د جنورۍ پر ۲۲مه، لېکل شوي خط کې د ولسمشر جو بايډن پر ادارې دا غږ هم شوی چې په بیلاروس کې د ازادې اروپا ، ازادۍ راډيو نشريات پیاوړي کولو لپاره دې لا نور ګامونه پورته کړي.
د "هارون باچا هنري ګړۍ" د دې اوونۍ د خپرونې مېلمه مو پېژندلی هنرمند شوکت پنيال دی. نوموړی ډېره اسماعيل خان ته نيږدې د پنيالې سيمې دی، خو له تېرو شاوخوا ۱۵ کالو راهيسې په پېښور کې اوسي. پنيال وايي، له خپل پلاره يې اول تورۍ يا سرنا او وروسته شپېلۍ زده کړې. نوموړی کلارنټ او سيکسفون هم غږوي او په وروستيو کې يې د پوکي يو نوی ساز هم ايجاد کړی چې نلوفون نوم يې ورته خوښ کړی دی. په خپرونه کې د پنيال د هنر په اړه د ده خبرې او غږولې ځينې نغمې يې اورېدای شئ.
د خیبر پښتونخوا د قبایلي ضلعو او بلوچستان د زده کونکو وینا ده چې دا د دوی حق دی نو باید حکومت ورته دا حق ورکړي ګني دوی به بیا په احتجاجونو لاس پورې کړي.
د افغانستان بانک په یو خبرپاڼه کې تایید کړې چې عبدالله دورانی او یو بل کس ټپيان او یو ساتونکی یې وژل شوی دی.
مظاهره کوونکو د روس پر کریملین د نیوکو کوونکي اپوزېشن مشر الیکسي ناوالني له بنده د خوشې کېدو غوښتنه کوله.
کريمه بلوڅه د کاناډا په ټورانټو کې د دېسېمبر په ۲۰مه لادرکه او يوه ورځ پس یې مړی د يو سيند سره په خوا کې وموندل شو.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي تر دې وړاندې ویلي وو چې د امريکا نوی حکومت دې د افغانستان د سولې بهیر روان وساتي.
د خوست په ګلان کیمپ کې میشت وزیرستاني کډوال غوښتنه کوي چې د افغان حکومت د ملي دسترخوان او داخلي بې ځایه شویو سره د مرستو په پروګرامونو کې دې ونډه ورکړي. دوی دړکه ورکوي، که يې غوښتنه ونه منل شوه نو د غلام خان په صفري نقطه او د خوست د ولایت مقام مخې ته به اختجاج وکړي.
په کابل کې يوه استاده هنرمنده، فضيله ضمير د سندریز سباون په هيله رباب غږوي. نوموړې د یوې داسې سولې هيله لري چې له هغې په رباب کې د وطني نغمو غږولو ازادي وانخلي. نور په دې ویډیويي راپور کې .