Добавить новость
World News in Pashto
Ria.city


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer


Январь
2025

Новости за 17.01.2025

Pa.azadiradio.com 

په لندن کې د افغانانوغونډه؛ "کریکټ مه تحریموئ"

د دې غونډې ګډونوال وایي پر کرېکټ د بندیز غوښتنه افغانستان کې پر ښځو لګېدلي بندیزونه نه لرې کوي او نه هم د طالبانو پر پرېکړو کوم اغېز لرلی شي. د انګلستان د پارلمان ۱۶۰ غړو تېره اونۍ د هغه هیواد له کرېکټ بورډ غوښتي وو چې د اتلان جام راتلونکو سیالیو کې دې افغانستان سره لوبه نه کوي، خو غوښتنه یې د بورډ له لوري رد شوې ده.

Mashaalradio.com 

د تحریک انصاف پلویانو عمران خان ته د سزا اورولو ضد مظاهره کړې

د پاکستان تحریک انصاف غړو او پلویانو د ګوند بنسټګر عمران خان او د هغه ښځې بشرا بي بي ته د القادر ټرسټ په نوم د درغلۍ په قضیه کې د بند او جرمانې سزا اورولو پرضد په پېښور کې مظاهره کړې. مظاهرچیانو د خیبر پښتونخوا اسمبلۍ مخې ته په نعرو کې له حکومته د خان د خوشې کولو غوښتنه کوله. احتساب عدالت د جنورۍ پر ۱۷مه په القادر ټرسټ قضیه کې خان ته د ۱۴ او د هغه ښځې ته د اووه کلونو د بند سزا واوروله. تحریک انصاف وايي، د پرېکړې پرضد اعلا عدالت ته ځي. ویډیويي رپورټ.

Pa.azadiradio.com 

ملګرو ملتونو ویلي ۲۰۲۵ کال کې به پنځه میلیونه افغانان له روغتیايي خدمتونو بې برخې وي

د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر وايي د روان ۲۰۲۵ کال په اوږدو کې به په افغانستان کې پنځه میلیونه کسان له روغتیايي خدمتونو بې برخې شي. "اوچا" په یو راپور کې چې پرون یې خپور کړی ویلي در روغتیا په برخه کې د خدمتونو چمتو کولو لپاره ۲۷۹ میلیونه ډالرو ته اړتیا لري.

Pa.azadiradio.com 

نړیوال بانک په افغانستان کې د بې وزلۍ د کچې د زیاتوالي په اړه خبرداری ورکړی

دغه بانک تازه په خپل یوه راپور کې ویلي چې په افغانستان کې د بې کارۍ لوړې کچې او د توکو لوړو بیو د خوړو نه خوندیتوب سربیره د بې وزلۍ کچه هم زیاته کړې ده. په ورته وخت کې یو شمېر بې وزله کورنۍ هم وايي چې د بې کارۍ او د توکو د لوړو بیو له کبله یې ژوند له کړاونو سره مخ دی.

Pa.azadiradio.com 

د اسراییلو امنیتي کابینې له حماس سره د اوربند تړون تصویب کړ

د اسراییلو د صدراعظم بنیامین نتانیاهو د دفتر د اعلامیې له مخې امنیتي کابینې د جمعې په ورځ مازیګر مهال په غزه کې د اوربند او د فلسطیني بندیانو د ازادۍ په بدل کې د حماس په لاس د یرغمل شویو کسانو د خلاصون تړون تصویب کړ.

Pa.azadiradio.com 

د ایران په سیستان او بلوچستان ولایت کې نږدې ۵۰۰ افغانان تېره اوونۍ نیول شوي

د ايران د سیستان او بلوچستان د مرکز زاهدان ښار د پولیسو قوماندان، ويلي په تېره يوه اونۍ کې دوی نږدې " ٥٠٠" بې اسناده افغان کډوال نیولي دي. شاه پور فلاحي د پنجشنبې په ورځ ايراني رسنيو له دې ډلې ایرنا خبري اژانس ته ويلي چې دا نيونې د "ټولنیز امنیت د سطحې  لوړولو"  طرحې د پلي کولو په ترڅ کې شوې دي.

Mashaalradio.com 

القادر ټرسټ قضیې پرېکړه: د عمران خان پلویان او مخالفان د اډیالې زندان مخې ته جمع شوي

په پاکستان کې د احتساب یو عدالت د تحریک انصاف بنسټګر او پخواني وزیراعظم عمران خان ته د القادر ټرسټ په نوم په یوه قضیه کې د درغلۍ په تور د ۱۴ او د هغه ښځې ته د اووه کلونو بند سزا اورولې ده. د جنورۍ پر ۱۷مه د پرېکړې پر مهال د خان پلویان او مخالفان په راولپېنډۍ کې د اډیالې زندان مخې ته ورغونډ شوي ول. خان له تېر یو نیم کال راهیسې هلته بندي دی. تحریک انصاف پر خپل بنسټګر او د هغه پر ښځې لګېدلي تورونه ردوي او وايي د پرېکړې ضد لوړ عدالت ته ځي. تفصیل په رپورټ کې.

