د جنورۍ پر ۲۶مه د افغانستان د سیمه ییزو ارګانونو د خپلواکې ادارې مشر شمیم خان کټوازي په خوست کې د کارموندني د پروګرام په پیل غونډه کې خلکو ته وویل، چې خوست ښار به د اوسني حالت په پرتله درې برابره پراخ شي.
د مسلم ليګ نواز دې مشر د پاکستان احتساب قامي ادارې "نېب" تور پورې کړ چې د ده په وينا، د سياستوالانو د بدنامولو هڅې يې پېل کړې دي.
په سروې خپرونه کې د ایبټ اباد اوسېدونکې ډاکټر رابعه نور مېلمنه ده. هغې له برتانيا د ولسي روغتیا زدکړې کړي او دا مهال په خېبر پښتونخوا کې د ماشومانو او ښځو لپاره یوه غیر سرکاري اداره چلوي. له ډاکټرې رابعې سره زموږ همکارې ملیحې امیرزاده خبرې کړي دي.
نړیوال بانک په تازه راپور کې ویره څرګنده کړې چې په پاکستان کې ښايي د کورونا وبا له کبله شاوخوا نهه لکه او ۳۰ زره ماشومان په مستقله توګه له سکولونو بهر پاتې شي.دا په داسې حال کې ده چې په پښتونخوا کې شاوخوا دوه نیم میلیونه ماشومان له وړاندې له سکولونو بهر دي. د کرښې پر غاړه کې دا موضوع بحث شوې چې کوربه يې شاهین بونیری دی
د پاکستان کرکټ بورډ وياند عماد حميد وايي چې په دې هېواد کې نړيوال کرکټ بيا پیل شوی دی چې د ده په خبره دا د دوی لپاره ډېره لويه بريا ده.
د پيپلز پارټۍ مشر بلاول بوټو زرداري څو ورځې وړاندې ويلي ول چې دوی غواړي د عمران خان حکومت د عدم اعتماد له لارې ختم کړي .
د پاکستان بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي د جنورۍ پر ۲۵مه ناوخته په یوه ټویټ کې ویلي، چې له خپل افغان هم منصب محمد حنیف اتمر سره یې د سیمې د ثبات لپاره د همکارۍ پر دوام هم خبرې وکړې.
دا اعلان ثانيه نشتر د مردان په ښځينه پوهنتون کې یوې دستورې ته په وېنا کې اعلان وکړ.
دا ارټيکل وروسته له هغو په سېنېټ چېمبر کې ولوستل شو چې مخکې په استازو جرګه کې د مواخذې منتظيمينو په خاموشۍ سره د کانګرس له هغو هالونو تېر کړ چې د جنورۍ پر شپږمه پرې د ټرمپ ملاتړو بريد کړی وو.
په قطر کې د طالبانو د دفتر وياند محمد نعيم پر ټويټر پاڼه لکيلي دي چې د سياسي دفتر مشر ملا برادر او هيیت به يې د ګاونډي هېواد له اړونده چارواکو سره د دواړو هېوادونو د اړيکو، په ايران کې د ميشتو افغان کډوالو او د افغانستان او سیمې په روان سیاسي او امنیتي وضعيت خبرې او د نظر تبادله وکړي.
په غونډه کې د کراچۍ کور کمانډر لېفټينېنټ جنرال نديم احمد انجم، د رېنجرز ځواک مشر مېجر جنرل عمر بخاري، د سيند پوليسو مشر مشتاق مهر او د کورونيو او داخله چارو سيکټريانو ګډون وکړ.
د سوات په ملم جبه کې په لومړي ځل د واورو نړیوالې سیالۍ وشوې چې پکې د افغانستان او ځینو اروپايي هېوادونو لوبغاړو هم برخه واخیسته. د جنورۍ له ۲۲مې څخه تر ۲۴مې پورې پر واورې د ښویېدا سیالۍ د سوېټزرلینډ لوبغاړي وګټلې. نور په ویډیويي رپورټ کې.