ډاکټره عایشه صدیقه وايي د نړۍ هر وزیراعظم، ولسمشر یا بل کوم لوړپوړی چارواکی چې اسلام اباد ته ځي نو بيا په پينډۍ کې د پوځ د مشر سره خامخا ګوري ځکه چې د هغې په وېنا نړيوال پوهه دي چې دلته اصلي فیصله کوونکي څوک دي.
د لورلايي ولس ته په خپله وینا کېمولانا فضل الرحمن وویل، مسلې سنجیده دي، دومره اسانې نه دي. دا جنګ د پاکستان نظام کې د اصلاح راوستولو لپاره دی او که دا اصلاح نه راغله نو په دې ملک کښې به یو لوی توپان راپورته شي.
موږ د بشري حقونو د څار نړیوال سازمان تازه رپورټ په اړه د کورنیو چارو او د بشري حقونو له وزیرانو او د وزارتونو له یو شمېر چارواکو سره رابطې وکړې. ځینو چارواکو له خبرو ډډه وکړه او له ځینو سره په رابطې و نه توانېدو.
مولانا فضل الرحمان وویل، حکومت تل دعوې کوي چې له ملک څخه یې تره ګري او تره ګر ختم کړل، د ده په وینا بیا نو د مچ پېښه څنګه وشوه چې پکې لس تنه هزاره کانکیندونکي ووژل شول.
اپوزيشن اتحاد پاکستان جمهوري غورځنګ پر ضد د لومړۍ مرحلې تحريک او له اسمبليانو د استعفاګانو دړکې د عمران خان حکومت تر فشار لاندې راوستی وو خو د اتحاد د ځينو ګوندونو په ضمني او سېنېټ ټاکنو کې د ګډون فیصلې دا فشار راکم کړی دی. ولې د اتحاد تحريک کله تېز او کله ورو وي.؟ د مشال تر رڼا لاندې کې هم دا او نورې پوښنتې بحث شوې دي.
د ګوګل ملکیت لرونکې کمپنۍ یوټیوب هم له نورې ټولنیزې میډیا سره د ولسمشر ټرمپ په اکاونټ بندولو کې شامل شوی.
د محمد بن خالد مور طیبه خالد د کراچۍ په سيند های کورټ کې خواست کړی چې زوی يې له ۱۷م دسمبر څخه ورک دی. دې عدالت ته ويلي چې محمد بن خالد د کراچۍ اين اې ډي پوهنتون زده کونکی دی او له هېڅ یوه سياسي ګوند سره اړیکې نه لري.
په کراچۍ کې د هوابازۍ یوه شخصي اداره خپلې الوتکې د ټرکونو او لاریو په څېر رنګوي او انځورونه ورباندې جوړوي. د سکاېوېنګز په نوم د پیلوټانو د روزنې اداره اته الوتکې لري او وايي، پر ټرکونو ګلکاري په نړۍ کې نوم موندلی نو ځکه خپلې الوتکې هم د لاریو په شان سینګاروي. پر دې موضوع د رویټرز اژانس ویډیويي رپورټ.