Добавить новость
World News in Pashto


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

"په افغانستان کې تېر کال د هدفي وژنو کچه درې چنده زياته وه"

‎د افغانستان د بشر د حقونو خپلواک کمېسیون وايي، په ۲۰۲۰ کال کې د ۲۰۱۹ کال په پرتله د هدفي وژنو کچه درې چنده زياته وه.


‎د افغانستان د بشر د حقونو خپلواک کمېسیون په خپل تازه خپور شوي کلني راپور کې که څه هم په ۲۰۲۰ ميلادي کال کې د تېر یو کال پرتله د ملکیانو د مرګ ژوبلې کچه ۲۱ سلنه کمه ښیي خو بیا هم په اوسنو جګړو او روان تاوتریخوالی اندېښمن دی.


‎د دغه کمېسیون مرستیال نعیم نظري د چهارشنبې په ورځ د ياد کمېسيون د کلني راپور د خپرولو پر مهال رسنیو ته وویل، چې په ۲۰۲۰ کال کې د ترور یا هدفي وژنو کچه د نورو کلونو په پرتله لوړه وه.


هغه زياتوي: "له بده مرغه د هدفي وژنو له امله د ملکیانو د وژنې کچه د ۲۰۱۹ کال په پرتله په ۲۰۲۰ کال کې درې چنده زیاته شوې او ۱۶۹ سلنه لوړوالی ښیي، په تېر ۲۰۱۹کال کې ټولټال ۸۳۴ ملکیان په ترورونو کې وژل شوي او ټپیان شوي وه، خو په ۲۰۲۰ کال کې د دغه تکتیک د قربانیانو شمېر ۲۲۵۰ کسانو ته رسېږي چې ۱۰۷۸ کسان وژل شوي او ۱۱۷۲ نور ټپیان شوي دي."


‎ښاغلی نظري وایي، په ۲۰۲۰ کال کې په بېلابېلو پېښو کې د ټول هېواد په کچه ۸۵۰۰ ملکیانو ته مرګژوبله اوښتې چې ۲۹۸۵ وژل شوي او ۵۵۴۲ نور ټپیان شوي دي.


‎د بشر د حقونو د خپلواک کمېسیون د موندنو له مخې، دا کچه د ۲۰۱۹ کال په پرتله ۲۱ سلنه کموالی ښیي.


‎دغه کمېسیون ملکیانو ته د مرګ ژوبلو ‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌ډېری لاملونه د مقناطيسي او د سړک د غاړې ماينونو کارول، هدفي وژنې، راکټي بريدونه، ځانمرګي او ځمکني او هوايي بريدونه بولي.




‎د دغه کمېسیون په خبره، د ناچاودېدلو توکو له امله هم ملکيان، په ځانګړي ډول ماشومان قرباني شوي دي.


‎ د بشر د حقونو خپلواک کمېسيون دغه شام په ۲۰۲۰ کال کې د خبریالانو او مدني فعالانو پر هدفي وژنو هم اندېښنه څرګنده کړې.


‎دغه کمېسیون د نی یا د ازادو رسنیو د ملاتړ ادارې د موندنو پر بنسټ وایي چې په یاد کال کې په ۲۰۲۰ ميلادي کال کې د رسنيو د کارکوونکو پر وړاندې ټولټال د تاوتريخوالي ۸۱ مورده ثبت شوی، چې په دې کز ۱۱ خبريالان وژل شوي او ۱۷ نور ټپیان شوي دي.


‎د بشر حقونو خپلواک کمېسيون موندنې ښيي، چې د ۲۰۲۰ په ورستيو مياشتو کې، په دوحه کې د د سولې د خبرو له پیل سره سم، پر خبريالانو، مدني فعالانو او د بشر حقونو پر مدافعانو هدفي بريدونه په هيښوونکي ډول زيات شوي دي.




‎یاد کمېسیون زیاتوي چې د ۲۰۲۰ ميلادي کال په يوازې وروستيو ۲۰ ورځو کې پر ۶ ژورناليستانو او د مدني ټولني پر فعالانو بريدونه شوي او وژل شوي دي.


‎د افغانستان د بشر د حقونو خپلواک کمېسیون د جګړې بېلابېلې ‌‌‌‌‌‌ډلې په ځانګړې توګه، طالبان، داعش یا اسلامي دولت نومې وسله واله ‌‌‌‌‌‌ډله او حکومت او د افغان دولت نړيوال ملاتړي د دغو ملکیانو د مرګ ژوبلې عاملین بولي.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus