Добавить новость
World News in Pashto
Ria.city


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer


Январь
2025

Новости за 12.01.2025

Pa.azadiradio.com 

د افغان لوبډلې د بایکاټ د هڅو سره سره اتلانو جام ته د افغانستان د ملي ټيم له نوملړه د کرکټ د نړیوالې شورا هرکلی

د افغانستان د کرکټ د ملي ټيم په اړه د رامنځته شویو لانجمنو بحثونو سربيره د کرکټ نړیوالې شورا په اتلانو جام کې د افغان ټيم حضور تاریخي یاد کړی. نړیوالې شورا د یکشنبې په ورځ د اتلانو جام لپاره د افغانستان د پنځلس کسیز سکواډ/نوملړ یادونه کړې.

Pa.azadiradio.com 

اروپايي ټولنه پر سوریې د بندیزونو د لغوه کولو لپاره غونډه نیسي

اروپايي ټولنه پر سوریې د بندیزونو د لغوه کولو په اړه باندې د بحث لپاره د همدې جنوري په پای کې غونډه نیسي. ریاض یکشنبه د اروپا او منځني ختیځ د هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو او استازیو د یوه کنفرانس کوربه وو چېرته چې ګډونوالو د سوریې په راتلونکي باندې بحثونه سره وکړل.

Pa.azadiradio.com 

د اسلام اباد غونډې له ټولو اسلامي هېوادونو وغوښتل چې د سالمې ټولنې لپاره د نجونو د زده کړو ملاتړ وکړي

په اسلام اباد کې د نړۍ د مسلمانانو د ټولنې او د اسلامي همکارۍ سازمان د غونډې په دوهمه ورځ د افغان نجونو د زده کړو د حقونو په اړه خبرې وشوې او ګډونوالو د طالبانو له حکومته وغوښتل چې پر افغان نجونو د تعلیم بندیز لغوه کړي.

Mashaalradio.com 

په کیلېفورنیا کې اور تر ۱،۰۰۰ اېکړه نورې سیمې غځېدلی

چارواکي وايي چې د امریکا د کېلېفورنیا ایالت په لاس اېنجلس کې د جنورۍ له اوومې راهیسې لګېدلي اور تر ۲۲،۰۰۰ اېکړه پورې سیمه سوځولې ده. دوی وايي، د جنورۍ تر ۱۱مې پورې د وژل شویو شمېر ۱۶ ته لوړ شوی دی. د موسمي چارو اداره وايي چې د تېز باد له وجې وضعیت لا کړکېچېندای شي خو چارواکي وايي، د اور وژنې هڅو ته یې دوام ورکړی دی. د رویټرز او اسوشيېټېډ پرېس اژانسونو له ویډیوګانو جوړ رپورټ.

Pa.azadiradio.com 

ملالې یوسفزۍ له اسلامي هیوادونو وغوښتل چې د طالبانو حکومت ته مشروعیت ورنه کړي

د نوبل د سولې جایزې ګټونکې ملالې یوسفزۍ د اسلامي هیوادونو له مشرانو څخه وغوښتل چې د افغانستان د طالبانو حکومت ته مشروعیت ورنه کړي او د طالبانو له خوا د ښځو او نجونو پر زده کړو د بندیزونو پر وړاندې غږ پورته کړي. هغې چې نن (بکشنبې، د جدي د ۲۳) د اسلامي همکارۍ سازمان له لوري په اسلام اباد کې جوړې شوې په غونډې ته وینا کوله، د اسلامي هیوادونو له مشرانو وغوښتل چې د دې بندیزونو د ختمولو لپاره له خپلو صلاحیتونو کار واخلي. ملالې یوسفزۍ، چې تر دې وړاندې یې هم د طالبانو له خوا د ښځو او نجونو پر زده کړو... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د ترکیې په بشري مرستو بار ریلکاډی افغانستان ته ورسید

د ترکیې د ناورینونو او بیړنیو چارو د مدیریت په ادارې (AFAD)  په همغږۍ د دغه هیواد په مرستو بار ریلګاډی افغانستان ته ورسید. د ترکیې «صباح» ورځپاڼې نن راپور ورکړ چې دا ریلګاډی له ترکیې څخه د دسمبر په شلمه نېټه روان شوی و. په دې ریلګاډي کې ۷۳۰ ټنه خوراکي او غیرخوراکي مواد شامل وو. دا مرستې به د هېواد په بېلابېلو سیمو کې اړمنو کورنیو ته ووېشل شي. په کابل کې د ترکیې سفارت نن په خپله ایکسباڼه یا پخواني ټویټر کې لیکلي چې په دې ریلګاډي کې د ضروري بشري مرستو لکه درملو او خوراکي موادو تر څنګ، هغه توکي... Читать дальше...




Mashaalradio.com 

قبله ایاز: په اسلامي هېوادونو کې د نجونو د زده کړو ستونزې شته

په اسلام اباد کې د نجونو د تعلیم په اړه دوه ورځنۍ نړیواله غونډه کې شریک د پاکستان د شرعي عدالت غړی ډاکتر قبله ایاز وایي چې د افغانستان ترڅنګ په یو شمېر اسلامي هېوادونو کې نجونو ته د زده کړو په لړ کې ستونزې موجودې دي چې د حل په اړه یې په غونډه کې د بېلا بېلو هېوادونو استازو خبرې وکړې. په اسلام اباد کې په "اسلامي ټولنو کې د نجونو زدکړې: ننګونې او فرصتونه" تر سرلیک لاندې غونډې په څنډه کې قبله ایاز د مشال راډیو له خبریال طاهر خان سره خبرې کړي دي.

