د پاکستان په یوشمېر لویو او وړو ښارونو کې د عاشورې جلوسونه شوي. د اګست پر ۱۹مه د پېښور په ګډون د پاکستان په نورو ښارونو کې امنیتي اقدامات شوي ول. په پېښور کې انتظامیې د موبایل ټېلېفون شبکې تړلې وې. هلته د پنجاب په بهاولنګر کې د اهل تشیع پر لاریون د لاسي بم برید وشو. ویډیويي رپورټ.
د کابل هوايي ډګر ته د اګست پر ۱۹مه هم زرګونه کسان ورغلي ول چې له افغانستانه ووځي. طالبانو هوايي ډګر ته پر ورتلونکو لارو پوستې جوړې کړې دي. ډېری افغانان د اسنادو لرلو باوجود د هوايي ډګر بهر انتظار کوي. د اسوشيېټېډ پرېس اژانس ویډیويي رپورټ.
په سروې خپرونه کې مو له پېښوره ثنا ګلزار مېلمنه کړې. نوموړې سیاسي او د بشري حقونو فعاله ده او د عوامي نیشنل ګوند غړیتوب لري. ګلزار په اګست کې د ګوند د ځوانانو د چارو د ښځینه څانګې سېکرټري منتخبه شوه. نوموړې د سیاسي فعالیتونو ترڅنګ د پېښور های کورټه وکیله ده او اکثر د کورنیو لانجو قضیې پر مخ وړي. د ثنا ګلزار خبرې د غږ په ځای کې واورئ.
د اهل تشیع یوه سازمان مجلس وحدت مسلمین ویاند علامه مقصود علي ډومکي د اګست پر ۱۹مه مشال راډیو ته وویل، د عاشورې جلوس پر ټاکلې لار روان وو چې "نامعلومه وسله والو" ورباندې د لاسي بم برید وکړ
د افغانستان استقلال ورځې په درشل کې د اګست پر ۱۹مه په کابل، روانه اوونۍ په جلال اباد، خوست، اسعد اباد او ځینو نورو سیمو کې افغانانو د درې رنګه بیرغ په ملاتړ لاریونونه وکړل.
د طالبانو لاس ته د کابل تر لوېدو وروسته، بايډن د اګست پر ۱۸مه په خپله لومړۍ مرکه کې اې بي سي ټېليويژن ته وويل چې هغه په دې نه پوهېده چې له ګډوډۍ پرته څنګه امريکايي پوځیان له
د افغانستان پلازمېنه کابل د اګست پر ۱۵مه د طالبانو لاس ته ولوېده. د مشال راډیو د روسۍ څانګې کرنټ ټایم ټېلېوېژن خبریاله لیزا کریمي هغه مهال په کابل کې وه او د ښار په بېلا بېلو سیمو کې وګرځېده. نوموړې وايي، په هغه ښار کې په خلکو او په ځانګړې توګه په ښځو کې وېره خپره ده. نوموړې کابل ښار ته د طالبانو تر داخلېدو وروسته د لومړیو ۲۴ ساعتونو حال بیانوي چې موږ ورڅخه د اژانس فرانس پرېس او رویټرز اژانس د ویډیوګانو په مرسته رپورټ جوړ کړی.
افغان ولسمشر محمد اشرف غني ويلي هغه اړ ايستل شو چې هېواد پرېږدي. نوموړي پرون ناوخته (د اګست پر ۱۸مه) له متحده عرب اماراتو څخه پر خپله فېسبوک پاڼه په خپور شوي ويډيويي پيغام کې ويلي چې اوس هم په مشورو بوخت دی چې د هېواد د يوشمېر پخوانيو مشرانو په څير له جلاوطنۍ وروسته بېرته خپل هېواد ته ستون شي.