د افغانستان امنيتي ځواکونه پر نړيوالو مرستو ولاړ وو. له دوی سره ډيرې مرستې امريکا کولې. اوس چې طالبانو پر افغانستان ولکه ټينګه کړې، د هغو نظامي تجهيزاتو په اړه اندېښنې را ولاړې شوې چې د دغو وسله والو لاسونو ته لوېدلې. په راولاړو شويو پوښتنو کې ډېری یې د افغان هوايي ځواک په اړه دي. لکه طالبانو ته څومره الوتکې پاتې شوې او ایا دوی دومره تخنيکي پوهه او پيسې لري چې دا ځواک پرې فعاله وساتي؟ په دې اړه د ازادي اروپا راډيو فردا څانګې يو راپور جوړ کړی چې دلته مو يې غټ ټکي درته پښتو کړې دي. طالبانو د اګست پر ۱۵مه د افغانستان سرښار کابل ونيو. Читать дальше...
د پاکستان د کورنیو چارو وزیر شېخ رشید احمد ویلي، افغان طالبانو ورته باور ورکړی چې د افغانستان خاوره به د پاکستان په ګډون د نورو هېوادونو خلاف استعمالېدو ته نه پرېږدي. نوموړي نن (د اګست پر ۲۵مه) په اسلام اباد کې خبریالانو ته د وزیراعظم عمران خان د یو بیان په حواله وویل چې پاکستان به هم چا ته د افغانستان پرضد د خپلو ځمکنيو او بحري لارو کارولو اجازه نه ورکوي. شېخ رشيد دا خبره له هغه وروسته کړې چې امريکا غږ د اګست پر ۲۲مه راپور ورکړ چې د افغان طالبانو مشر ملا هبت الله اخوندزاده د اسلام اباد د هغو... Читать дальше...
د افغان ولسمشر اشرف غني، چې دا مهال يې هېواد پرې اېښی دی، په واکمنۍ کې د پاکستان او افغانستان تعلقات له ډېرو لوړو ژورو سره مخامخ ول. افغانستان تور پورې کاوه چې طالبان د اسلام اباد په خوله په دې هېواد کې تشدد کوي خو پاکستان بیا تل دا تور رد کړی و. خو اوس چې طالبانو افغانستان نيولی، په اړه يې پاکستان هم دا مني چې ورباندې څه ناڅه نفوذ لري، نو پوښتنه دا ده چې اسلام اباد به د افغانستان په اړه په خپله شته تګلاره کې کوم بدلون راولي او که څنګه؟ دا او نورې پوښتنې د مشال تر رنا لاندې بحث کې څېړل شوي دي.
د امریکا ولسمشر جو بایډن ویلي چې د اګست تر ۳۱مې نېټې پورې له افغانستانه د خپلو کسانو پر ویستلو یې کار روان دی خو نوموړي زیاته کړې چې هره ورځ د امریکایي سرتېرو لپاره خطر زیاتیږي نو څومره چی دغه کار ژر سر ته رسي، هومره به ښه وي. ولسمشر بایډن د اګست پر ۲۴مه وویل، د خلکو د ويستلو عمل په چټکۍ سره روان دی، چې تر ټاکل شوې نېټې پورې به پای ته ورسيږي، خو د نوموړي په وينا د دغه عمل پر وخت سر ته رسېدل د طالبانو د همکارۍ په جاري ساتلو او هوايي ډګر ته پر اجازت ورکولو منحصره دی. بايډن وویل، طالبان په دې لړ... Читать дальше...
د اګست پر ۲۴مه د کراچۍ پریس کلب مخې ته بېلا بېلو مدني ټولنو او فعالانو د "افغان یووالي کمېټۍ" تر انتظام لاندې مظاهره کې غوښتنه کړې چې په افغانستان کې دې پر ښځو، فعالانو او خبريالانو سربېره د عام ولس حقونو خوندې کړل شي. د مظاھرې انتظام کوونکي راشد علي مشال راډيو ته ويلي چې په پاکستان کې چې څه ډول جمهوريت، ازادي او بشري حقونه ولس ته ترلاسه دي، افغانانو ته هم بايد ورکړل شي. " د افغانستان ګټه په جمهوريت کې ده. [په تيرو ۲۰ کلونو کې چې] د افغان ولس لپاره د تعليم، ازادۍ او بشري حقونو کومه لړۍ روانه شوې، هغه بايد دوام وکړي. Читать дальше...