Pa.azadiradio.com 

د سوډان پوځ وايي، له خپلو مخالفانو یې ود مدني ښار نیولی

د سوډان پوځ پرون شنبه ویلي، چې مرکزي ښار ود مدني ته داخل شوی او د چټک ملاتړ ځوکونو په نوم ملېشه ځواکونه یې شاتګ ته اړ ایستلي دي. دا به په نژدې دوه کلنه جګړه کې د سوډان د پوځ لپاره تر ټولو لویه بریا وي. پوځ یوه ویډیو هم خپره کړې، چې پوځیان په دغه ښار کې ښکاري، چې د الجزیره ایالت مرکز دی. د چټک ملاتړ ځواکونو دغه ښار د ۲۰۲۳م کال په ډسمبر میاشت کې نیولی و. که چېرې دغه ټول ولایت ونیول شي، دا به په هغه جګړه کې چې د ۲۰۲۳م کال په اپرېل کې پیل شوې، د پام وړ بدلون وي. دا جګړه په پوځ کې د چټک ملاتړ... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

بې پېلوټه الوتکې د روسیې په کوتوفسک ښارګوټي کې څو تنه ټپیان کړل

د روسیې په لوېدیځ کې د تامبوف سیمې په کوتوفسک ښارګوټي کې پر دوو اپارتمانونو د بې پېلوټه الوتکو د لګېدو له کبله ګڼ کسان ټپیان شوي دي. سیمه ییز والي ایفګیني پرفیشوف نن په ټلګرام کې لیکلي، دغه کسان د ښیښو د ټوټو له کبله ټپیان شوي وو، چې درملنه یې شوې ده.  پرفیشوف ویلي چې دغو ودانیو اور نه دی اخیستی یوازې برسېرن زیان ور اوښتی دی. د روسیې تاس خبري اژانس راپور ورکړی، چې بې پېلوته الوتکې د اوکراین له خوا توغول شوې وې، خو د اوکراین د پوځ د لوی درستیز دفتر د روسیې پر کومه سیمه د بې پېلوټه الوتکې د حملې راپور نه دی ورکړی.

Pa.azadiradio.com 

په امریکا کې ۳ زره الوتنې وځنډېدې

د امریکا د متحدو ایالتونو په جنوب کې پرون (جمعه) د توفان له کبله څه باندې ۳ زره الوتنې لغوه او زرګونو نورې وځنډېډې. دا خبر هوايي شرکتونو او د فلایټ اوېیر (FlightAware) ویبپاڼې ورکړی دی. ډلټا هوايي شرکت ویلي، تر اټکل د بدې هوا له کبله د څه باندې دوو ساعتونو لپاره په اتلانتیا هوايي ډګر کې ټولې پنځه ځغاستلیکې تړل شوې وې. ډلټا شا و خوا ۱۱۰۰یوزرو سل الوتنې لغوه کړې، خو نن پر دې کار کوي چې دا هرڅه جبران کړي.

Pa.azadiradio.com 

د لاس انجلس اور نورو سیمو ته غځېدلی

د کلیفورنیا د اطفایې یو مسوول وایي چې که څه هم د لاس‌انجلس د «پاسیفیک پالیسیدز» په سیمه کې ۱۱ سلنه اور کنټرول شوی، خو دا اور د ښار لویدیځ «مندویل کانیون» سیمې ته غځېدلی او وېره شته چې «برینټ ووډ» ته هم خپور شي. «برینټ ووډ» یوه لوکسه سیمه ده چې ګڼ شمېر مشهور شخصیتونه په کې ژوند کوي. د لاس‌انجلس په شتمنه سیمه پاسیفیک پالیسیدز کې د اور وژلو پراخ عملیاتو د شنبې تر وځې (د جنورۍ ۲۲) پورې دوام درلود، ځکه چې دغه اور د شپې په اوږدو کې شاوخوا ۴۰۰ هکتاره نورې ساحې ته خپور شو. په ورته وخت کې د دې ځای اوسېدونکو... Читать дальше...

Mashaalradio.com 

یوسفزی: اسلامي هېوادونه دې افغانستان کې د نجونو د تعلیم لپاره غږ پورته کړي

د تعلیم د مبارزې ملالې یوسفزۍ پلار ضیاالدین یوسفزی وایي، اسلامي هېوادونو ته په کار دي چې پر طالبانو فشار راوړي چې د نجونو ښوونځي بیا پرانیزي. ضیاالدین او ملاله یوسفزۍ په اسلام اباد کې په "اسلامي ټولنو کې د نجونو زدکړې: ننګونې او فرصتونه" تر سرلیک لاندې په دوه ورځنۍ نړیواله غونډه کې ګډون کوي. له ضیاالدین یوسفزي سره د مشال راډیو بشپړه ویډیويي مرکه وګورئ.

Pa.azadiradio.com 

طالب چارواکي: له بیلاروسي چارواکي سره مو د مخدره موادو د مبارزې په اړه خبرې کړي دي

د بیلاروس د کورنیو چارو د وزارت مرستیال د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو وزارت له مرستیال سره د امنیتې مسایلو په اړه خبرې کړي دي. د طالبانو د کورنیو چارو وزارت د شنبې په ورځ پر خپلې ایکس پاڼې/پخواني ټویټر لیکلي، د کېنادي کازاکیویچ او عبدالله مختار ترمنځ خبرې اترې د مخدره توکو پر وړاندې د مبارزې، امنیتې مسایلو او د دواړو هیوادونو د اړیکو پر پراختیا وړټولې وې. بل پلو، د طالبانو په واک د افغانستان ملي راډیو ټلویزیون د راپور پر بنسټ، د بیلاروس د انرژۍ او برېښنا وزیر دینس موروز کابل ته په یو سفر کې د برېښنا له شرکته لیدنه کړې ده. Читать дальше...


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus