په بوسنيا کې د افغان کډوالو يو کمپ ته څېرمه د اوبو يوه طبعي چينه ده چې کډوال هلته حمام کوي. دوی وايي په کوم کمپ کې چې اوسېږي ګرمې اوبه نه لري او د حمام لپاره يې تر ټولو مناسب ځای همدا دی.ډېری دا کډوال افغانان دي. نور په دې راپور کې وګورئ او خپلو دوستانو سره يې هم شريک کړئ.
دا تر هغې وروسته ده چې د جنورۍ پر ۲۶مه په هم دغه ښار کې د کروندګرو او پوليسو ترمنځ نښتو کې يو کس مړه شوی او لږ تر لږه ۸۰ کسان ژوبل شوي ول.
په پاکستان کې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کووېډ-۱۹ ناروغۍ له وجې نور ۷۴ کسان مړه شوي دي. په دې سره له کورونا وايرسه په دې هېواد کې د ټولو مړو شویو شمېر ۱۱۴۵۰ ته ورسېد.
د امریکا د نوي ولسمشر جو بایډن اداره به دامریکا له لوري د نړیوالې جنایې محکمې پر څارنوالانو لګیدلي بندیزونه وارزوي. دا بندیزونه په افغانستان کې د امریکایې ځواکونو لخوا د ادعا شویو احتمالي جنګې جرمونو د پلټني په غبرګون کې د امریکا د پخوانۍ ادارې لګولي وو. د پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ ادارې تېر کال د نړیوالې جنایې محکمې یا آی سي سي پر څارنوالانو اقتصادي او د سفر بندیزونه ولګول. دا هغه کسان وو، چې په مستقیم ډول د امریکایې سرتېرو د پلټنې په چارو کې ښکېل وو. آی سي سي په دې پلټنه کې په افغانستان... Читать дальше...
د ننګرهار په کرنيز نندارتون کې ۳۵ هوکړه ليکونه لاسليک شول. د افغانستان د کرنې او مالدارۍ وزارت ویاند اکبر رستمي نن ازادي راډیو ته وویل، چې د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو اومالدارۍ ریاست په نوښت په دې ولايت کې "کرنه د وطن ابادي" تر شعار لاندې دوه ورځنۍ کرنيز نندارتون جوړ شوی و، چې په ترڅ کې يې د سوداګرو، پانګه والو او بزګرانو ترمنځ ۳۵ هوکړه ليکونه لاسليک شول. ياد نندارتون د روانې اوونۍ د دوشنبې په ورځ د کرنې وزير ډاکتر انوارالحق احدي او د ننګرهار والي ضياالحق امرخېل له خوا پرانيستل شو چې نن پای ته ورسېد. Читать дальше...
په ۱۳۹۹ لمریز کال کې په ختیځ زون کې له افغانیو څخه ګته اخیستنه، ۹۴ سلنې ته رسېدلې ده. د افغانستان بانک د بانکي څارنې څانګې رییس، نثار احمد یوسفزي پرون ملت ته د دولت حساب ورکولو په کنفرانس کې وویل، هڅه روانه چې په ختیځ زون کې په بشپړه توګه افغانۍ وکارول شي. د افغانستان بانک وايي، مخکې کلونو کې په ختیځ زون کې په معاملاتو کې د افغانیو کارونه شاوخوا ۱۴ سلنه وه. خو په ۱۳۹۹ کال کې په یاد زون کې د تر سره شوې سروې له مخې، له افغانیو څخه ګته اخیستنه، ۹۴ سلنې ته رسېدلې ده، چې د افغانستان بانک او پیسو سیاست د بریالیتوب ښکارندویي کوي. Читать дальше...
د ارزګان ولایت په مرکز ترینکوټ کې یوې چاودنې دوه ملکیان وژلي او دیارلس کسان یې ټپيان کړي دي دي. د ارزګان ولایت مقام په یوه اعلامیه کې ویلي، چې په یوه موټرسایکل کې د ځای پر ځاش شوي بم د چاودنې په نتیجه کې دا مرګژوبله اوښتې ده. د اعلامیې له مخې په ټپیانو کې دری پولیس هم شامل دي. اعلامیه زیاتوي لومړی یوه کوچنۍ چاودنه په ترینکوټ ښار کې د منار څلور لاري د پولیسو پوستي ته نږدې وشوه کله چې خلک ورټول شول نو سمدستي د موټر سایکل بم چاودنه وشوه. د ارزګان ولایت د ولایتي روغتون رئیس امین الله توخي ازادي... Читать дальше...
