دا ګام د هغو اندېښنو له مخې اخيستل شوی چې ګواکې طالبان به پر افغانستان د ۹۰مې کلونو د واکمنۍ په څېر په دې هېواد کې پر موسيقۍ بنديز ولګوي.
شاهد خاقان عباسي د اګست پر ۲۱ مه په اسلام اباد کې خبریالانو ته وویل چې د میثاقِ پاکستان په نوم دې موافقه کې به اوسني حالات او د ولس ستونزې په پام کې نیول کېږي.
شيخ رشيد د اګست پر ۲۲مه پر ټويتر پاڼه ليکلي چې د چين سفیر نون رونګ سره يې په پاکستان کې د چين پر کارونو او د هغوی وګړو ته د ډاډه چاپيريال برابرولو په اړه خبرې وکړي.
دا په داسې حال کې ده چې د اګست پر ۲۲مه هم په زرګونو افغانانو کابل هوايي مېدان ته پر تلونکو لارو ګڼه ګوڼه جوړه کړې وه.
دې سازمان د اګست پر ۲۲مه نېټه په يوه خبرپاڼه کې وويل چې د سوله ييزو هڅو د ملاتړ لپاره به افغانستان ته يو پلاوی لېږي البته د دې سفر وخت نه دی ياد شوی.
پښتون ژغورنې غورځنګ د اګست پر ۲۲مه نېټه په کراچۍ کې د غورځنګ د يو مخکښ او په قامي اسمبلۍ کې د جنوبي وزیرستان استازي علي وزير د خوشي کولو لپاره د کراچۍ پرېس کلب مخې ته مظاهره کړې ده. دوی د خپل زنداني مشر د خوشي کولو غوښتنه وکړه. علي وزير له تېرو اته مياشتو راهيسې د کراچۍ په زندان کې دی.