د بلوچستان په مچ سیمه کې د وسله والو له خوا د ۱۱ هزاره کانکېدونکو مړي خاورو ته وسپارل شو. د هغوی دوژنې ضد احتجاج کوونکو پرلتوالو په وینا، پرلت یې ځکه ختم کړ چې د وزیراعلا جام کمال په مشرۍ کې یې له وفاقي او صوبايي وزیرانو سره خبرې اترې بریالۍ شوې. په دې اړه د مشال راډیو د خبریال ویډیو وګورئ
د جنورۍ پر نهمه د خوست والي تورنجنرال مومند کټوازي مشال راډیو ته وویل، دا ځوان چې په قوم نیازی دی، کرامت نومیږي او کورونه يې د مرکز اړوند خاني خوړ سیمه کې دي.
عمران خان وویل چې د هزاره ګانو په نښه کوونکو شمېر له ۳۵ تر ۴۰ دی او نور د ده په وینا امنیتي ادارو په نښه کړي دي.
عدالت دا نېټه د جنورۍ پر نهمه د کراچۍ په زندان کې دننه د علي وزیر او د پښتون ژغورنې غورځنګ د نورو غړیو د ضمانت په اړه د لومړۍ اورېدونې پر مهال ورکړې ده.
افغان چارواکي وایي، د دوی مذاکراتي پلاوی پر اوربند ټینګار کوي او د خبرو په دوران کې به پر دې اړه بحثونه کېږي.
په پکتیا کې په لومړي ځل د زڼغوځیو د پروسېس کارخانه جوړه شوې چې ورسره به د افغانستان زڼغوځي نړیوال بازار ته لاره ومومي. دا شخصي فابریکه د شپږ میلیونه امریکايي ډالرو په پانګونه جوړه شوې چې پکې اوسمهال ۱۵۰ کسان کار کوي. د کارخانې مشر حاجي محمد ګردېزی وايي، په دویم پړاو کې به سلګونه نور کسان هم په دنده وګوماري. ویډيويي رپورټ.
د هزاره ګانو مشرتابه د کوټې پر غربي بای پاس سړک خپل پرلت له هغه وروسته پای ته رسولی چې د دوی په وینا له حکومتي وزیرانو سره یې خبرې اترې بریالۍ شوې دي.