پر افغانستان د طالبانو د بيا واکمنۍ وروسته هنرمندان او ادیبان پرېشانه ديچې د تېرو شلو کلونو لاسته راوړنې به یې له منځه لاړې شي. د ژغونې لپاره څه کېدای شي او هنرمندان د هنر راتلونکې څنګه ويني؟ په اړه یې د کرښې پر غاړه کې هنرمندان مېلمانه خبرې کوي
د بلوچستان چارواکي وايي وسله والو په مارواړ سيمه کې څلور کان کېندونکي وژلي دي. د صوبايي چارواکو له خوا مشال رېډيو ته لېږلو شوو معلوماتو ترمخه د اګست پر ۲۴مه له کوټې شاوخوا ۶۰ کلوميتره ليرې د شمال ختيځ طرف ته د مارواړ په غرنۍ سيمه کې وسله وال په کان کېندونکو تر ډزو کولو وروسته تښتېدلي دي. تراوسه د پيښې زمه واري چا نه ده منلې. بل پلو ځاي ليويز اهلکارو د وژل شويو کسانو مړي کوټې ته وړي چې شناخت یې د خیبر پښتونخوا د شانګلې او د کوټې سره ښودل کيږي. د چارواکو په وينا دا مړي خپلو کلو ته ليږل شوي دي. ... Читать дальше...
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د کمېشن مشرې میشل باشله ویلي معتبره راپورونه یې ترلاسه کړي چې د طالبانو تر کنټرول لاندې سیمو کې ځینې ملکیان او پوځیان اعدام شوي او د ښځو حقونه محدود شوي. هغې دا خبره د اګست په ۲۴مه د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا په یوه بیړنۍ ناسته کې وکړه. نوموړې زیاته کړه چې له هغو سیمو چې د طالبانو تر کنټرول لاندې دي، دوی ته د بشري حقونو د جديسرغړونو په اړه راپورونه رسېدلي دي. نوموړې وويل: ((موږ راپورونه لرو چې ملکي وګړي او د افغان مليامنيتي ځواکونو غړي په دار ځړول شوي دي. Читать дальше...
اوکراين او ايران هغه راپورونه رد کړي چې پکې ويل شوي وو چې د تېرې یکشنبې په ورځ له کابله د اوکراين يوه الوتکه ايران ته تښتول شوې ده. د اوکراین د بهرنیو چارو وزارت لخوا فردا رېډيو ته د اګست په ۲۴مه ليږل شوي يو بيان کې ويل شوي چې هیڅ الوتکه نه ده تښتول شوې او په دې تړاو راپورونه ناسم دي. تر دې مخکې، د روس تاس خبري اژانس د اوکراین د بهرنیو چارو وزارت مرستیال یوګیني یینین په حواله ویلي وو چې نامعلومو کسانو یوه اوکرایني الوتکه تښتولې وه. د یینین له خولې زیاته شوې وه چې دا الوتکه د اګست په دوه ویشتمه ورکه وه او د اګست په ۲۴مه ایران ته یوړل شوه. Читать дальше...
په خوست کې خبریالان وايي که سوداګریز اعلانونه او د حکومتي ادارو او موسساتو لخوا د خپریدا روزنیزې خپرونې نه وي، نو د دوی د فعالیتونو په مخکې به ستونزې ډېرې شي. دوی زیاتوي له ښار څخه د رسنیو اوسني عواید دومره نه دي، چې د هغوی ورځني لګښتونه، د مالیاتو پیسې او د کارکوونکو معاشونه پوره کړای شي. د رسنیو استازي او خبریالان دا هم وايي، په اوس وخت کې د نشراتو په اړه د یوې واضحې طرحې نشتون هم د دې لامل شوی، چې دوی خپلې ځینې تفریحي او سندریزې خپرونې د نشراتو له مهالویشه وباسي او د خپرونو وخت کم کړي. ... Читать дальше...
د اوکرایین د بهرنیو چارو وزارت وايي چې د دوی یوه الوتکه د کابل له هوايي ډګره تښتول شوې ده. د اوکرایین د بهرنیو چارو وزارت وايي چې د دوی یوه الوتکه د کابل له هوايي ډګره تښتول شوې ده. د دغه وزارت مرستیال یوګیني ینین نن (د اګست په ۲۴مه) دا خبر ورکړی دی. هغه ویلي چې د اوکرایین دا الوتکه کابل ته تللې وه څو اوکراینیان را وباسي خو نامعلومو مسافرو د ايران پر لور والوځوله. د هغه په وينا په اصل کې الوتکه د اګست په ۲۲مه ورکوه شوه او یرغمل نیونکو سره وسلې هم وي. خو د ایران د هوایي چلند د سازمان رییس... Читать дальше...
د بریټانیا صدراعظم بوریس جانسن په یوه ټوېټ کې ویلي چې د جي اوه یوه بېړنۍ غونډه به دایره کړم چې پکې د افغانستان ناورین ته زموږ ځواب همغږی کړو.
په ۱۹۰۰ز کال کې د پښتو ستر شاعر خوشال خان خټک د اوومې پيړۍ لمسي مير اسلم خان د کاکا صيب زيارت، پيښور او کابل ته تلونکو قافلو لپاره په شيدو سيمه کي د اوبو يو کوهی جوړ کړی وو چې د مير اسلم خان باولي په نوم مشهور دی. دا کوهی اوس هم په خپل اصلي حالت کې دی. مير اسلم خان د برصغير يو ستر ارکيټېکټ یا معمار وو چي په هندوستان او نورو هېوادونو کې يې ودانۍ جوړې کړې وې.