Pa.azadiradio.com 

د اسرئیل او حماس ترمنځ جګړې او اوربند ته کتنه

اسرائیل او حماس ډله –چې د متحده ایالاتو او ځینو نورو هیوادونو له لوري ترهګر سازمان بلل کېږي، یوې هوکړې ته ورسېدل چې تمه کېږي له مخې به یې منځني ختیځ کې له تېرو ۱۵میاشتو پیل شوې جګړه پای ته ورسېږي. دې جګړې د لسګونه زره کسانو د قرباني کولو ترڅنګ د منځني ختیځ وضعیت هم بدل کړ.

Mashaalradio.com 

د بخښنې نړیوال سازمان: پاکستان دې ژر تر ژره ټول نیولي افغانان خوشې کړي

د بخښنې نړیوال سازمان په بیان کې ویلي دي چې نوی کال په اسلام اباد کې د افغانانو لپاره له وېرې او اندېښنو سره یوځای راغی ځکه چې پولیسو شپې مهال چاپې ووهلې، ځورونې یې پیل کړې او سلګونه افغانان یې په "ناقانونه ډول په حراست" کې ساتلي دي.




Pa.azadiradio.com 

پاکستان وايي واخان د "افغانستان برخه" ده او دوی د افغانستان ځمکنۍ بشپړتیا ته احترام لري

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت پر واخان دهلېز د پاکستان د قبضې لګولو آوازې او راپورونه بې بنسټه وبلل. د دغه وزارت ویاند شفقت علي خان پرون پنجشنبه په اسلام اباد کې خبري غونډې ته وویل، واخان د افغانستان د خاورې برخه ده او دوی د افغانستان ځمکنۍ بشپړتیا ته احترام لري او په رسمیت یې پیژني.

Mashaalradio.com 

هسپانیې ته د تلونکې کښتې د ډوبېدو پېښه کې د ۴۴ پاکستانیانو په ګډون ۵۰ کسان وژل شوي

په هسپانيا کې د متحرکو پولو (واکېنګ بارډرز) په نوم د کډوالو د حقونو ناحکومتي سازمان مشرې هېلېنا ملينو د جنورۍ پر ۱۶مه پر اېکس (پخواني ټوېټر) په بيان کې پېښه تایید کړې او ویلي یې دي چې د جنورۍ پر ۱۵مه د ډوبې شوې کښتۍ سپرلیو ۱۳ ورځې په اوقیانوس سمندر کې "وکړېدې" خو څوک يې "ژغورلو" ته ورنغلل.

Pa.azadiradio.com 

د بښنې نړیوال سازمان: د پاکستان حکومت دې ژر تر ژره ټول نیول شوي افغان کډوال خوشې کړي

د بښنې نړیوال سازمان امنیستي انټرنشنل جنوبي آسیا څانګې نن جمعه په خپله ایکس پاڼه یا پخواني ټویټرکې لیکلي چې نوی کال په اسلام آباد کې د افغان کډوالو لپاره له ویرې او اندیښنې سره مل و ځکه پولیسو د شپې چاپې او ځورونې پیل کړي او په سلګونو افغان کډوال یې په غیرقانوني توګه توقیف کړي دي.

Pa.azadiradio.com 

افغان ځوانان د بهرنیو ژبو زده کولو ته لیواله دي

په کابل کې د بهرنیو ژبو په زده کړه بوخت ځوانان وايي، د ژبو زده کړه مهمه ده او تر څنګ یې که بهر ته ځي هلته به ښه فرصتونه په لاس ورشي. دوی له ازادي راډیو سره خبرو کې وویل، د بهرنیو ژبو په زده کړې سره غواړي چې په بهر کې مناسبې دندې پیدا کړي او د ځان لپاره یو روښانه راتلونکې جوړه کړي.

Mashaalradio.com 

القادر ټرسټ قضیه: احتساب عدالت عمران خان ته د ۱۴ او بشرا بي بي ته د ۷ کلونو بند سزا اورولې

د احتساب عدالت قاضي ناصر جاوېد رانا د جنورۍ پر ۱۷مه سهار د پرېکړې د اورولو لپاره د راولپېنډۍ اډیالې زندان ته ورغلی وو. خان په هغه زندان کې بندي دی. د اورېدنې پر مهال چارواکو د اډیالې زندان دننه او بهر سخت امنیتي تدابیر نیولي ول.

