ايران، د ولسمشر حسن روحاني د لومړي مرستیال اسحاق جهانګیري ورور د مالي درغلۍ په تور په دوو کلونو بند محکوم کړ.
د قضاییه قوې ویاند غلام حسین اسماعیلي پرون وویل، چې پر مهدي جهانګیري په لګېدلو تورونو کې د اته لکه او ۴۷زره او ۲۰۰ ډالرو معادل د اسعارو د قاچاق تور هم شامل دی.
مهدي جهانګیري ته امر شوی چې دا پیسې بېرته حکومت ته تسلیم کړي او د دغو پیسو څلور برابره نورې به د جریمې په توګه سپاري.
د قضاییه قوې ویاند وايي، دا حکم نهايي دی او محکوم شوی کس د استنیاف غوښتنه نه شي کولی.
جهانګیري د تهران د سوداګرۍ خونې د مدیره هیئت غړی و، چې د ګردشګرۍ په نوم د خصوصي بانک له مشرانو ګڼل کېده.
دی د ۲۰۱۷م کال په اکتوبر میاشت کې نیول شوی و، خو د ۲۰۱۸م کال په مارچ میاشت کې په ضمانت خوشې شوی و.