مهران غلامي په نړیواله کچه د فوټسال د غوره لوبغاړي جایزې ته نوماند دی
د فوټسال پلانټ ویب سایټ د دوشنبې په ورځ د جنورۍ په ۱۳مه نېټه په تېر ۲۰۲۴ ز کال کې د فوټسال د غوره لوبغاړي جایزې ته د نوماندو لوبغاړو نوملړ خپور کړی دی چې افغان لوبغاړی مهران غلامي هم پکې شامل دی. د افغانستان د فوټسال ملي لوبډلې په لومړي ځل په ۲۰۲۴ زیږدیز کال د فوټسال په نړیوال جام کې چې په ازبکستان کې ترسره شوی و، ګډون کړی و او په یادو سیالیو کې مهران غلامي ښې لوبې کړې وې. اتلس کلن غلامي له خپلې لوبډلې سره په ۲۰۲۳ ز کال د فوټسال نړیوال جام د لارموندنې پړاو په سیالیو کې هم ګډون درلود چې نړیوال جام ته یې لار پیدا کړه. Читать дальше...