د سوات ضلعې په بریکوټ کې د اګست پر ۲۰مه د شپې ناوخته دوه ښځې د غیرت یا پت په نوم وژل شوي او یوه ژوبل شوې ده. د بریکوټ پولیس وایي، دغه پېښه په ناوګۍ کلي کې شوې ده چې په وژل شویو کې د یوې جینۍ د اګست پر ۲۲مه واده هم تنظيم شوی و. په سوات کې د ښځو د حقونو لپاره کارکوونکې یوه غېر سرکاري اداره اوېکننګ وایي، د دوی د معلوماتو له مخې د وژل شوې جینۍ ورور هم په دغه شپه د ککړ تن پر کور ډزې کړي چې پکې د هغه مېرمن وژل شوې او لور یې ژوبل شوې ده. د اوېکننګ ادارې مشر عرفان حسېن د اګست پر ۲۱مه مشال راډیو ته... Читать дальше...
پاکستان وايي، د افغانستان له نوي جوړېدونکي حکومت څخه به غوښتنه کوي چې د تحریک طالبان پاکستان پر ضد کارروايي وکړي. د اګست پر ۲۰مه د بهرنیو چارو د وزارت ویاند زاهد حفیظ چودري په اسلام اباد کې یوې خبري غونډې ته د وینا پر مهال وویل، هغوی هیله من دي چې د افغانستان راتلونکی حکومت به خپله خاوره د نورو هېوادونو پر ضد استعمالېدو ته پرېنږدي. پاکستان تر دې وړاندې د ولسمشر اشرف غني له حکومت نه هم دا ډول غوښتنه کړې وه خو هغوی تل پاکستان ته ګوته نیوله چې په خپله خاوره کې یې د افغان طالبانو مشرانو او پلویانو ته ځای ورکړی دی. Читать дальше...
اورېدونکیو! دا اوونۍ، په تاندې هیلې پروګرام کې، په چترال کې د جینکو او ښځو د ځان وژنې په زیاتېدونکې شرحې معلومات درکوو. د چترال انتظاميه او پولیس چارواکي وایي، دغلته د ښځو د ځان وژنې په پېښو کې په دې وروستیو پنځو کلونو کې زیاتوالی راغلی دی. د خیبر پښتونخوا چترال سیمه خپل یو جدا تاریخ او کلتور لري او چترالیان د غم ښادۍ او د خوشالیو او مېلو ځانګړي دودونه او رواجونه لري. د خیبر پښتونخوا د بشري حقونو ادارې هم وایي چې دغلته په دې تېرو وروستیو پنځو کلونو کې په ښځو او جنیکو کې د ځان وژنې شرح زیاته شوې ده. Читать дальше...
د طالبانو د تحریک مرستیال او د قطر د سیاسي دفتر مشر ملا عبدالغني برادر له خپل اته کسیز پلاوي سره کابل ته رسېدلی دی. ملا برادر په داسې وخت کې کابل ته تللی چې له تېرو څو ورځو را په دې خوا په هېواد کې دننه او بهر د افغانستان د راتلونکي حکومت په اړه د طالب مشرانو او افغان سیاستوالو تر منځ لیده کاته او خبرې روانې دي. د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد یوه سيکرتر مولوي بلال کریمي د اګست پر ۲۱مه، مشال راډیو ته وویل:” ملا عبدالغني برادر اخوند له خپلو ملګرو سره کابل ته راغلی او په هېواد کې د روانو مسایلو... Читать дальше...
د ناټو د بهرنیو چارو وزیرانو د ویډیو کنفرانس له لارې په خپله پرونۍ (د اګست ۲۰مې) فوق العاده غونډه کې تر ډېره له افغانستانه د بهرنیو وګړيو او د هغو افغانانو د وتلو پر هڅو بحث وکړ چې غواړي له هېواده ووځي. د ناټو عمومي منشي ینز ستولتنبرګ د غونډې په پای کې یوې خبري غونډې ته پر هغو پرېکړو رڼا واچوله چې د بهرنیو چارو وزیرانو بحث پرې کړی و. هغه وویل، له افغانستانه د ناټو د غړو هېوادونو او د ناټو د متحدانو د وګړيو او هغو افغانانو چې له دوی سره یې کار کړی، د ویستلو عملیات ورته لومړیتوب لري. ستولتنبرګ... Читать дальше...
د بلوچستان په ساحلي سیمه ګوادر کې په یوه ځانمرګې حمله کې لږ تر لږه دوه ماشومان وژل شوي او درې نور کسان ټپيان شوي دي. چارواکي وايي، د برید نخښه چینايي انجینیران ول. د ګوادر ډېپټي کمېشنر عبدالکبیر زرکون او د هغه ځای د پولیسو مشر اېس پي فرحان زاهد د اګست د ۲۰مې نېټې په شپه ناوخته خبریالانو ته وویل، د چینايي انجینیرانو یوه قافله بلوچ وارډ ته نېږدې پر نېشنل های وې د تېرېدو په حال کې وه چې برید پرې وشو. هغوی وايي، برید ځانمرګی معلومېږي خو په دې پېښه کې هېڅ کوم چینايي تن ته صدمه نه ده رسېدلې خو په برید... Читать дальше...
په افغانستان کې د طالبانو د واکمنۍ وروسته پاکستان حکومت د جنوبي وزیرستان انګور اډې دروازه د تجارت او خلکو تګ راتګ لپاره خلاصه کړې، خو له افغانستانه پاکستان ته تلونکي وګړي وايي، پاکستاني امنيتي چارواکي يې نه ورپرېږدي چې خپلو سيمو ته ولاړ شي. د جنوبي وزيرستان مقامي چارواکي بيا د بنديزونه وجه ناسم امنېتي حالات ښايي. ويډيويي رپورټ