امریکا په افغانستان کې له ګواښونو سره مخامخ افغان وګړیو د رااېستلو لپاره د کډوالۍ نوی پروګرام اعلان کړی دی. دا په داسې حال کې ده چې له افغانستانه د امریکايي پوځیانو د وتلو وروستۍ اوونۍ دي او په هغه هېواد کې د طالبانو تشدد زیات شوی دی. د امریکا بهرنیو چارو وزارت د اګست پر دویمه وویل چې له امریکا میشتو مرستندویه او پرمختیايي ادارو سره پخواني او اوسني افغان کارمندان او له واشنګټنه مالي مرسته اخیستونکو د خیرښېګړې له نورو ادارو سره افغان کارمندان په امریکا کې د کډوالۍ حق لرلای شي. د امریکا د بهرنیو... Читать дальше...
حکومت د وايرس د مخنيوي لپاره په کراچۍ کې د اګست تر اتمې نيټې پورې جزوي ټولبند/لاکډوان هم لګولی دی.
حبیب طاهر اېډوکیټ وايي چې په یوې عدالتي پرېکړې سره د ښځو د حقونو مسله نه هوارېږي. د دې لپاره په ټولنه کې پوهای زیاتول غواړي. هغوی په وراثتي حقونو خبرول غواړي.
د جلال اباد ښار اوسېدونکي هدفي بریدونو اندېښمن کړي او له حکومت نه غواړي چې مخه يې ونیسي او عاملین يې د قانون منګولو ته وسپاري.
د بلوچستان حکومت له خوا د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مخکښ عثمان خان کاکړ د مرګ وجوهاتو معلومولو لپاره د جوړ کړي کمېشن موده پای ته رسېدلې ده.
غني وویل، ''موږ د سولې ټولې هڅې وکړې، نتيجه يې ور نه کړه اوس به موږ مجبور يو بله لار غوره کړو.'' وسله والو طالبانو د ولسمشر د تازه څرګندونو په غبرګون کې څه نه دي ویلي خو په تېرو وختونو کې یې د سولې خبرو ته د ژمنتیا دریځ تکرار کړی.
د جولای په ۱۷مه نېټه د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر له خپل پاکستاني سیال شاه محمود قریشي سره هوکړه وکړه چې د دې قضیې د لا ښې څېړنې لپاره یو افغان پلاوی اسلاماباد ته سفر وکړي.
د هند د اتر پردېش ایالت د غازي اباد سیمې ارچنا دېوي څه د پاسه درې میاشتې وروسته له کووېډ-۱۹ ناروغۍ جوړه شوه. د ۴۵ کلنې دېوي کورنۍ وايي، نوموړې اوس له روغتونه کور ته انتقال شوې. هند د نړۍ له هغو هېوادونو یو دی چې د کورونا وایرس جهاني وبا زښت ځپلی دی. په هند کې د کورونا وایرس تر ۳۱ میلیونه زیاتې پېښې ثبت شوې دي. د اسوشيېټېډ پرېس اژانس ویډیويي رپورټ.