Добавить новость
World News in Pashto
Ria.city


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer


Январь
2025

Новости за 27.01.2025

Pa.azadiradio.com 

د ډالرو په وړاندې د افغانیو ارزښت بېرته یو څه لوړ شو

نن دوشنبه په افغانستان کې د ډالرو په وړاندې د افغانیو ارزښت بیرته لوړ شو. په کابل کې يو ډالر  په ۷۸ افغانیو بدلیده په داسې حال کې چې د کابل د شهزاده سرای د صرافانو د ټولنې د معلوماتو له مخې، د یکشنبې په ورځ د یو امریکایي ډالر پر وړاندې د افغانیو بیه ۸۱ ته لوړه شوې وه.

Pa.azadiradio.com 

عظمت الله عمرزی د کال غوره کرکټر

عمرزی چې د افغانستان پیژندل شوی الرونډر دی د نړۍ په کچه د ۲۰۲۴ کال غوره کرکټر شوی. د کرکټ نړیوالې شورا د دوشنبې په ورځ د غوره لوبغاړي او غوره ټیم اعلان کړی دی. صفي الله ستانکزی او نور جزییات

Mashaalradio.com 

ځانګړی راپور: د علي وزير د بیا بیا بندي کېدو وجې څه دي؟

په تېرو لسو کلونو کې د پښتون ژغورنې غورځنګ پر مخکښ او د پارليمان پر پخواني‌غړي، علي وزير له سلو زیاتې مقدمې جوړې شوې، ۱۲۳ ځلې عدالتونه ته وړاندې شوی او څه دپاسه ۳ کلونه یې جېل تېر کړی دی. نوموړی يو ځل بیا، ۷ میاشتې مخکې په اسلام اباد کې تر نيول کېدو وروسته، د پنجاب په ګڼو ضلعو او بیا د بلوچستان په حب کې بندي شو. حکومت وايي هغه یې ځکه په زندان کې ساتلی چې که خوشې شي نو عامه امن ګډوډوي. خو د پي ټي اېم مشران وايي د مفروضو په بنیاد علي وزير په جيل کې ساتل تعصب او هغه ته د رښتيا ويلو سزا ورکول دي. د... Читать дальше...

Mashaalradio.com 

په پښتورګو کې ډبرې ولې جوړېږي او مخه یې څنګه نیول کېدای شي؟

په روغتیا او درملنه خپرونه کې نن په پښتورګو کې د ډبرو جوړېدو پر اسبابو او د ناروغۍ مخنیوي پر لارو چارو غږېدلي یو. روغتیاپالان وايي، په بډوډو یا ګردو کې د کاڼو جوړېدل بېلابېل لاملونه لري. دوی وايي، تر هغو چې ډبره په پښتورګي کې دننه وي، علامات نه لري خو چې کله مثانې ته تلونکي پایپ ته داخله شي نو بیا یې علامات ښکاره کېږي. د دې ستونزې پر تشخیص او علاج هم نور معلومات درکوو. بشپړه خپرونه واورئ.

Pa.azadiradio.com 

راپورونه وايي طالبانو افغان یوټیوبر رحیمي سعیدي په درې کاله بند محکوم کړی

د یوه یوټیوب چینل چلوونکی او مسول مدیر سید رحیم سعیدي، د طالبانو پر ضد د تبلیغاتو په تور د طالبانو له ‌خوا په درې کاله بند محکوم شوی دی. د افغانستان د خبریالانو مرکز د دوشنبې په ورځ د یوې اعلامیې په خپرولو سره دا پرېکړه غندلې او له ځنډ پرته یې د نوموړي د خوشې کولو غوښتنه کړې ده.

Pa.azadiradio.com 

لسګونه زره فلسطینیان نن د غزې شمال ته ستانه شول

اسراییل دې کورنیو ته وروسته له هغه خپلو ویجاړو مېنو ته د ستنېدو اجازه ورکړه چې حماس ډلې د اونۍ په پیل کې د دریو اسراییلي برمته وو له خوشې کولو او د اسراییلو پوځ د غزې له اصلي دهلیزې څخه له وتلو سره موافقه وکړه.