په نړۍ کې د کرونا ویروس د مثبتو پېښو شمېر له سلو میلیونو اوښتی دی. د امریکا د جانز هاپکنز پوهنتون د شمېرو له مخې څه باندې سل میلیونه او دوه لکه او اویا زره انسانان په کرونا ويروس اخته شوي، چې له ډلې یې څه باندې دوه میلیون او یو لک پنځوس زره کسان مړه شوي دي. امریکا د ډېرو مثبتو پېښو او زیاتو مړینو په لحاظ په سر کې ده. هلته د ټولو مثبتو پېښو شمېر له پنځه ویشت نیم میلیونو اوښتی چې له ډلې یې څه باندې څلور لکه او پنځه ویشت زره کسان مړه شوي. د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې د کرونا ضد واکسین لګول هم پيل شوي دي. Читать дальше...
د امریکا متحده ایالتونو نوي ولسمشر جوبایډن له خپل روسي سیال ولادمیرپوتین سره په څو مهمو مسئلو ټيلیفوني غږېدلی. د راپورونو له مخې پرون ښاغلي بایډن د ولسمشر په توګه له پوتین سره په خپله لومړنۍ ټیلیفوني مکالمه کې د کرونا وبا د خپرېدو، د الکسي ناوالني د نیول کېدو، د ایران د اټومي تړون او په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو د وژلو لپاره د انعام ټاکلو په احتمالي راپورونو خبرې کړي. د امریکا د ولسمشر ویاندې جن ساکي (جنیفر رنې) څو ورځې دمخه واضح کړې وه چې د دوی اداره به په افغانستان کې د روسیې له خوا د... Читать дальше...
امریکا پر نړیواله جنايي محکمه د پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ هغه بندیزونه ارزوي چې په دې محکمې یې د افغانستان د احتمالي جنګي جرمونو د څېړنې په سبب لګولي وو. پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ۲۰۲۰ کال جون میاشت د یوه اجرايي فرمان په ترڅ کې د نړیوالي جنايي محکمې ځینې کارکوونکي امریکا ته له تګه منع کړل او شتمنۍ یې ورته کنګل کړې. د امریکا متحده ایالتونو په نوې اداره کې د بهرنیو چارو وزارت ویاند ازادې اروپا راډیو ته په یوه ایمیل کې لیکلي: "تر کومه ځایه چې موږ د افغانستان او اسراییل/فلسطین د شرایط په تړاو... Читать дальше...
د جلال اباد خواړه - د جلال اباد پېژندنه د ننګرهار په مرکز جلال اباد ښار کې د خوندورو خوړو په نندارتون کې لسګونه کسانو برخه اخیستې وه. نور په راپور کې:
هشت صبح هشت صبح ورځپاڼې په دې پوښتنې سره خپله سرمقاله پیل کړې: په افغانستان کې د سولې او جګړې برخلیک د چا په لاس کې دی؟ وړاندې راغلي، په داسې حال کې چې د سولې دویم پړاو مذاکراتو له پیل څخه شل ورځې تېرېږي خو د دولت او طالبانو د مرکچيانو تر منځ خبرې نه دي پیل شوي. له دې سربېره ورځپاڼې ایران ته، د طالب ډلې د سیاسي مرستیال ملا برادر په مشرۍ د طالبانو د پلاوي سفر ته اشاره کړې لیکلي، طالبان نه شي کولی چې دا حقیقت پټ کړي چې دغه سفر د سولې خبرو او د متحده ایالاتو په پالیسۍ کې له نوي ابهام سره تړلی دی. Читать дальше...
د پکتیا په مرکز ګردېز کې د ولسي تړون او د ملي دسترخوان د دوو پروګرامونو پرانیسته وشوه. د سیمه یېزو ارګانونو د خپلواکې ادارې رئیس شمیم خان کټوازی چې د لوګر او خوست ولایتونو له سفر وروسته پکتیا ته راغلی، دلته یې د ۴۵۰ میلیونه افغانیو په ارزښت د ولسي تړون او د ملي دسترخوان پروژې پرانیستې. نوموړی وایي، یادې پروژې به د پکتیا په مرکز ګردېز کې د هغو شوراګانو لخوا پلي شي، چې د خلکو په رایو ټاکل شوي. شمیم خان کټوازي وویل، چې دواړه پروګرامونه د خلکو په خوښه د شوراګانو له خوا ترسره کېږي، چې له مخې یې د فساد د ترسره کېدو فرصت ډېر کم لیدل کېږي. Читать дальше...
