کريمه بلوڅ چې کله خپلې مور له کراچۍ ايرپورټه کينېډا ته رخصتوله نو ورته يې د بلوڅي هغه دعا وکړه چې په هېوادونو هېوادونو وګرځې او بيا روغه رمټه وطن ته راستنه شې. خو ۵ کاله وروسته کريمه په تابوت کې په داسې حال کې همغه کراچۍ ايرپورټ ته رواړل شوه چې د کورنۍ په ادعا هلته چارواکيو ان د هغې مړی تر څو ساعتونو پورې دوی ته ورنه کړ. خلکو ښايي د کریمې بلوڅ نوم په ۲۰۰۸م کال کې هغه مهال اورېدلی وي کله چې هغه د بلوڅ ځوانانو سازمان بلوچ سټوډنټس ارګنايزېشن(ازاد) مرستياله مشره وټاکل شوه او په کليو او ښارګوټو کې... Читать дальше...
د جنوبي وزیرستان د مسيدو سيمو اوسېدونکو د خېبر پښتونخوا په ټانک کې د ډپټي کمشنر د دفتر مخې ته احتجاجي پرلت وهلی دی. د جنورۍ پر ۲۷مه ورغونډ شوي په سلګونو دا خلک له حکومته د هغو کورونو د جوړولو لپاره معاوضه غواړي چې د دوی په وېنا د ۲۰۰۹ز کال د پوځ په عملياتو کې وران شوي دي. نور حال په دې ویډیويي راپور کې.
د دې ګوند جنرل سيکریټري، ميا افتخار حسېن د جنورۍ په ۲۸مه شوې دې جلسې ته د وېنا پر مهال وويل چې د تحريک انصاف حکومت ناکامه او په درغليوو راغلی دی چې دوی به یې ډېر ژر ختم کړي. نوموړي زیاته کړه چې د ځينو اپوزیشن ګوندونو اتحاد، پاکستان جمهوري تحريک به خلک له دې حکومته خلاصوي.
د جنورۍ پر ۲۸مه د اداري فساد په اړه خپاره کړي دې راپور کې ياد سازمان د نړۍ د۱۸۰ هېوادونو د سروې، د پوهانو د ارزونو، او پوښتنو په ګډون له ۱۳ لارو جاج اخيستی چې هلته د اداري فساد کچ معلوم کړي.
د خېبر پښتونخوا د پوهنتون زده کوونکو د استادانو د تنخاګانو لپاره د پېښور پوهنتون دروازې مخې ته د چندې لپاره کمپ لګولی. دا په ظاهره پر حکومت له دې کبله طنز کول دي چې د پېښور پوهنتون په ګډون د صوبې یو شمېر پوهنتونونه د مالي ستونزو ښکار سره مخ دي.نور حال په دې ویډیويي راپور کې.
د سپریم کورټ درې کسیزې جرګګۍ د جنورۍ په ۲۸مه د احمد عمر سعید شېخ د خوشي کولو حکم وکړ.
دغه څیړونکي چې چین ته تر رسېدو وروسته ۱۴ ورځې قرنطین وو، د جنورۍ پر ۲۸مه ولیدل شول چې له خپل هوټله ولاړ او یوه بس ته وختل.