Pa.azadiradio.com 

د پولیو واکسین پیل شوی خو خلک یې اغېزمن نه بولي

د افغانستان د بېلابېلو سیمو یو شمېر اوسېدونکي د ګوزڼ ضد واکسین د کمپاینونو د اوسني تطبیق د څرنګوالي په اړه  اندېښنه لري او دا طریقه اغېزمنه، او ټولو ته د لاسري وړ نه بولي. دوی وایی  د پولیو واکسین تطبيق د پخوا په څېر  کور په کور غواړي، ځکه نشي کولی خپل ماشومان هغو ځانګړو ځایونو ته بوځي چې د واکسین لپاره ټاکل شوي دي.

Pa.azadiradio.com 

طالبان وايي له پاکستان سره د نجونو د تحصیل په اړه کومه هوکړه نه ده شوې

د طالبانو د حکومت د لوړو زده کړو وزارت د پاکستان له دولت سره افغان نجونو ته د تحصیلي بورسونو په اړه د مشروط توافق اړوند راپورونه رد کړل. دغه وزارت د دوشنبې په ورځ په یوه بیان کې وویل چې په دې اړه له هېڅ هېواد سره کومه هوکړه نه ده شوې.

Pa.azadiradio.com 

د امریکا مرستیال ولسمشر د هغې پرېکړې دفاع وکړه چې امریکا ته یې د کډوالو ورتلل ځنډولي

د متحدو ایالاتو مرستیال ولسمشر ډونالد ټرمپ د هغې پرېکړې دفاع وکړه چې امریکا ته یې د کډوالو ورتلل ځنډولي دي. جي ډي وینس تازه سي بي اس سره په مرکه کې ویلي، امریکا ته ټول ورغلي کډوال په سمه توګه نه دي ارزول شوي چې په دغه هېواد کې د امنیتي ګواښونو د پېښېدو لامل شوي.




Mashaalradio.com 

په پنجاب کې د ګیس ټانکر چاودنې له امله ۶ کسان وژل شوي

د پنجاب صوبې په ملتان کې د ګیس په یو ټانکر کې د چاودنې له وجې شپږ تنه وژل او شاوخوا ۲۶ زخمیان شوي دي. د ژغورنې ادارې چارواکي فاروق احمد مشال راډیو ته ویلي چې پېښه د جنورۍ پر ۲۶مه د شپې مهال د فهد ټاون په حمید پور سیمه کې شوې. هغه وویل، په ګاډي کې بار  ټانکر څخه ګیس اخراجېدو له وجې اور ولګیده. نوموړي زیاته کړې چې چې په زخمي شوو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي. فاروق احمد دا هم ویلي چې په پېښه کې کورونه هم ړنګ شوي دي.   د ملتان چارواکي وايي چې د پېښې ځای او شاوخوا کورونو او نورو ودانیو ته یې بجلي او ګیس بند کړی دی. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

عظمت الله عمرزی د ۲۰۲۴ کال غوره کرکټر شو

د کرکټ نړیوالې شورا ویلي چې عظمت الله عمرزي ۲۰۲۴ کال په یو ورځنیو نړیوالو لوبو کې په ښي لاس چټک باولنګ کاوه او په غوره توپ وهنې سره یې د افغانستان د ټیم په بریاوو کې د پام وړ رول ادا کړ.

Mashaalradio.com 

په کوټه کې د پښتونخوا ملي عوامي ګوند جرګه نن خپلې پرېکړې اعلانوي

په دې جرګه کې د یاد ګوند د غړو په ګډون د نورو سیاسي ګوندونو غړو، قومي مشرانو، او دیني علماو وړاندیزونه وړاندې کړي. د دې وړاندیزونو پر اساس برخوالو ته د جرګې په وروستۍ ورځ قراردادونه وړاندې کېږي.

