په پاکستان کې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې له کورونا وایرسه، نور څلور ديرش کسان مړه شوي. په دې سره په دې ملک کې له دې وايرسه د ټولو مړو شویو شمېر يولس زره شپږ سوه اوو پنځوس (۱۱۶۵۷) ته ورسېد. د کورونا وايرس په اړه د معلوماتو حکومتي ويبپاڼې ترمخه د جنورۍ تر ۳۱مې پورې د کورونا وايرس مثبتو کېسونو شمېر پنځه لکه څلور څلوښت زره اته سوه دريالسو ته رسيدلی دی. په ملک کې په تېره يوه ورځ کې د کورونا وايرس نزدي شپاړس سوه مثبت کېسونه ریکارډ شوي دي. خو له کوويډ۱۹ ناورغۍ نیزدي پنځه لکه کسان بېرته رغېدلي هم دي. دا... Читать дальше...
اروپايي اتحادیې او یو شمېر لویدیځو هېوادونو په افغانستان کې روان تشدد او هدفيوژنې غندلي دي. دوی په يوه اعلاميه کې ويلي چې طالبان د تشدد د دې اکثريت پېښو مسوليت پر غاړه لري. په کابل کې د اروپايي اتحاديې استازولۍ له خوا د جنورۍ په ۳۱مه خپره شوې دې اعلاميه کې زیاته شوې: ((موږ له طالبانو توقع لرو چې د خپلو خلکو سره د ملاتړ په ښودلو، تشدد بس کړي.)) په دې اعلاميه کې د اروپايي اتحادیې او ناټو په ملکي استازولۍ سربېره د امریکا، بریټانیا، اسټرالیا، کاناډا، فرانس، جرمني، ډنمارک، فنلنډ، چک جمهوریت، هالېنډ،... Читать дальше...
د خوست سوداګر، د ترانسپورټ اتحاديو غړي او د لویو موټرو ډريوران له افغان حکومت غوښتنه کوي چې د غلام خان لارې د ترانزيټ کېدو په برخه کې دې خپلې هڅې چټکې کړي او لاره دې هم د تورخم او سپین بولدک د لارو په شان د افغانستان او پاکستان د حکومتونو لخوا په رسمي توګه ترانزيټ شي.
د پاکستان جمهوري تحریک مشر مولانا فضل الرحمن د تحریک د غړيو ګوندونو تر منځه اختلافات رد کړي دي. د جنورۍ په ۳۰مه، نوموړي په پېښور کې يوې خبري غونډې ته وويل چې د تحریک انصاف حکومت د ختمولو لپاره، د بېلابېلو ګوندنو راغونډ شوو غړو ترمنځ د نظر اختلاف فطري خبره ده خو د تحريک اتحاد قایم دی. د اختلافاتو اوازې هغه وخت زیاتې شوې چې په دې اتحاد کې شامل، پيپلز پارټي وويل دوی غواړي وزریراعظم عمران خان د عدم اعتماد د ووټ په راوړلو سره له چوکۍ ليريکړي. خو د دې اتحاد یو بل ګوند مسلم ليګ (ن) د دې کار مخالفت کړی دی. Читать дальше...