افغان ولسمشر وايي، هیواد یې د تپل شوې جګړې له کبله د بې ثباتۍ له جدي خطر سره مخامخ دی. محمد اشرف غني د اګست پر ۱۴مه، په یوه ویډیويي پیغام کې د افغانستان د امنیتي ځواکونو د زیار او مېړانې ستاینه وکړه. نوموړي وویل چې په اوسني وضعیت کې د امنیتي او دفاعي ځواکونو بیا منظم کول د هغوی په لومړیتوبونو کې دي او په دې اړه جدي اقدامات تر لاس لاندې لري. ولسمشر غني زياته کړه: "د یوه تاریخي رسالت په توګه هڅه کوم پرې نږدم چې دغه تحمیل شوې جګړه تر دې ډېره افغانستان کې د بې ګناه خلکو د وژل کېدو، ستاسې د تېرو ۲۰... Читать дальше...
پاکستان د اګست پر ۱۴مه په داسې حال کې د خپلواکۍ جشنونه لمانځي چې د کورونا وبا خپرېدو له کبله په بندېزونو کې نرمي راغلې ده. د دې هېواد په لويو ښارونو کې يوشمېر وګړي سړکونو ته راوتي او د پاکستان د خپلواکۍ ۷۴مه کليزه لمانځي. نور حال د عمران یونس او ځلاند یوسفزي په ويډیويي راپور کې وګورئ.
د امریکایي ځواکونو یوه ډله په داسې حال کې بېرته کابل ته ستنه شوې چې په افغانستان کې ناامني په بې ساري توګه زیاته شوې او د دې هېواد له نیمایي زیات ولایتونه د طالبانو لاسو ته لوېدلي دي. لویديځو رسنیو راپور ورکړی چې دا امریکایي سرتیري تېره شپه (د اګست پر ۱۳مه) کابل ته رسېدلي او سلګونه نور هم افغانستان ته د تلو په حال کې دي. د اسوشیېټېډ پرېس د راپور له مخې، پر امریکایي سرتیرو سربیره، شاوخوا ۶۰۰ بریتانوي پوځيان هم افغانستان ته ځي. په ظاهره د دې ځواکونو دنده، له افغانستانه د امریکا او بریتانیا د سفارتونو... Читать дальше...
د بلوچستان په لورالای ضلع کې په یو وسله وال برید کې د پوځ يو سرتېری وژل شوی او دوه نور ژوبل شوي دي. د پاکستان پوځ د عامه اړيکو دفتر نن (د اګست پر ۱۴مه) ويلي چې بريد نن سهار د لورالای په شاهرګ سيمه کې د اېف سي سرتېرو پر ګاډي شوی خو د هغوی په وينا، په ځوابي ډزو کې درې وسله وال هم وژل شوي دي. بل خوا د بلوچستان صوبې په بلوڅ مېشته سیمه دشت کې یوې چاودنې د اېف سي ځواک پينځه عسکر ژوبل کړي دي. د اېف سي ځواک په خپور شوي بیان کې ویل شوي چې دا چاودنه د اګست پر ۱۳مه، د سړک پر غاړه د اېښودل شوي ریموټ کنټرول بم په وسیله شوې ده. Читать дальше...
د چمن - سپین بولدک لار د اوو ورځو له ځنډ وروسته د اګست پر ۱۳ مه د تجارت او پلي تګ لپاره پرانيستل شوې ده. د چمن انتظامي چارواکو ويلي، چې پر پوله یوازې هغه وګړي تګ راتګ کولای شي چې قانوني اسناد ولري. د دواړو خواوو عام ولس او تاجرانو د لارې بيا خلاصېدو هرکلی کړی دی. رويټرز خبري اژانس په دې اړه ويډيويي راپور جوړ کړی چې فرخنده اسد پښتو کړی دی.
پاکستان متحده عرب اماراتو ته د تلونکو خلکو لپاره د ملک په اوو هوايي ډګرونو کې د کورونا وایرس چټک پي سي ار ټیسټونو کولو اعلان کړی دی. دا خبره د پاکستان د هوايي چلند ادارې – سېول اېویېشن اتارټۍ – مشر خاقان مرتضا د اګست پر ۱۳مه په کراچۍ کې خبري غونډې ته کړې ده. نوموړي ویلي، دا د متحده عرب اماراتو شرط دی چې هر ورتلونکی کس به تر سفر یوازې څلور ساعته وړاندې ټیسټ کوي.د ده په وینا، له همدې کبله یې د اسلام اباد، لاهور کراچۍ، پېښور، کوټې، فیصل اباد او ملتان پر هوايي ډګر د مسافرو د اسانۍ لپاره د چټکو ټیسټونو مرکزونه جوړ کړي دي. Читать дальше...
د شام په ادلېب ښار کې د کډوالو په یوه پنډغالي کې د "خیمه اولمپېکس ۲۰۲۰" په نوم سیالۍ شوې دي چې پکې د کډوالو د ۱۲ کیمپونو ۱۲۰ ماشومانو برخه اخیستې. د اګست پر اتمه په شویو سیالیو کې له اتو کلونو څخه تر ۱۴ کلونو پورې عمر لرونکو ماشومانو برخه واخیسته. په اولمپېک سیالیو کې د نېزې ویشتلو، ټوپ وهلو، کراټو، والیبال، فوټبال، بیډمېنټن او ځغاستي په ګډون یو شمېر لوبې شاملې وې. تفصیل د اژانس فرانس پرېس په ویډیويي رپورټ کې.