د پاکستان پخواني وزیراعظم او د مسلم لیګ نون ډلې رهبر نواز شریف تور پورې کړې چې اوسني حکومت ملک تباه کړی او عدالتونه یرغمال دي. نوموړي دا څرګندونې د پاکستان جمهوري تحریک جلسې ته په وینا کې کړې دي. د یاد تحریک مشر مولانا فضل الرحمان جلسې ته په وينا کې خپله هغه خبره بیا تکرار کړه چې ګواکې د پاکستان تحريک انصاف اوسنی حکومت جعلی او په درغلیو را وستل شوی دی. حکومت ویلي چې دا مشران خپلې درغلۍ پټول غواړي. نور تفصیل په ويډيويي رپورټ کې.
د اګست په ۲۹ مه په کابل کې شوي دې ډرون برید کې د وژل شویو کره شمېر لا هم نده معلومه خو امریکايي چارواکي وايي د داعش وسله وال غوښت چې د کابل پر هوايي ډګر د موټر بم برید وکړي. د اګست په ۲۷ مه پر کابل هوايي ډګر ځانمرګي برید کې د ۱۳ امریکايي عسکرو تر څنګ لږترلږه ۱۷۰ کسان نور وژل شوي وو. د امریکا ولسمشر جو بايډن له برید کوونکیو د بدل اخیستو ژمنه وکړه. له هغې وروسته په داعش د امریکا دا دویم ډرون برید وو.په دې هکله نور تفصیل په دې رپورټ کې کتلای شئ.
د نړۍ په څېر په پاکستان کې هم د اګست ۳۰مه په داسې حال کې د جبري لادرکۍ نړیوالې ورځې په توګه لمانځل کيږي چې د پاکستان د څلورو واړو صوبو یو شمېر ميندو ، خويندو او میرمنو پر حکومت غږ کړی چې د دوی د کورنۍ لادرکه کسان دې خوشي کړل شي او یا دې عدالتونو ته وړاندې کړل شي.
سپینه ماڼۍ وايي چې د کابل پر حامد کرزي هوايي ډګر د اګست د ۳۰ مې د راکټي بریدونو په هکله معلومات ورکړل شوي او د ا چې د خلکو د ايستلو بهیر بغیر له څه ځنډه روان دی.
نواز شریف دا څرګندونې د اګست پر ۲۹مه په پاکستان کې د یو شمېر اپوزېشن ګوندونو اتحاد - پاکستان جمهوري تحریک - له خوا په کراچۍ کې جوړې کړې ولسي غونډې ته په وینا کې کړې دي.
د بلوچستان په پښتون مېشتو سیمو کې د ژمې باران نه کېدو له کبله سږکال د خشکاوې یا للمې پالېزونه نه دي کرل شوي. پښین یو له هغو سیمو ده چې پالیزونه پکې په غیر باراني اوبو کرل شوي دي. د کرنې اداره وايي، د اوبو کمي او پشکال بارانونو او چنجیو دا فصل ۳۰ فیصده اغېزمن کړی دی. د يادې سیمي کروندګر وایي چې سږکال ترې خپل لګښتونه هم نشي پوره کولای. نور حال په دې وېډیویي رپورټ کې
د طالبانو ویاند ذبیحالله مجاهد د اګست پر ۲۹مه ناوخته مشال راډیو ته وویل چې اخندزاده په کندهار کې دی او په مناسب وخت کې به ولس ته ځان وښيي.