په کندز ولایت کې د لومړي ځل لپاره د ښځو یوه ځانګړي رستوانت فعالیت پیل کړ. ستایش رحیمي د کندز ښار اوسېدونکې ده. هغه رستورانت ته د خوړو لپاره راغلې چې ښځو د ښځو لپاره پرانیستی. هغې زیاته کړه: "موږ د خوښې احساس کو چې د ښځو لپاره دغه رستوانت جوړ شوی ده، دلته نارینه نشته دي او ټول کار یې د ښځو له لورې پرمخ وړل کېږي. ښځې کولي شي دلته د خپلې کلیزې او د خوښې نور محفلونه هم ولمانځي." په شمال ختېځ زون کې کندز هغه ولایت دی چې په کې د ښځو لپاره د اقتصادي فعالیتونو ساحه ډېره محدود ده. پر جګړو او... Читать дальше...
د افغانستان د کرکټ ملي ټیم له ایرلنډ څخه د کرکټ درېیمه یو ورځنۍ نړیواله مسابقه هم وګټله. پرونۍ لوبه افغانستان پیل کړه، چې په پنځوسو اوورنو کې یې د ۹ لوبغاړو په سوځېدو مقابلې لوبډلې ته د ۲۶۷ منډو هدف وټاکه. ایرلنډ ونه توانېد ورکړل شوی هدف پوره کړي، ټول لوبغاړي یې په داسې حال کې وسوځېدل چې اته څلوېښتم اوور روان و او د ګټلو لپاره ۳۶ نورې منډې ورته په کار وې. د کرکټ بورډ ویاند فرید هوتک ازادۍ راډیو ته وویل، افغانستان ۳۰ نومرې ترلاسه کړې. هغه زياتوي: "افغانستان په درېیمه لوبه کې هم د ایرلنډ... Читать дальше...
د ایران د بشري حقونو ۸ سازمانونو په افغانستان کې پر مدني فعالانو او ملکیانو د حملو زیاتېدل وغندل. دغو سازمانونو په ګډه اعلامیه کې، په افغانستان کې د بشري حقونو پر فعالانو، خبریالانو او نورو څېرو د هدفي وژنو د مخنیوي غوښتنه وکړه. د دغو سازمانونو له ډلې په ایران کې د بشري حقونو کمپاین، د درېیمې عرصې سازمان، د ایران لپاره د اتحاد سازمان، په ایران کې د اذرباییجاني وګړو د بشري حقونو د دفاع ټولنې او په ایران کې د کردستان د بشري حقونو ټولنې دغه اعلامیه لاسلیک کړې ده. په وروستیو درېیو میاشتو کې د ازادی... Читать дальше...
د افغانستان د ملي امنیت شورا وايي وسله وال طالبان او القاعده شبکه په خپلو کې نه شلول کېدونکې اړیکې لري. د دې شورا ویاند، رحمت اله اندړ پرون سې شنبه رسنیو ته په یوه ویډیويي پیغام کې وویل، طالبانو په دوحه کې له امریکا سره په موافقه کې له القاعده او نورو افراطي ډلو سره د اړیکو پرې کولو ژمنه کړې وه. هغه زياتوي: "په تېرو درېیو میاشتو کې د طالبانو په لیکو کې د القاعده شبکې ۱۱ غړي د ملي امنیت [عمومي ریاست] له خوا نیول شوي او درې مشران یې وژل شوي دي." د طالبانو یوه ویاند ذبیح اله مجاهد پرون ازادۍ... Читать дальше...
ايران، د ولسمشر حسن روحاني د لومړي مرستیال اسحاق جهانګیري ورور د مالي درغلۍ په تور په دوو کلونو بند محکوم کړ. د قضاییه قوې ویاند غلام حسین اسماعیلي پرون وویل، چې پر مهدي جهانګیري په لګېدلو تورونو کې د اته لکه او ۴۷زره او ۲۰۰ ډالرو معادل د اسعارو د قاچاق تور هم شامل دی. مهدي جهانګیري ته امر شوی چې دا پیسې بېرته حکومت ته تسلیم کړي او د دغو پیسو څلور برابره نورې به د جریمې په توګه سپاري. د قضاییه قوې ویاند وايي، دا حکم نهايي دی او محکوم شوی کس د استنیاف غوښتنه نه شي کولی. جهانګیري د تهران د... Читать дальше...
