امریکايي چارواکي: اټکل کیږي د الوتکو د ټکر په پېښه کې څوک ژوندي پاتي نه وي
امریکايي چارواکي وايي، د رونالډ ریګن هوايي ډګر ته څیرمه د مسافروړونکې الوتکې او پوځي هلېکوپټر د ټکر په پېښه کې اټکل کیږي د دواړو الوتکو ټوله عمله وژل شوي وي. د چارواکو په خبره، تراوسه ۲۸ جسدونه د پوتومک له سینده رایستل شوي دي. د امریکن ایرلاینر یوه الوتکه چې ۶۰ مسافر په کې سپاره وو، د چهارشنبې په شپه واشنګټن ډي سي ته نژدې په داسې حال چې غوښتل یې د ریګن په هوايي ډګر کې ښکته شي له یوې پوځي هلېکوپټر سره ټکر شوه. په هلېکوپټر کې چې ظاهرا د پوځي تمریناتو په موخه یې پرواز کاوه، درې کسان سپاره وو. Читать дальше...