په ای -۱۲ کېمپ کې مېشت کډوال شېر حیدر مشال ریډیو ته وویل چې په ۲۰۰۹ز کال کې ورته یو این ایچ سي ار د پنځو مرلو مځکه ورکړی وه خو اوس چې یې د کورنۍ ۲۲ غړیو ضرورت د پوره کولو لپاره پراخول غواړي نو د اسلام اباد ترقیاتياداره یې ورته ورانوي.
دوی تېر ۲۰۲۰ز کال په افغانستان کې د خبریالانو، مدني فعالانو او ولسي خلکو لپاره له ستونزو او امنیتي پيښو ډک وباله او هیله يې وکړه، چې نوي زیږدیز کال کې به، د جګړې ښکیل لوري دایمي اوربند او د سولې یوې هوکړې ته ورسیږي.
د ځوانانو غږ خپرونه کې مو د قبايلي سيمو بېلا بېلو سازمانونو غړو او مشرانو سره خبرې کړي چې ۲۰۲۱ز کال کې د قبايلي سيمو ځوانانو لپاره څه پلانونه په پام کې لري. د دې ترڅنګ ځوانان په قبايلي علاقو کې د لوبو سيالو لپاره څه هلې ځلې کوي. ځوانان وايي، د قبايليو زياتره سيمې تر اوسه د انټرنيټ سهولت برخې دي او په نوی کال کې به د دې سهولت ترلاسه کولو لپاره مبارزه جاري ساتي. په دې خپرونه کې مو له قبايلي سيمو ځوانانو سره خبرې کړې دي چې تاسې یې د غږ پر ځای کې اورېدای شئ.
په شمالي وزیرستان کې ۲۰۲۰ز کال کې د هدفي وژنو ترڅنګ کڼې نورې جریمي پېښې شوې دي. زموږ خبریال عمر وزیر په دغه ضلع کې د تېر یوه کال پېښو ته کتنه کړې.
اعلا وزیر جام کمال خان د حزب اختلاف د اعتراضونو په ځواب کې وویل چې تر هغو به د ګوادر باړ
د د ډېسېمبر پر ۳۱مه د غونډې ویناوالو وویل، د افغانستان سوله او ټیکاو د دې سیمې د سولې او ټیکاو په مانا ده.
حکومت د ډیسمبر په پنځلسمه هم د تېلو بییې لوړې کړې وې خو ولس وايي داسې پخوا چېرته نه وو شوي چې په میاشت کې دوه واره د تېلو نرخونه زیات شوي وي.