د بوینګ ۷۷۷ په نامه دا پاکستانۍ الوتکه د جنورۍ پر ۱۵مه د ملایزیا له پلازمېنې کولالمپور څخه اسلام اباد ته د تلو پرمهال نیول شوې ده.
د ځوانانو غږ خپرونه د مشال راډیو ۱۱مې کليزې په مناسبت جوړه شوې چې پکې د پښتون ژغورنې غورځنګ او د قبايلي ځوانانو فورم مشرانو او نورو مدني فعالانو او د راډیو اورېدونکو ويلي چې مشال راډیو خپل اورېدونکي له سياسي او بنيادي بشري حقونو خبر کړل. دوی وايي چې له ۲۰۱۰ز کال مخکې په قبايلي سيمو کې ترهګري او سختدريځي ډېره زياته وه خو د مشال راډیو خپرونو په دغه کې تر ډېره کمی راوست او اوس په دغو سيمو کې تر ډېره امن دی او زياتره خلک د ټوپک پر ځای قلم ته لومړيتوب ورکوي. دوی وايي چې د سيمې د خلکو د خبرتيا تر ټولو لویه وسيله مشال راډیو ده. Читать дальше...
د امریکا دفاع وزارت د جنورۍ پر ۱۵مه په یوه اعلامیه کې د سرتېرو شمېر د کمېدو اعلان وکړ.
د اوکراین اوسېدنکي رومان په مسلکي ډول وایلن زده کړی خو چې کله د دې هېواد په ختیزه برخه کې د روس پلوه بلیتونپالو او اوکرایني پوځ ترمنځ جنګ ونښته نو دی په پوځ کې د رضاکار په حېث شامل شو. رومان وايي، موسیقي یې ژوند دی خو د وطن دفاع هم فرض ګڼي نو ځکه په مورچه کې پروت دی او د وایلن په غږولو خپل وخت تېروي. د اوکراین جګړه چې په ۲۰۱۴ز کال کې پیل شوې تر اوسه پکې له ۱۳۰۰۰ زیات کسان وژل شوي دي. نور په دې ویډیويي راپور کې.