په جرمني کې یوې محکمې د تاجکستان یو پناه غوښتونکی د اسلامي دولت ډلې یا داعش د غړیتوب، په جرمني او په البانیا کې د حملو د طراحۍ په تور په ۷ کاله بند محکوم کړ. څارنوالانو رفشان بي، چې د جرمني د محرمیت د قوانینو له مخې یې تخلص پټ ساتل شوی، د تاجکستان د وګړو د هغې ډلې رهبر یاد کړی، چې په جرمني کې یې د یوې تروریستي کړۍ د ایجاد هڅه کوله. د محکمې تر پروني حکم مخکې دغه ۳۱ وګړي د نسبي اعتراف تر څنګ محکمې ته عذر وکړ، چې پر ټولو کړو هڅو پښېمانه دى.
جرمني پر دې غور کوي، چې د ټولو نړیوالو الوتنو پرمخ خپل هوايي قلمرو کاملاً بند کړي. د جرمني د بهرنیو چارو وزیر هورست زیهوفر پرون سې شنبه وویل، دا اقدام د کرونا ویروس د خپرېدو د مخنیوي لپاره کېږي. زیهوفر له بیلډ ورځپاڼې سره په خبرو کې وویل: "د کرونا ويروس د بڼې بدلېدو ګواښ موږ اړ ایستلي یو چې پر داسې یوه جدي اقدام غور وکړو." جرمني په خپلو سرحدونو کې هم د سخت کنټرول پر وضع کولو غور کوي، په ځانګړي ډول د هغو هېوادونو پر پوله چې د کرونا ويروس مثبتې پېښې په کې زیاتې دي. په جرمني کې په کرونا... Читать дальше...
په ملګرو ملتونو د امریکا متحدو ایالتونو سرپرست سفیر وویل، چې واشنګټن د فلسطینیانو او اسراییل د جلا دولتونو د تشکیل ملاتړ کوي. په ملګرو ملتونو کې د امریکا د متحدو ایالتونو سرپرست سفیر وايي، د ولسمشر جو بایډن اداره د فلسطینیانو او اسراییل د دوو جلا دولتونو د جوړېدو ملاتړ کوي. ریچارد میلز پرون سې شنبه امنیت شورا ته وویل، د منځني ختیځ لپاره به د جو بایډن پالیسي د دوو دولتونو د جوړېدو ملاتړ وي، داسې دولتونه چې دواړه لوري ورباندې موافق وي. میلز زیاته کړه، دا پلان باید د دې سبب شي چې اسراییل د فلسطیني دولت تر څنګ له سولې او امنیت برخمن وي. Читать дальше...
لانګ وار ژورنال امریکایۍ لانګ وار ژورنال خپرونه د امریکا د خزانې وزارت په استناد وایي، القاعده د طالبانو د ملاتړ پر مټ پیاوړې کېږي، تر سرلیک لاندې په افغانستان کې د دواړو ډلو همکاري ته له طالبانو سره د امریکا د ۲۰۲۰ میلادي کال د فبرورۍ د ۲۹مې د تړون له اړخه چې په کې طالبانو له دې شبکې سره د اړیکو د پرې کولو ژمنه کړې، کتنه کړې ده. خپرونه لیکي: د ټرمپ ادارې له طالبانو سره شوی تړون د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزه کې د امریکا لپاره یو بریا بللی، خو د خزانې وزارت څیړونکو موندلې چې د طالبانو د دې ژمنې... Читать дальше...
د افغانستان ولسمشر د نړۍ له وتلي بشرپال، ميلیاردر د مایکروسافت شرکت، د بېل او ملینډا ګېټس بنسټ موسس بېل ګېټس سره د ګوزڼ په وړاندې پر اغېزناکه مبارزه خبرې وکړې. د افغانستان عامې روغتیا وزارت په پام کې لرل د ګوزڼ یا پولیو ضد واکسین په هغه پنځه ورځني کمپاین کې چې د مرغومي یا جدي پر ۲۹مه پیل شو، نږدې لس ملیونه ماشومان چې عمرونه یې تر پنځو کلونو کم دي واکسین کړي. خو وزارت وايي په غور، بامیان او دایکنډي ولایتونو کې د سړې هوا او د جنوبي ولایتو تر څنګ دا وار په میدان وردګ، غزني او پکتیا کې هم د طالبانو... Читать дальше...