Mashaalradio.com 

د اوربند موافقه: غزه او تل ابیب کې خلکو خوشالي کړې

په غزې تړانګه او تل ابیب کې ګڼو خلکو د حماس او اسراییلو ترمینځ د اوربند او د یرغملیانو د خوشې کولو موافقې په غبرګون کې خوشالي کړې. امریکا او اروپايي ټولنه حماس یوه ترهګره ډله بولي. هغه موافقه قطر او امریکا د جنورۍ پر ۱۵مه اعلان کړه او و یې ویل چې اوربند به د جنورۍ له ۱۹مې څخه عملي کېږي. په همدې حال کې د غزې ځینې اوسېدونکي لا هم د غیر یقیني وضعیت له وجې اندېښمن دي. د رویټرز اژانس له ویډیوګانو جوړ رپورټ.

Pa.azadiradio.com 

له حماس سره د اوربند د موافقې په اړه د اسراییل د کابینې غونډه

د اسراییل کابینه به نن جمعه په غزه کې د اوربند او د یرغمل شویو کسانو د خوشې کولو لپاره د حماس وسله والې ډلې سره د یوې موافقې د وروستي تصویب لپاره غونډه وکړي. دا په داسې حال کې ده چې د دغه اوربند چې د چهارشنبې په ورځ اعلان شوی، د احتمالي ځنډیدو په اړه اندیښنې راپورته شوې دي.

Pa.azadiradio.com 

ارزګان کې د کډوالو لپاره سرپناه جوړیږي، خو کډوال د نورو مرستو غوښتنه کوي

په ارزګان ولایت کې د افغانستان له ګاونډي هیواد پاکستان  څخه راکډه شوي کډوال د سختو او نامساعدو شرایطو سره مخ دي. چارواکي وايي چې د دې کډوالو لپاره په دې ولایت کې پر ۲۰۰۰ جریبه ځمکه د سرپناه جوړولو یوه پروژه په پام کې نیول شوې ده.

Mashaalradio.com 

شمالي مقدونيا کې لرغونې دوديزه ژمنۍ مېله شوې

په شمالي مقدونیا کې له تېرو ۱،۴۰۰ کلونو راهیسې دوديزه ژمنۍ مېله کېږي چې ګڼ خلک ګډون پکې کوي. د وېوچاني کلي په نوم په یادېدونکې مېله کې خلک دودیزې جامې اغوندي او ډاروونکې څېرې یا مصنوعي مخونه لګوي. د دې مېلې لیدو ته له نورو هېوادونو هم سیلانیان ورځي. شمالي مقدونیا د یونان په ګاونډ کې پروت اروپايي هېواد دی چې خواوشا ۱،۸ مېليونه نفوس لري چې څه باندې ۳۲ سلنه يې مسلمانان دي. د اسوشييېټېډ پرېس اژانس له ویډيو جوړ رپورټ

Pa.azadiradio.com 

د‌چین او تایوان ترمنځ د سیلانیانو د سفرونو بیا پیل

د چین د ګرځندوی وزارت د جمعې په ورځ وویل چې په نږدې راتلونکي کې یې د شانګهای او فوجیان ولایت څخه ټایوان ته د سیلانیانو د ډله ایزو سفرونو د بیا پیل لپاره چمتووالی پیل کړی او ټایپي ویلي چې د دې اقدام هرکلی کوي.

Pa.azadiradio.com 

عمران خان په ۱۴ کاله بند محکوم شو

په پاکستان کې یوې محکمې پخوانی صدراعظم عمران خان او د هغه د میرمنه بشرا بي بي د فساد په یوه تاریخي قضیه کې مجرم ګڼلي دي.

Mashaalradio.com 

هندي چارواکي: په کومب مېله کې ۴۰۰ مېلیونه هندوان ګډون کوي

په هند کې د کومب په نوم لویه دیني مېله پیل شوې چې د فبرورۍ تر ۲۶مې پورې به روانه وي. مېله په پرایاګراج کې په هغه ځای کې کېږي چې پکې د هندوانو ګنګا، جمنا او افسانوي سرسوتي سیندونه یوځای کېږي. چارواکي اټکل کوي چې په مېله کې به شاوخوا ۴۰۰ مېلیونه کسان ګډون وکړي. په دې اړه تفصیل د اسوشيېټېډ پرېس اژانس له ویډیوګانو په جوړ رپورټ کې.

Pa.azadiradio.com 

صافی: افغانستان کې د ژمي پر مهال مرستو ته د اړو کسانو شمېر زیات شوی

د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام وايي، دا مهال په افغانستان کې شا و خوا ۱۵ ملیونه وګړي د ژوندي پاتې کېدو لپاره اضطراري غذايي مرستو ته اړ دي. په افغانستان کې د دغه پروګرام مرستیال ویاند ضیاالدین صافي پرون پنج شنبه له ازادۍ راډیو سره په خبرو کې وویل، په ژمي کې د ۶ ملیونه کسانو د ملاتړ لپاره هڅې زیاتې شوي دي: "د بودیجې کموالي ته په پام سره، دا د هغو خلکو له نیمایي څخه کم نفوس دی چې مرستې ته اړتیا لري. همداراز د خوړو نړیوال پروګرام سږ کال د ژمي په موسم کې د افغانستان له ډېرو زیانګالو کورنیو سره... Читать дальше...


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus