په فایننشل ټایمز ورځپاڼه کې د اګست پر درېمه، ''د پاکستان امنیتي سلاکار شکایت کوي چې جو باېډن عمران خان ته ټيليفون نه دی کړی
د افغانستان د سولې بهیر لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد وايي، دواړه لوري هم د افغانستان دولت او هم طالبان باید د یوه نوي حکومت د جوړېدو پر فورمول بحث وکړي. خلیلزاد په دې اړه په سېشنبه له ازادي راډیو سره په یوه ځانګړې مرکه داسې وویل: "باید د شوروي له وتلو وروسته هغه تېروتنه د بیا ځل لپاره تکرار نه شي. هغه مهال هم د یوې سترې بریا یعنې د شوروي قواوو له وتلو وروسته، یوه ستره ناکامي یعنې کورنۍ جګړه د هغه ځای ناستې شوه. اوس هغه وخت رسېدلی چې یوه سیاسي هوکړه یې ځای خپل کړي او د ټولو د منلو وړ... Читать дальше...
وفاقي حکومت یو وار بیا د اپوزیشن پارلماني غړو ته د مذاکراتو دعوت ورکړی خو وایي د میا نواز شریف، مولانا فضل الرحمان او د مریم نواز په شمول هغه کسان چې د پارلیمنټ غړي نه دي، نه وربولي. په سېشنبه په اسلام اباد کې وفاقي وزیر فواد چودري ویلي، په سیاسي او حکومتي نظام کې د اصلاحاتو لپاره غواړي چې اپوزیشن ورسره کښېني. خو اپوزیشن وايي، په درغلیو له راغلي حکومت سره نه کښېني. د شاهنواز تره کزي راپور
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وياند نېډ پرایس د اګست پر درېمه نېټه په يوه خبرپاڼه کې ويلي، چې دواړو مشرانو د سولې مذاکراتو له لارې د يو داسې سياسي جوړجاړي پر لاس ته راوړلو ټينګار وکړ.
د افغانستان په بېلا بېلو سيمو کې د افغان ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمينځ جګړو زور اخيستی دی. طالبانو ځينې سيمې نيولې چې پکې له چمن سره نږدې د سپین بولدک ښارګوټی هم دی. دې تازه جګړو پر ډیورنډ کرښه میشتو پښتنو ټولنيز ژوند څومره اغېزمن کړی دی؟ د مشال تر رڼا لاندې خپرونه کې دا موضوع څېړل شوې ده.
د ملګرو ملتونو امنیت شورا په یوه اعلامیه کې روان تاوتریخوالی غندلی او له ښکېلو لوریو غواړي چې په بېړني ډول تاوتریخوالی پای ته ورسوي.
په (روزنامه جدوجهد) وبپاڼې په يوه مقاله کې راغلل چې مظهر سعيد شاه عرف عبد الله شاه مظهر په افغانستان کې د طالبانو د حکومت په دور کې د يوې صوبې په اهمه سرکاري څوکۍ کار کاوه.
نواز شريف دا خبرې تر هغې یوه ورځ وروسته کړې چې د نوموړي ورور او د مسلم ليګ (ن) مشر شهباز شريف جيو نيوز له ټېلېويژن سره په يوه مرکه کې وويل چې ګوند یې بايد د مزاحمت پر ځای د قامي مفاهمت سیاست خپل کړي.
بیګا د افغانستان په بېلابېلو ولايتونو کې خلکو د طالبانو په وړاندې د افغان ځواکونو د ملاتړ لپاره پر چتونو او کوڅو کې د الله اکبر نعرې ووهلې. دوی د جګړو ودرولو غوښتنه وکړه. بلخوا بیګا په کابل کې ځانمرګی موټر بم برید او وسله واله نښته هم شوې. چارواکي وايي په نښته کې ۴ بریدګر او ۸ ملکي وګړي وژل شوي دي.
د افغانستان په هرات ښار کې د افغان ځواکونو او طالبانو ترمنځ جګړې زور اخيستی چې ورسره د ښار د اوسېدونکي اندېښنې هم زياتې شوې دي. ځايي خلک وايي چې د امنيتي اندېښنو پرته په ښار کې د ورځنۍ اړتيا توکي ګران شوي دي. نور حال د فرانس پريس اژانس په دې ويډيويي راپور کې.