د پاکستان جمهوري غورځنګ اسلام اباد کې د الېکشن کمېشن ودانې مخې ته احتجاج کې غوښتنه وکړه، چې د پاکستان تحريک انصاف پرضد د بهرنيو چندو د مقدمې فيصله دې ژره تر ژره وکړي. الېکشن کمېشن کې د ۲۰۱۴ز کال راهیسې د واکمن ګوند پرضد د فارن فنډګ مقدمه روانه ده. نور په دې ویډیويي راپور کې.
قانون پوه براين کالټ وايي داسې کوم مثال نه شته چې يو ولسمشر ځان بښلی وي نو د يو ولسمشر د خپلځان معافولو او نه معافولو دواړو په اړه جوازونه شته.
مسوولین وايي، چې د دې نویو فارغانو په ګمارنې سره به د سویل ختیځو ولایتونو په مرکزونو او ولسوالیو کې څه نا څه د روغتیايي کارکوونکو د کمښت ستونزه هواره شي.
د امريکا ولسمشر ډانلډ ټرمپ د خپل هېواد په اساسي قانون کې د ورکړل شوي واک له مخې د ځينو کسانو په حق کې د بښنې فرمان صادرولی شي. خو نوموړی د دې فرمان له مخې خپلځان بخښلی شي او که نه؟ همدا پوښتنه راته د امريکا په مېشېګن ايالتي پوهنتون کې د قانون سکول استاد براين کالټ ځوابوي.
بل لوري د پکتیا امنیتي چارواکي وايي، چې په نېږدې راتلونکې کې د وژل شویو او ټپي پولیسو له کورنیو سره د خوراکي توکو او نقدو پیسو د مرستو د ویش پروګرام لري.
د امريکا منتخب ولسمشر جو بايډن به د روان کال د جنورۍ پر ۲۰ مه نېټه د دې هېواد د ۴۶ م ولسمشر په توګه د راتلونکو څلورو کلونو لپاره د خپلې څوکۍ لوړه پورته کوي.
اپوزيشن وايي چې که د دې مقدمې پرېکړه وشي نو د واکمن تحریک انصاف حکومت نسکورېدای شي او مشرتابه يې نااهله کېدلای شي.
بلخوا د داخلي بریدونو د اندېښنو په سبب واشنګټن ته په رسېدو د ملي ګارډ سرتېري د قانون نافذونکیو فېډرالي اېجنسو لخوا څارل کېږي.
ډریوران او د ترانسپورټي اتحادیو مسوولین د لارې د بندولو لامل دا ښيي، چې دلته بې نظمي او بې نوبتي موجوده ده او زوراکي له نوبت پرته هره ورځ موټر بیايي، خو ځینې ډریوران بیا خپل نوبت ته په اونیو-اونیو انتظار باسي.