Pa.azadiradio.com 

د اوکرایین په اړه د اروپايي ټولنې غونډه

ټاکل شوې چې د اروپايي ټولنې د بهرنیوچارو وزیران نن په بروکسل کې په خپله غونډه کې د اوکراین د جګړې، له امریکا سره د اړیکو او د منځني ختیځ د روان وضعیت په اړه بحث وکړي.

Mashaalradio.com 

امريکا ته په تمه، پاکستان مېشته افغان کډوال پرېشانه دي

پاکستان مېشته کډوال د وېزو نوي کول غواړي. دوی د سختو اقتصادي ستونزو تر څنګ له پولیسو په وېره کې ژوند کوي. دوی د پاکستان له حکومته هيله لري چې د وېزو موده به ورته په اسانه او ارزانه ډول وغځوي. دا کډوال د امريکايي ولسمشر ډانلډ ټرمپ هغه اعلان هم پرېشانه کړي چې د کډوالو د مېشته کولو د پروګرام ځنډولو په اړه یې کړی دی. په اسلام اباد کې ځيني کډوال داسې هم دي چې له دريوو کلونو راهیسې هلته اوسېږي او ځيني داسې هم دي‌چې د امريکا تګ ته د پرواز لپاره یې ډير کم وخت پاتې وو. د هغو خلکو حال، د اسوشيټېد پریس له ويډيو د بشير ګواښ په جوړ کړي راپور کې وګورئ.

Mashaalradio.com 

اېمل ولي: پښتانه له افغانستان سره د هر ډول جګړې مخالف دي

عوامي نېشنل ګوند د جنورۍ پر ۲۶ مه په کراچۍ کې د باچا خان ۳۷ م او د عبدلولي خان د ۱۹ م تلين ولمانځی. دې غونډې ته په وینا کې د یاد ګوند د خیبر پښتونخوا، بلوچستان او نورو سیمو مشران هم ورغلي وو. د ګوند مشر اېمل ولي وویل، د پاکستان پښتانه له افغانستان سره د هیڅ جګړې پلوي نشي کولای. نوموړي د پاکستان پرحکومت غږ کړی دی چې د افغانستان په ګډون له ټولو ګاونډيو هېوادونو سره خپلې اړيکې ښې کړي.

Pa.azadiradio.com 

په افغانستان کې نیول شوی کاناډایی له دوه نیمې میاشتې زندان وروسته ازاد شوی

په افغانستان کې یو لادرکه شوی کاناډایی ازاد شوی دی. که څه هم طالبانو په رسمي ډول په دې اړه څه نه دي ویلي، خو کاناډایي چارواکو خبر ورکړی چې دغه پخوانی پوځي، د قطر په منځګړیتوب افغانستان کې ازاد او دوحې ته رسیدلی دی.

Pa.azadiradio.com 

کولمبیا له غیر قانوني کډوالو ډکې الوتکې رد کړې، ټرمپ ورباندي د ۲۵٪ تعرفې لګولو خبرداری ورکړ

د متحده ایالاتو ولسمشر ډونالد ټرمپ له امریکا د ایستل شویو کډوالو د دوو الوتنو د منلو د کولمبیا د ردولو په غبرګون کې پر دغه هېواد د ۲۵سلنه تعرفو لګولو په ګډون ځینې بندیزونه اعلان کړل. ښاغلي ټرمپ پر Truth social پلټفارم په یوه پوسټ کې د یکشنبې په ورځ د جنورۍ په ۲۶ مه ویلي چې د کلمبیا دغه اقدام د امریکا د مليامنیت او عمومي خوندیتوب پر وړاندې ګواښ دی. ټرمپ زیاته کړې چې خپلې ادارې ته یې امر کړی چې د کلمبیا پر هغو سوداګریزو توکو چې امریکا ته ور واردېږي، ۲۵ سلنه تعرفې ولګوي او داتعرفې دې په یوه اونۍ کې ۵۰ سلنو ته لوړې کړي. Читать дальше...


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus