جو بایډن نن، د جنورۍ پر ۲۰مه، د امریکا د ۴۶م ولسمشر په توګه لوړه وکړه. له ښاغلي بایډن مخکې د هغې مرستیالې کماله هارېس لوړه وکړه. ويډيو : اسوشیېټيډ پريس اژانس
جو بايډن د جنورۍ پر ۲۰مه د امريکا ۴۶ ولسمشر په حيث لوړه وکړه. نوموړی ۷۸ کلن دی او د امريکا تر ټولو زيات عمر لرونکی ولسمشر دی. ۵۰ کلنه سیاسي تجربه لرونکی جو بایډن خپلې موسکا لپاره مشهور دی. هغه ۳۶ کاله سېنېټر او اته کاله مرستيال ولسمشر پاته شوې دی. د مشال راډيو د خبر مرکزي څانګې ويډيو راپور:
د خپلې نوې دندې لپاره د دغه هېواد د سپریم کورټ (سترې محکمې) مشر جان رابرټ ورته د وفادارۍ سوګند ورکړ. جو بایډن د امریکا ۴۶م ولسمشر شو.
دونالد ټرمپ د جو بایدن د لوړې ترمراسمو څو ساعته مخکې سپینه مانۍ پریښوده. ټرمپ دامریکا د ولسمشر په توګه خپلې وروستۍ وینا کې دخپلې څلور کلنې واکمنۍ په دوران کې د خپلو کړو وړو ستاینه وکړه.
د چارسدې پر باچا خان پوهنتون د خونړي ترهه ګريز بريد نن پنځم تلين لمانځل کېږي چې پکې خوا او شا څوارلس زده کونکي او د يوه استاد پشمول۲۰ کسان وژل شوي او يو شمير ژوبل شوي ول. نننۍ تلینغونډې ته استادان او زده کوونکي ورغلي ول.
د امريکا منتخب ولسمشر جو بايډن به د جنورۍ پر ۲۰مه نېټه (نن) د خپلې څوکۍ لوړه کوي. نوموړی به د ډونالډ ټرمپ ځای نیسي. په امريکا کې نه يوازې ولسمشر بلکې واکمن ګوند هم بدل شوی دی. د ډانلډ ټرمپ تړاو له ريپلېکن ګوند او د جو بايډن هغه له ډموکراټ ګوند سره دی. دواړه ګوندونه او مشران د امريکا د نړيوال او داخلي سياست په اړه بېل بېل نظرونه او تګلارې لري. د جوبايډن په واکمني کې د واشنګټن او اسلام اباد اړيکې کومه بڼه خپلوای شي؟ دا او نورې پوښتنې د مشال تر رنآ لاندې کې بحث شوي دي.
د مشال راډیويي مجلې په دې ګڼه کې د دوو خوږ ژبو شاعرانو انور مانیروال او د اقا خان هلال سره د هغوی پر ژوند او کار غږېدلي یو. انور مانیروال د صوابۍ د مانیرۍ کلي اوسیدونکی دی. نوموړي په ۱۹۷۰ کال کې نړۍ ته سترګې غړولې دي. هغه شاعري کوي او ځیني غزلې یې په اولس کې ډېرې مشهورې شوې دي. نوموړی اوس مهال د درس او تدریس له شعبې سره تړلی دی او ماشومانو ته درس ورکوي. خو ترڅنګ یې د ادب سره هم خپل تعلق ته دوام ورکړی او لیکل کوي، مشاعرو ته ځي او په ادبي غونډو کې برخه اخلي. موږ ورسره د مشال راډیويي مجلې لپاره خبرې کړې دي. Читать дальше...
کاملا هېرس، لومړنۍ هندۍ-افریقايۍ ټبرې ده چې د امریکا مرستیال ولسمشره توګه د وفادارۍ لوړه کوي. هغه څوک ده او کوم سیاسي او ټولنیز کارونهیې کړي دي؟ کاملا هېرس ۵۶ کلنه ده. هغې په ۲۰۱۷ م کال کې د امریکا سېنېټ ته لاره وموندله. مور یې هندۍ او پلار یې جمیکايی دی. مور یې شیملا ګوپالا په بریتانوي هند کې زېږېدلې وه او ژیولوژیسته وه. هغه د لوړو زدهکړو لپاره امریکا ته ولاړه او په برکلې پوهنتون کې یې خپلې زدهکړې کړې وې. د کاملا پلار ډانلډ هېرس هم په ۱۹۶۱ م کال کې له جاماییکا څخه کالیفورنیا ته ولاړ... Читать дальше...
د جو بایډن د لوړې په مراسمو کې ډانلډ ټرمپ ګډون نه کوي. دا په تېرو څه باندې یو نیمو سلو کلونو کې لومړی وار دی چې تلونکی ولسمشر د خپل ځایناستي د لوړې په مراسمو کې ګډون نه کوي.