د قبایلي سیمو زده کوونکو د جنورۍ پر ۱۸مه په پېښور کې د خبریالانو مرکز مخې ته احتجاجي مظاهره وکړه. دوی وویل، حکومت ورسره ژمنه کړې وه چې په خیبر پښتونخوا تر ورګډېدو وروسته به ورته د پاکستان په پوهنتونونو او کالجونو کې پر ځانګړو څوکیو داخلو ورکولو ته دوام ورکوي خو دا وعده یې نه ده پوره کړې. قبایلي سیمې د ۲۰۱۸ز په مې کې په خیبر پښتونخوا ورګډې شوې. د واکمن تحریک انصاف یو سیاستوال او د پارلېمان غړی اقبال اپرېدی وايي، حکومتي چارواکو وار له مخه پر دې موضوع وار خبرې کړې دي او ژر به د قبایلو د زده کوونکو دا ستونزه هواره شي. Читать дальше...
مولانا فضل الرحمان د فارن فنډنګ کیس ته د "اېن ار او مور" وویل.
د پاکستان وزیراعظم عمران خان په ګډون د تحریک انصاف مشرتابه ویلي، له هېڅ ناقانونه لار یې پیسې نه دي ترلاسه کړي او یوازې بهرمېشتو پاکستانیانو ورته د سیاسي هلو ځلو او انتخاباتي کیمپېنونو لپاره پیسې ورکړې دي.
د خیبر پښتونخوا په ګډون د پاکستان په شاوخوا ټولو برخو کې د تعلیمي ادارو د بیا پرانیستو لړۍ پیل شوې. سکولونه په نومبر کې د کورونا وایرس د زیاتېدونکو پېښو مخنیوي په موخه تړل شوي ول. د پاکستان د تعلیمي چارو وزیر شفقت محمود له اعلان سره سم، د جنورۍ پر ۱۸مه له نهمه تر ۱۲م ټولګي پورې ښوونځي او کالجونه بیا پرانیستل شول او نورې تعلیمي ادارې به په فبرورۍ کې پرانیستل کېږي. د سکولونو استادان وايي، د کووېډ-۱۹ ناروغۍ مخنیوي پر ټولو احتیاطي لارښوونو عمل کوي. ویډیويي رپورټ.
د جنورۍ پر ۱۷مه (اتوار پرورځ) په کراچۍ پریس کلب کې د نقیب د درېم تلین پر مهال د هغه ورور عالم شېر مسید مشال رېډیو ته وویل چې د پوځ مشر او نورو چارواکو ورسره د انصاف ژمنې کړې وې خو هغه یې نه دې پوره کړې.
د مشال راډیويي مجلې په دې ګڼه کې دا ځل د خوږ ژبي شاعر ساجد بهار سره د هغه په نوې شعري ټولګې « د سیوري ښکالو » او د ځوان هنرمند نجیب همدرد سره د هغه په نوې ثبتې کړې ترانې غږېدلي یو. دواړه با استعداده ځوانان دي او د شعر او هنر پوهان ترې د لا نور ځلېدو هیله لري. خپرونه دلته اورېدلی شئ:
د جنوبي وزیرستان د ګلشن مسود یوه پښه په ماین چاودنه کې پرې شوې، خو وایي حوصله یې و نه بایلله او لوړ همت یې نن د وزن پورته کولو او ټېبل ټېنس چیمپین جوړه کړې ده. نوموړې د لوبو ترڅنګ په یوه ښونځي کې دوکان هم چلوي. نور حال په دې ویډیويي راپور کې.