منظور پښتين زياته کړه چې په کار وه فواد چودري د هغو پښتنو مشرانو په اړه تحقیقاتي رپورټ وړاندې کړی وای چې په تېرو څو کلونو کې وژل شوي دي.
دا اوونۍ مو په "هارون باچا هنري ګړۍ" خپرونه کې د پېښور په باچا خان مرکز کې د "انګازې" په نوم د يوه ميوزک سټوډيو جوړېدو پر موضوع له سندرغاړو سره خبرې کړې دي. مرکز د سټوډيو انتظامي چارې نوميالي سندرغاړي ګلزار عالم ته ورکړي دي. نوموړی وايي، په سټوديو کې يې د موسيقۍ د ثبت عصري اسانتياوې برابر کړي او هڅه به وکړي چې له ځايي سندرغاړو معياري سندرې رېکارډ او خپرې کړي. په خپرونه کې د باچا خان مرکز د دې نوښت په اړه د سندرغاړو ګلزار عالم، فضل وهاب درد او بختيار خټک د خبرو ترڅنګ يو شمېر سندرې هم اورېدای شئ.
فعالان او پوهان وايي، په هغه هېواد کې پر ښځو د تشدد او د هغوی پر وړاندې د نورو جرمونو لوی لامل هغه ټولنیز دودونه، رواجونه او افکار دي چې له اوسني عصر سره سمون نه خوري.
د الجزایر ولسمشر عبدالماجد تېبون په ځنګلي اور کې د وژل شویو په غم کې درې ورځنی ویر اعلان کړی دی. دا اور چې د نهې (سې شنبې) پر ورځ لګېدلی، د اګست تر ۱۲مې یې د وژلو هڅې روانې وې. د هغه هېواد دولتي خبري اژانس اې پي اېس وايي، په اور کې لږ تر لږه ۶۹ کسان وژل شوي چې پکې هغه ۲۸ پوځیان هم شامل دي چې له خلکو سره یې بیړنۍ مرستې کولې. نور د اژانس فرانس پرېس په ویډیويي رپورټ کې.
د پاکستان کاروباریان وايي، دا لومړی ځل دی چې بیجنګ یې مال ورستون کړی او اندېښنه لري چې ښايي چین ورباندې د بندیزونو نیت لري.
د پاکستان وفاقي وزیر مونس الهي، قامي اسمبلۍ ته لیکلي چې د مومندو او باشا ډېمونو لپاره د سپریم کورټ راټوله کړې چنده چې څه نا څه ۱۲ اربه او ۹۳ کروړه روپۍ جوړېږي نورو منصوبو ته اړول شوې دي. دا پیسې پر نورو منصوبو لګول جواز لري که نه؟ شاهنواز ترکزي یې په اړه راپور جوړ کړی دی.
د پاکستان وزیراعظم عمران خان ویلي دي چې تر هغو چې افغان ولسمشر اشرف غني واکمن وي، طالبان یې له حکومت سره خبرې نه کوي. نوموړي د اګست پر ۱۱مه په اسلام اباد کې خبریالانو ته وویل چې پاکستان پر طالبانو د سولې د جدي خبرو ټینګار کړی خو هغوی د ولسمشر غني له حکومت سره له مذاکراتو انکاري دي. افغان حکومت د نوموړي د څرګندونو په غبرګون کې څه نه دي ویلي. طالبانو هم په دې اړه تبصره نه ده کړې خو په جولای کې یې په قطر کې د افغانستان د ملي مصالحې د عالي شورا له مشر ډاکتر عبدالله عبدالله سره په غونډه کې د خبرو د دوام ژمنه کړې وه. Читать дальше...
د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ویاند نیډ پرایس ویلي دي چې په دوحه کې د افغان سولې خبرې "په خواشینوونکي ډول ورو" دي. نوموړي زیاته کړې، امریکا غواړي چې د افغانستان په اړه یوه داسې نړیواله اجماع جوړه کړي ، چې په یوه خوله د سولې د موافقې پر اړتیا خبره وکړي.
په اسلام اباد کې د 'انسپاير پاکستان' په نوم د دغې ادارې مشر ميا اصف شاه د اګست پر ۱۱مه مشال راډيو ته وويل چې په پاکستان کې مېشت رجسټر افغان زده کوونکو لپاره يې تر ۶۰ زيات سکالرشېپونه اعلان کړي
یوسف وویل، د اګست پر نهمه او ۱۰مه پر ټولنیزو شبکو د #SanctionPakistan یعنې پر پاکستان بندیزونه ولګوئ، د هیشټیګ له لارې یو کیمپېن پیل شو چې "خلکو ته یې ټکان ورکړ."
د افغانستان اوسېدونکي وايي، د امنیت خرابې وضعې د خپلې راتلونکې په اړه اندېښمن کړي دي. دوی له وسله والو طالبانو غواړي چې جګړه ودروي او له سیاسي لارې دې د واک ترلاسه کولو هڅه وکړي. تفصیل د رویټرز اژانس په ویډيويي رپورټ کې.