په افغانستان کې په دا وروستیو کې د امنیت د وضع خرابېدو وروسته د پخوانۍ فاټا په ګډون په خیبر پښتونخوا او بلوچستان کې نه یوازې هلته د ورتلونکیو راتلونکیو ژوند اغیزمن کړی بلکې کاروباریانو ته یې هم زښته مالي تاوانونه اړولي دي. د کرښې پر غاړه کې پر دې موضوع بحث کوو. کوربه شاهین بونیری دی.
دا اوونۍ مو وږمه فېروز مېلمنه ده. نوموړې په دې وروستیو کې د مذهبي ازادي یا مذهبي رواداري په اړه د وړو فلمونو په یوه سیالي کې لومړی مقام ګټلی. د هغې شاوخوا څلور منټه دستاویزي فلم په دې جوړ دی چې یوه مسیحي ښځه څرنګه په سوات کې د ښځو ارایش ګاه (بیوټي پارلر) چلوي او پکې کارکوونکي نجونې له مختلفو مذهبونو سره تعلق ساتي. دوی بیا څنګه د مینې، محبت او یو والي په ماحول کې کار کوي. له وږمې سره زموږ همکارې ملیحې امیرزاده خبرې کړې دي. خپرونه د غږ په ځای کې اورېدای شئ.
دا اوونۍ مو له چارسدې څخه مسرت تبسم مېلمنه ده. نوموړې د چارسدې د سکندر خان ډېرو کلي اوسېدونکې ده. هغې هلته د ۲۰۰۰ز کال راهیسې په خپل کور کې یو کمیونټي سکول خلاص کړی دی او هلته تقریباً ۱۶۰ زده کوونکو ته سبق ښيي. د هغې په طالبعلمانو کې هلکان او نجونې دواړه شامل دي. مسرت وايي وکالت یې کول غوښتل خو د کورنیو حالاتو له امله یې هغه خوب پوره نه کړل شو. البته د کمیونټي سکول په جوړولو کې ورسره خپل پلار ډېره مرسته وکړه نو ځکه دا ممکنه شوه چې اوس د کلي ډېر ماشومان د دې په سکول کې تعلیم حاصلوي. له مسرت تبسم سره ملیحې امیرزاده خبرې کړې دي. Читать дальше...
د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزي د اګست پر دویمه نېټه په چمن کې د عثمان خان کاکړ د وژنې پرضد راجوړې شوې یوې غونډې ته په وینا کې د افغانستان په روانو حالاتو اندېښنه ښودلې او سپین بولدک کې یې د عامو افغانانو وژنه وغندله. اڅکزي زیاته کړې په افغانستان کې امن په ټوله سیمه کې د امن سبب ګرځېدای شي. د پښتونخوا ملي عوامي ګوند د غونډې نور حال نعمت الله سرحدي په دې رپورټ کې وګورئ.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر پر داسې مهال د طالبانو پر وړاندې سخته ژبه کاروي چې ولسمشر اشرف غني هم ویلي، ده خپل انتخاب کړی او اوس باید طالبان له سولې او جګړې یو وټاکي.
دا ګډ بیان د اګست پر دویمه په سپین بولدک کې، د طالبانو له لوري د ولسي وګړو د ډله ییزې وژنې په اړه د افغانستان بشري حقونو د خپلواک کمېسیون د وروستي راپور په تړاو خپور شوی دی.
د سیند حکومت له لوري د کووېډ-۱۹ واکسینو لازمي کولو له وجې په کراچۍ کې د واکسینو په مرکزونو کې د خلکو ګڼه ګوڼه زیاته شوې. صوبايي حکومت د کورونا وایرس وبا کنټرول په موخه په ټول سیند کې د جولای له ۳۱مې څخه د اګست تر اتمې پورې محدودیتونه او په کراچۍ کې یې ټولبند اعلان کړی. حکومت همداراز ویلي چې که څوک د اګست تر پای پورې واکسین نه شي نو بیا په دفترونو او نورو ځایونو کې کار نه شي کولای او په دولتي ادارو کې کارکوونکو ته به تنخا نه ورکوي. په کراچۍ کې د واکسیني بهیر په اړه ویډیويي رپورټ وګورئ.