د بلوچستان په مچ کې د وژلیو هزاره ګانو کورنیو د مړو له ښخولو انکار کړی او سلګونه کسانو د جنورۍ پر پينځمه هم احتجاجي ناستې ته دوام ورکړ. د حملې ذمه واري اسلامي دولت ډلې منلې. چارواکي وايي، د جنورۍ پر درېیمه د وسله والو په برید کې ۱۱ کان کیندونکي ووژل شول. د کورنیو چارو وزیر شیخ رشید د جنورۍ څلورمې پر ماخوستن د کوټې پر غربي بای پاس سړک پرلتوالو ته ورغلی وو او ورته یې وویل چې د پاکستان حکومت یې د خوندیتوب هڅې کوي او د امنیت غوښتنې یې مني. پرلتوال وايي، وزیراعظم عمران خان دې ورشي او ورته دې د هغوی د امنیت ضمانت ورکړي. Читать дальше...
دا رضاء کاره ځوانان د ښار په دوکانونو او د خلکو په کورونو ګرځي او بې وزلو سره د مرستې په خاطر له هغوی، نوي او کاریدلي توکي راټولوي.
د سولې دوهم پړاو خبرې په داسې حال کې پیلیږي چې په افغانستان کې جنګ جګړې په ځانګړي ډول هدفي وژنې د پخوا په پرتله زیاتې شوي دي.
په برتانیا او جرمني کې هم د نړۍ د نورو سیمو په څېر د کورونا وایرس د پېښو او له دې څخه د مړینو شمېرې په زیاتېدو دي.
چې ترڅو وزیراعظم عمران خان و کوټي ته نه وي راغلی او و دوی ته یې تسلي نه وي ورکړې چې په راتلونکې کې به د هزاره ولس هېڅ وګړی په هدفي بریدونو کې نه وژل کېږي تر هغو پرلت نه ختموو نه مړي ښخوو.