د اګست پر شپږمه د بلوچستان په مرکز کوټه او لویو ښارونو کې کاروبارونه تړلي او ګڼه ګوڼه کمه ده. عوامي نيشنل ګوند د احتجاجي کاربندیز اعلان تر هغې وروسته وکړ چې د اګست پر پينځمه د عبیدالله کاسي مړی په پښین کې وموندل شو. نوموړی د جون پر ۲۶مه له کچلاغه تښتول شوی وو. نور حال په دې ويډيويي راپور کې.
روس وايي چې له ازبکستان او تاجکستان سره په ګډه د افغانستان له پولې سره نېږدې یې شپږ ورځني پوځي مشقونه پیل کړي دي. په تاجکستان کې دغه پوځي تمرینونه د اګست له پنځمې نېټې نه تر ۱۰مې پورې په داسې حال کې کېږي چې له افغانستانه د امریکايي پوځيانو د وتلو له پيل راهیسې هلته جګړې زور نیولي او طالبانو یو شمېر ولسوالۍ نیولي دي. نور تفصیل په دې ویډیو کې. ویډیو: رویټرز
د مسلم ليګ نون وياندې مريم اورنګزېب نن (د اګست پر شپږمه) په اسلام اباد کې يوې بېړنۍ خبرې غونډې ته په وينا وويل چې د ګوند رهبر د بريتانيې کورنيو چارو وزارت ته پر طبي بنيادونو د شپږو مياشتو لپاره د خپلې ويزې غځولو لپاره درخواست لېږلی و چې هغوی د ځېنو اعتراضاتو په درلودلو سره د اګست پر پينځمه رد کړ.
د راپورونو له مخې مینه پال نږدې دوه بجې د کابل په دارالامان سړک د روسیې سفارت ته نږدې د نا معلومه وسله والو په برید کې وژل شوی دی.
په ورته وخت کې د ملګرو ملتونو په سازمان کې د برېتانیا دایمي استازې "بار بارا وودوار" ویلي چې لا هم د ملګرو ملتونو له تور لېسته د طالب مشرانو د نومونو د لېرې کېدو لپاره کوم دلیل نشته.
پاکستان وايي، له افغانستان سره يې پر پوله اغزن تار ۹۰ فيصده بشپړ کړی او پر پاتې ۱۰ فيصده برخې به يې کار سږکال په اوړي کې سر ته ورسوي. د پاکستان پوځ دا څرګندونې په تورخم کې خبريالانو ته په داسې حال کې کړې چې په افغانستان کې په دا ورستيو کې د تشدد په پېښو کې زياتوالی راغلی دی. ويډيو: فرانس پرېس خبري اژانس
د ترکي امنیتي ځواکونو د اګست پر څلورمه وویل، دا افغان کډوال چې پکې ښځې او ماشومان هم شامل دي، په یوه لوی ټرک کې له ایرانه وراوښتي ول. نور حال په دې ویډیويي راپور کې. ویډیو: رویټرز