Добавить новость
World News in Pashto


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د ایستلو د تګلارې احتمالي بیا ارزونه

که څه هم د امریکا او طالبانو ترمنځ د شوې هوکړې پر بنسټ باید امریکايي عسکر د روان کال تر مې میاشتې افغانستان پرېږدي، خو تازه پنټاګون له دې هېواده د خپلو عسکرو د ایستو د تګ‌لارې د احتمالي بیا ارزونې پرېکړه کړې.


د امریکا او طالبانو ترمنځ د فبروري د ۲۹مې د هوکړې د ارزونې له خبر وروسته، پنټاګون هم له افغانستان څخه په احتمالي توګه د خپلو عسکرو د ویستو د تګلارې د بیا ارزونې خبر ورکړی دی.


یو شمېر امریکایي رسنیو د‌ دې هېواد د دفاع وزارت د یو شمېر چارواکو له قوله لیکلي، د پنټاګون نوی ټاکل شوی مشر جنرال لویډ اسټین غواړي، د عسکرو د ویستو او هغو ګواښونو په اړه څېړنه وکړي چې متحده ایالاتو ته ور پېښ دي.




وال سټريټ ژورنال د امریکا د دفاع وزارت ویاند جان کربي له قوله لیکلي، تر اوسه لا په افغانستان او عراق کې د پاتې کېدونکو عسکرو د شمېر په اړه وروستۍ او رسمي پرېکړه نه ده شوې.


ده زیاته کړې،: "د دې کار یو دلیل دا دی چې نوی حکومت غواړي په عراق او افغانستان کې د اوسني وضعیت او د عملیاتو د شرایطو او له خپلو سرچینو څخه د ګټې اخیستنې په اړه ښه پوه شي."


د جان کربي په خبره له ترهګرۍ څخه د امریکا د ساتنې لپاره د دوی په اراده کې هېڅ ډول بدلون نه دی راغلی او پنټاګون غواړي په دې پوه شي چې دوی خپله تګ‌لاره په سم ډول عملي کوي.


له افغانستان څخه د امریکايي عسکرو د ویستلو په اړه د امریکا د دفاع نوي وزیر جنرال لویډ اسټین په سنا جرګه کې هم څرګندونې کړې وې.


هغه ویلي و، دا ډاډ باید تر لاسه شي چې افغانستان نور د متحده ایالاتو لپاره ګواښ نه دی، خو دلته د پاتې کېدونکو امریکايي عسکرو د شمېر په اړه یې څه نه و، ویلي.


د افغانستان حکومت بیا وایي، اوسمهال ټول نظامي مسوولیت د افغان ځواکونو پر غاړه دی او دا د بهرنیو عسکرو په شتون او نشتون پورې اړه نه لري.




د افغانستان د ملي امنیت شورا ویاند رحمت‌الله اندړ وویل: "په افغانستان کې د نظامي برخې ټول مسوولیت د افغان ځواکونو سره دی. دغه عملیات او جګړه دوی په خپله کوي.که بهرني عسکر دلته وي، که نه وي، د افغان خاورې او خلکو ساتنه زموږ پر غاړه ده. که ناټو او نړیواله ټولنه په نظامي برخه کې له موږ سره همکاري کوي، هرکلی یې کوو."


له دې وړاندې د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح هم ویلي و، په افغانستان کې د بهرنیو عسکرو پاتې کېدل په هغوی پورې اړه لري او افغان حکومت کولای شي، خپل خلک او خاوره وساتي.


خو طالبان بیا د دوحې تړون عملي کېدل د اوسنۍ شخړې حل لار بولي.


د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد ازادي راډیو ته وویل، که د امریکا نوی حکومت په افغانستان کې د خپلو عسکرو د پاتې کېدو پرېکړه وکړي، جګړه به لا سخته او اوږده شي.


د راپورونو پر بنسټ، اوسمهال په افغانستان کې د امریکايي عسکرو شمېر ۲۵۰۰ تنه دی.


له امریکا سره د طالبانو د شوې هوکړې وروسته، نږدې ۱۲زره امریکايي عسکر له افغانستان وتلي او خپلې نظامي اډې یې پرېښې دي.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus