پر سپين بولدک ـــ چمن وره باندې ګڼو افغانانو يو ځل بيا د پاکستان خوا ته مخه کړې ده. دا لاره څو ځلې بنده شوې چې اوس بيا ورباندې د تګ راتګ اجازه ورکړل شوې ده. د مشال راډيو خبريال ایوب ترین د اګست پر ۲۵مه چمن ته تللی و او دغه ويډيويي راپور يې رالېږلی دی.
نن په کابل کې د حامد کرزي نړيوال هوايي ډګر دباندې چاودنو يوشمېر کسانو ته مرګژوبله اړولې ده. د امریکا دفاع وزارت ویاند جان کربي پر خپلې ټويټر پاڼې د چاودنو پخلی کړی او ليکلي يې دي چې نن (د اګست پر ۲۶مه) په دې "پېچلي بريد" کې يوشمېر امريکايي سرتيري وژل شوي او ژوبل شوي دي. نوموړي زياته کړې چې يوشمېر افغانانو هم په دې "بدمرغه بريد" کې خپل ژوند له لاسه ورکړ. جان کربي له دې وړاندې په خپل مخکيني ټويټ کې ويلي و چې يوه چاودنه هوايي ډګر ته داخلېدونکې "ابې ګېټ" نومې وره سره نېږدې د يو "پېچلي بريد" په نتيجه... Читать дальше...
افغان طالبانو له يو ولايت پرته ټول افغانستان نيولی دی. دا ولايت پنجشير دی چې اوس پکې د مقاومت لپاره وسله وال روزل کېږي. د دې وسله والو مشري د پخواني وژل شوي قوماندان احمد شاه مسعود زوی، احمد مسعود کوي. نوموړی وايي له طالبانو د ټولشموله حکومت غوښتنه لري او د دې لپاره خبرو او جنګ دواړو ته تيار دی. نور حال د مشال راډيو مرکزي څانګې په ويډيويي راپور کې.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ویلي، غواړي چې له افغانستانه د امریکايانو او یو شمېر افغانانو د ویستلو بهیر ته د اګست تر ۳۱مې نېټې ور اخوا هم ادامه ورکړي. اېنټوني بلینکېن پرون (د اګست پر ۲۵مه) په واشنګټن کې یوې خبري غونډې ته وویل چې له افغانستانه د امریکایانو او هغو افغانانو د را ویستلو لپاره هڅې روانې دي چې ژوند یې له خطر سره مخ کېدای شي. د امریکا د بهرنیو چارو وزیر زیاته کړه چې په دې برخه کې یې د طالبانو موافقه ترلاسه کړې ده، خو مخکې طالبانو ويلي ول چې دوی د اګست تر ۳۱مې وروسته په افغانستان کې د بهرنيانو حضور نه مني. Читать дальше...
د پاکستان وزیراعظم عمران خان او د روسیې ولسمشر ولاديمیر پوتین په افغانستان کې پر روانو حالاتو خبرې کړې دي. د پاکستان د یوې سرکاري خبرپاڼې تر مخه، پرون (د اګست پر ۲۵مه) له پوتين سره په دې ټېلیفوني خبرو کې عمران خان وويل چې پاکستان په افغانستان کې د راولاړېدونکي صورتحال د هواري لپاره د "ټرایکا پلس" رول اړين ګڼي. نوموړي زیاته کړه چې یو باثباته، خوندي او سوله يیز افغانستان د پاکستان او سیمې د ثبات لپاره ډېر مهم دی. د روسیې د بهرنیو چارو وزارت هم پر خپله رسمي ټویټر پاڼه لیکلي چې دواړو مشرانو د افغانستان... Читать дальше...
په افغانستان کې د طالبانو له کنټرول وروسته زیاتره افغان نجونې او مېرمنې د خپل راتلونکي او په خاصه توګه د زده کړو په اړه اندېښنې لري، خو یوه امریکايي مېرمن " اېلیسن رینو" وايي دا نجونې ورته د خپلو لوڼو په څېر ښکاري. نوموړې وايي کله چې د افغانستان له حالاتو خبره شوه نو د دوی په اړه سخته اندېښمنه شوه. د روباټ ملي ټيم دغه ۱۰ نجونې د مېرمن رینو په مرسته له هېواده په وتلو کې بریالۍ شوې خو اوس هم د روباټ جوړوونکي افغان ملي ټیم لږ تر لږه ۲۵ نورې نجونې په افغانستان کې پاتې دي چې له دې هېواده د ویستلو لپاره یې د رینو هڅې دوام لري. Читать дальше...