Добавить новость


World News in Pashto


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

ایراني چارواکو سره د طالب استازو لیدنه: امریکا د افغان جګړې د غځېدو هڅه کوي

د ایران دولتي ټلوېزیون نن چهارشنبه (د سلواغې ۸مه) خبر ورکړ چې ایراني چارواکو د طالبانو له مشرانو سره په تهران کې ولیدل او دوی د امریکا متحد ایالتونه تورن کړل چې په افغانستان کې د جګړې د دوام هڅې کوي. 


اسوشیټېډ پرېس اژانس خبر ورکړ چې د ایران د ملي امنیت شورا مشر علي شمخاني په تهران کې د طالبانو له سیاسي مشر ملا عبدالغني برادر سره نن تر کتو وروسته وویل چې امریکا په ګاونډي افغانستان کې هڅې کوي چې جګړه ادامه پيدا کړي. 




په راپور کې د علي شمخاني په وینا راغلي دي چې د امریکا د متحد ایالتونو ستراتیژي د جګړې ادامه ده او غواړي چې د بېلابېلو افغان ډلو ترمنځ جګړې وي او ویني وبهیږي.


 




شمخاني زیاتوي چې امریکا هڅې کوي چې بېلابېلې افغان ډلې په خپل هېواد کې په بې ثباتۍ او ناامنۍ تورنې کړي. 


تر اوسه د امریکا متحد ایالتونو په دې اړه څه نه دي ویلي.


واشنګټن تېر کال د فبروري په میاشت د قطر په پلازمېنه دوحه کې له طالبانو سره د سولې تړون لاسلیک کړ او د دې تړون له مخې یې د خپلو پوځیانو شمېر اوس په افغانستان کې ۲۵۰۰ ته راکم کړی دی چې ټاکل شوې ده د مې تر میاشتې خپل ټول پوځیان له افغانستانه وباسي. 




د همدې تړون له مخې د افغانستان دولت له طالبانو سره د سولې خبرې پیل کړي دي چې د تېر کال په درېیو وروستیو میاشتو کې دواړه لوري د خبرو دا جنډا پر طرزالعمل موافقې ته ورسېدل او دا خبرې له څو اونیو وقفې وروسته د دې میاشتې په پیل کې بیا پیل شوې، خو په دوحه کې د افغان دولت مرکچي پلاوی وایي چې نن لسمه ده، دوی دوحه کې خبرو ته انتظار دي او طالبان خبرو ته نه دي حاضر شوي. 


اسوشیټېډ پرېس اژانس د ملا بردار دا خبره رااخیستې ده چې وایي، امریکا د فبروري د میاشتې د سولې تړون ته ژمنه نه ده.


ملا بردار زیاتوي چې دوی پر امریکایانو اعتماد نه کوي او له هرې هغې ډلې سره به چې د امریکا مزدوره ده جګړه وکړي. 




د ملي امنیت د شورا ویاند رحمت اله اندړ په یوه پیغام کې چې رسنیو ته یې استولی دی، پرته له دې چې ایران ته د طالبانو د پلاوي تازه سفر ته اشاره وکړي، زیاته کړه د طالبانو د سفرونو معنا دا ده چې دوی مذاکراتو او سولې ته ژمن نه دي دوی ته د جګړې اوږدېدل او د افغانانو د وژلو دوام هېڅ ارزښت نه لري. 

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus