دوی زیاتوي، له ۶ کلونو ډېره موده کېږي، چې د پاکستان د پوځ د عملیاتو له کبله دې ځای راکډه شوي، خو په دومره اوږده موده کې، د افغانستان او پاکستان حکومتونو د وزیرستانیو کډوالو شته ستونزو ته اساسي حل لاره نه ده موندلې.
په نومول شويو کسانو کې زياتره د امريکا د ولسي خدمت اوږده تجربه لري چې ښځې او نارينه دواړه پکې شامل دي، خو د دغو کسانو لپاره د امريکا د سېنېټ منظوري هم شرط ده.
یوه ورځ مخکې په هم دغه سیمه کې د ۵.۹ شدت راغلې زلزلې يوشمیر کورونو ته یې زیان رسولی خو څه مرګ ژوبله يې نه وه اړولې.
په خوست کې د لویې پکتیا د درېوو ولایتونو سلګونه ځدراڼ مشرانو او ځوانانو غونډه کړې چې پکې یې په قطر کې د سولې په خبرو کې د ونډې غوښتنه کړې. د خوست، پکتیا او پکتیکا د ځدراڼو دا غونډه د جنورۍ پر ۱۴مه شوې چې په اړه یې تفصیل په ویډیويي رپورټ کې.
د جنورې پر ۱۴مه سازمان په یوه بیان کې ويلي، چې له تېرو دوو اونيو راهیسې په زرګونو انټرنيټ کارونکو د بي بي سي اردو او انډيپنډنټ اردو خبري ادرو نه د بايکاټ غږ کړی دی.
د جنورۍ پر ۱۴مه په اسلام اباد کې یو خبري کانفرانس ته د وینا پر مهال د مسلم لیګ ن ویاندې مریم اورنګزیب وویل، الیکشن کمیشن د تحریک انصاف د بهرنیو چندو مقدمه نه فیصله کوي ځکه یې پرضد اپوزیشن ګوندونه د جنورۍ پر نولسمه په اسلام اباد کې لاریونونه او مظاهرې کوي.
په پاکستان کې په انسانانو د چينايې کمپنۍ د کورونا واکسينو د ازموينې درېيم پړاو پای ته په رسېدو دی. د صحت چارواکي وايي چې د کېنساېنو بايو واکسينو ازموينه بشپړېدو ته نېږدې ده او نتيجه يې هم ښه ده. پاکستان يو له هغو اوو هېوادونو دی چې پر خپلو وګړیو د چينايي واکسينو ازموينه کوي. دا ویډیويي راپور وګورئ.