د پاکستان د سېنېټ دوو پخوانيو غړو فرحت الله بابر او افراسیاب خټک حکومت ته ویلي چې د تحریک طالبان پاکستان د پخواني ویاند احسان الله احسان د هغو ادعاوو پلټنې وکړي چې ګواکې د پاکستان پوځي استخباراتي اداره غواړي چې د دوی په ګډون یو شمېر کسان ووژني. دوی وايي، د ملک وفاقي تحقیقاتي ادارې – ایف ای اې - او پارلمان دواړه ته یې په رسمي توګه خپلې اندېښنې وړاندې کړې دي. دا له هغه وروسته ده چې احسان الله احسان لومړی پر فیسبوک او بیا د ۲۰۲۱م کال د جولای پر درېیمه په سنډې ګارډین نومي ورځپاڼه کې ولیکل چې د پاکستاني پوځ استخباراتي ادارې ... Читать дальше...
په افغانستان کې روانو جګړو زرګونه کسان د خپلو کورونو پرېښودو ته اړ کړي دي. د تشدد له روانو پېښو څخه د ځان ژغورنې په خاطر د هغه هېواد د بېلا بېلو ولايتونو يوشمېر کورنۍ کابل ته کډوالې شوي او هلته یې په ځېنو پارکونو کې پناه اخیستې. نور حال د فرانس پرېس خبري اژانس په ویډیويي رپورټ کې.
د چمن ډپټي کمیشنر جمعه داد مندوخیل وايي، چې پوله به د پلي/پیاده تګ راتګ ترڅنګ د تجارت لپاره هم خلاصه وي او یوازې هغه وګړي تګ راتګ پر کولای شي چې قانوني اسناد ولري.
د کورنیو چارو وزارت ویلي، د ځینو ولایتونو مرکزونه د پوځي ستونزو له کبله د وسله والو طالبانو لاس ته لوېدلي. د وزارت مرستیال ویاند، حامد روشن د اګست پر ۱۳مه مشال راډیو ته وویل، "په ځینو ولایتونو کې څه ستونزې وې. د دغو ستونزو له کبله له بده مرغه امنیتي او دفاعي
د پاکستان وزیراعظم عمران خان د اګست پر ۱۱مه په اسلام اباد کې په یوه انلاین خبري غونډه کې وویل، درې یا څلور میاشتې پخوا چې د طالبانو پلاوی اسلام اباد ته ورغلی وو، هڅه یې وکړه چې له افغان حکومت سره یې خبرو ته وهڅوي خو هغوی انکار وکړ.
امریکايي چارواکو دا څرګندونې پر داسې مهال کړې دي چې رپورټونه وايي، د کندهار، هېلمند، هرات، بادغیس او غور ولایتونو مرکزونه د طالبانو لاس ته لوېدلي دي.
په هغه برید کې چې یو بس پکې په نښه شوی وو د نهه چینايي وګړو په شمول ۱۳ کسان وژل شوي ول.
په کراچۍ کې کب نیوونکي وايي، له هغه وخت راهیسې چې حکومت چینايي ماکوګانو (ټرالرو) ته د ماهیانو نیولو اجازه ورکړې، د دوی ستونزې زیاتې شوې دي. دوی وايي، په سمندرګي کې ماهیان هم کم شوي او نوې حکومتي پالیسۍ یې کاروبار خورا اغېزمن کړی دی. کب نیوونکو په وروستیو کې په سمندر کې مظاهره هم وکړه. خو حکومت وايي، د سمندرګي په ژورو اوبو کې د کبانو پر نیولو بندیز دی او هېڅ بهرني شرکت یا کمپنۍ ته یې د ماهیانو نیولو اجازتنامه نه ده ورکړې. ویډیويي رپورټ.