پيپلز پارټۍ له اسمبيلو څخه د استعفاګانو په حق کې نه ده او مسلم ليګ نواز او جمیعت علما اسلام بيا غواړي چې له اسمبليو مستعفي شي.
د مسلم لیګ نواز مرستیاله مشره مریم نواز وايي، خواجه اصف یې د مسلم لیګ له مشرتابه د نه جلاکېدو په جرم نیولی دی.
شېخ رشید احمد ویلي، هر څوک چې د پاکستان د ادارو او د پوځ پرضد نامناسبه خبرې کوي نو د هغوی پرضد به مقدمه درجوي.
د خیبر د خوګاخېل قوم ځوانانو له تېرو درو میاشتو راهېسې په تورخم کې احتجاجي کیمپ لګولی دی. دوی د نېشنل لوجیسټیک سېل ادارې سره د ځمکې په سر لانجه لري. یادې ادارې ته په ۲۰۱۴ کال کې په تورخم کې د سوداګرۍ د مالونو د صادراتو او وارداتو لپاره د یو ټرمینل جوړولو لپاره ځمکه پکار وه. دا زمکه د خوګاخېلو قبایلو ده. په ۲۰۱۵ کال کې اېن اېل سي ته ۳۰۰ کناله ځمکه خوګاخېل قوم ورکړه خو په بدل کې یې د هغوی ځیني شرطونه هم ومنل. خو ګاخېل قام وايي، د لوجیسټیک ادارې ورسره منلې وه چې له دې لارې چې کوم اید ترلاسه کېږي،... Читать дальше...
د بلوچستان وزیراعلا جام کمال خان د دې پېښې په اړه له صوبايي حکومت او ځايي چارواکو څخه رپورټ غوښتی دی.
د خیبر پښتونخوا په مردان کې شاوخوا نهه میاشتې مخکې د سبزیو او مېوو له منډیۍ سره له خځلو او خاشاکه د سرې جوړولو پروژه پیل شوې. دا په خیبر پښتونخوا کې یوازینۍ چاپېریال دوسته پروژه ده چې د ډېرانونو مسله هواروي. د پروژې چلوونکي وايي، تر اوسه یې اووه نیم ټنه سره جوړه کړې. خو دا چې د مېوو او سبزیو له پاتې شونو او خاشاکه سره څنګه جوړېږي، په اړه یې ویډیويي رپورټ وګورئ.