د مشال راډیويي مجلې په دې ګڼه کې د پښتانه مترقي لیکوال د نوې کابینې د جوړېدو په اړه تفصیلي راپور او بیا د خیبر ضلعې د یو خوږ ژبي شاعر نیازجان لونګین اپریدي سره مرکه درته وړاندې کوو. د پښتو ادب په وده کې ادبي جرګو خپل رول لوبولی دی. په افغانستان او پاکستان کې دا مهال ګڼې ادبي جرګې فعالې دي چې وخت په وخت غونډې کوي او د ادیبانو د هنر په ځلولو کې فعاله ونډه اخلي. پښتانه مترقي لیکوال په نوم ادبي تنظیم شپږ کاله وړاندې تاسیس شو چې تر اوسه یې ګڼې غونډې کړي، کتابونه او مجلې یې چاپ کړي او نوي ادیبان او شاعران یې مخې ته راوستي دي. Читать дальше...
د افغانستان د لوړو زده کړو وزارت پخواني مرستيال وزیر ګل حسن وليزي مړی خاورو ته وسپارل شو. هغه په جرمني کې د ورپېښې ناوروغۍ له امله وفات شوی وو. ډاکټر وليزي ګڼ کتابونه ليکلي او د خوست پوهنتون مشر هم پاتې شوی دی. نجيب الله الوخېل یې په ژوند او کار راپور جوړ کړی دی.
په نړۍ کې ډاکټران او نور طبي کارکوونکي د کورونا وايرس د مخنيوي په لړ کې د لومړۍ مورچې مبارزين بلل کېږي او د علاج پر مهال په سلګونو ورڅخه مړه شوي هم دي.
د افغانستان د سترې محکمې ویاند احمد فهیم قویم مشال راډیو ته پخلی وکړ چې وژل شوې دواړه مېرمنې د سترې محکمې قاضیانې دي.
ثنا اعجاز د جنورۍ پر ۱۷مه مشال راډيو ته وويل چې دا د واک تحریک له خوا په ږوب کې د مېرمنو لپاره د یو کتابتون پرانستې ته ورغلې وه.
د خېبر پښتونخوا د سوات د بريکوټ په نجي ګرام کلی کې د اباصيب چيني پيمانه لرغوني اثارو په لومړی ځل کار پیل شوی چې پکې لویې ودانۍ او نوي لرغونې اثار موندل شوي. نور په دې ویډیويي راپور کې.