Добавить новость
World News in Pashto


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

غزني چارواکي د حساب ورکونې پروسه ښه ګام بولي، خو فعالان یې تېر اېستنه ګڼي

په غزني کې ملت ته د حکومت حساب ورکونې پروسې درې ورځنۍ لړۍ پای ته ورسېده. 


د غزني سیمه ییز چارواکي وايي، د حساب ورکونې دغه پروسه کې ددې ولایت امنیتي او د بېلابېلو ملکي ادارو استازو، د غزني ولسونو او مدني فعالانو ته د خپلو یو کلنو لاسته راوړنو او کارونو په اړه راپور ورکړ. 


دوی د راتلونکي په اړه هم د خپلو پلانونو په اړه معلومات شریک کړل. 


د غزني ولایت د ټولنیزو او اقتصادي چارو مرستیالې هوسۍ اندړ د حساب ورکونې پروسې په وروستۍ ناسته کې وویل، حکومت له زیاتو ستونزو سره-سره بیا هم ډېرې لاسته راوړنې لري. 




هوسۍ اندړ د لسګونو پروژو پلي کېدل، په غزني کې د امنیت نسبتاً ښه والی، د امنیتي ځواکونو له خوا د لسګونو مجرمینو کشف او نیول، د عوایدو زیاتوالی، د بودجې اغېزمن مصرف، په سیاسي، اداري او ټولنیزو جوړښتونو کې د ښځو شتون د حکومت نورې لاسته راوړنې یادې کړې.


نوموړې زیاته کړه: "د خلکو لپاره دا اندېښنه له منځه لاړ شي چې دا پروسه په رښتیا شفافه ده او په ریښتا په غزني کې کار شوی، زموږ پروګرام ډېره بریالۍ وه، ولس په ډېره زړورتیا، په ډېر اعتماد او باور د بېلابېلو سکتورونو له مسوولینو خپلې پوښتنې طرحه کړې او د مسوولینو له خوا هغوی ته د ډاډ وړ ځوابونه هم ورکړل شول." 




هوسې اندړ په خپلو خبرو کې وویل، غزني کې سیمه ییزه اداره په شفاف ډول خپل کارونه پر مخ وړي. 


د ولایتي شورا غړي او مدني فعالان بیا دغه پروګرام د شفافیت او اداري فساد پر وړاندې د مبارزې پر لور یو ګام بولي، خو وايي دلته سیمه ییز چارواکي په خپله هم په فساد کې ککړ دي. 


دوی وايي، له دې امله غزني کې د دولت او خلکو ترمنځ بې باوري رامنځته شوې ده. 


د ولایتي شورا مرستیال امان کامراني وايي، د حساب ورکونې دغه پروسه کې یو څو مشخص کسان سره راټول شوي وو چې د یو او بل پر فساد یې پرده غوړوله، د ولایتي شورا غړي چې د خلکو استازي دي هغوی ته هېڅ برخه نه وه ورکول شوې.




ښاغلي کامراني زیاته کړه: "کله چې حساب ورکوي دې کې باید د ولایتي شورا ټول وکیلان، مدني فعالان، شوراګانې، قومي سپین ږیري، خویندې حاضرې وي، داسې نمایشي شکل دغه د حساب ورکونې پروژې درلود."


د غزني سیمه ییز چارواکې وايي، "ملت ته د حکومت حساب ورکونه" دغه پروګرام کې، د کرنې، امنیت، روغتیا، ښې حکومتدارۍ، اقتصاد او د تعلیمي سکتورونو او لاسته راوړنو په اړه راپورونه ورکړل شول. 

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus