د طالبانو لخوا د افغانستان سرښار کابل تر نيول کېدو وروسته که يو خوا افغانان د خپل هېواد پرېښودو هڅه کوي نو بلخوا د ملګرو ملتونو عمومي منشي ويلي دي چې له افغانستانه یې داسې راپورونه ترلاسه کړي چې په دې هېواد کې پر بشري حقونو د سختو محدودیتونو لګولو ښکارندوي کوي. د اسرار عالم مومند راپور
د پاکستان تر جوړېدو وروسته چې پينځه ځله د حکومتي ځواکونو او بلوڅ وسله والو ترمینځ جګړه شوې نو هرځل يوشمېر بلوڅانو افغانستان ته پناه وړې ده.
د جنوبي وزیرستان په سروکۍ سيمه کې خلکو د يوې جرګې له لارې له حکومته وغوښتل چې امنيتي ادارې دې له بې ځايه تالاشیو او د خلکو له نيولو منع کړي. خو ځايي چارواکي وايي له مشکوکو خلکو پوښتنې کېږي او که چا څه جرم نه وې کړی، نو پرېښودل کېږي. په دې اړه دا ویډيو راپور وګورئ.
د بریتانیا د دفاع وزیر بین والیس د اګست پر ۱۶مه په ژړغوني غږ اعتراف وکړ چې بریتانیا به ونه شي کولای خپل افغان همکاران له کابله وباسي.
ولسمشر بایډڼ وویل، په افغانستان کې د امریکا ګټې تل پر دې څرخېدې چې د امریکا پر خاورې له دې هېواده د ترهګریزو بریدونو مخه ونیول شي.
د سوات په لیرې پرته سیمه کالام کې مشروم ډنډ ته یوازې په څو میاشتو کې تګ شونی وي او دا ځکه چې هغه ځای د کال شاوخوا اته میاشتې په واورو پوښلی وي. سیلانیان وايي، مشروم ډنډ ته تللې لار خامه (کچه) ده خو په ورتګ ارزي. ویډيويي رپورټ.