو انتقادونو مني او وايي چې دوی د امنیت د ټېنګښت برخه کې له هېڅ ډول هڅو ډډه نه کوي.




د کندز والي عبدالستار مېرزکوال ازادي راډيو ته وویل: "طالبان بیا پر جګړې ټینګار کوي او په ډېر قوت یې بیا خپلې جګړې پیل کړي. دوی خلک له خپلو کورونو په زوره وباسې څو دوی ته د جګړې زمېنه برابره شي. د سولې د خبرو دوهم پړاو کې دوی بیا پر جګړې زور اچولی او له امله یې په سلګونو کورنۍ بې ځایه شوي او له بې ځایه شوېو کورنیو سره د خوراکي او غیرخوراکي توکو مرسته شوې ده."


دا بې ځایه شوي خلک وايي، دوحه کې د سولې د دوهمې مرحلې د خبرو له دوامه خبر دي، ورته هېلمند وو چې جګړې به کمي شي، خو اوس یې چې د خبرو سره یوځای د جګړې شدت کډې ور پر سر کړي،  د قطر د سولې خبرو ته هیله مندي نه شي لرلی.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus