Добавить новость
World News in Pashto
Ria.city


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer
Январь
2025

Новости за 01.01.2025

Pa.azadiradio.com 

ازادي راډیويي مجله – ۲۰۲۴ م کال کې د کتابونو بازار او د پښتو موسیقۍ لپاره هڅې

په دوه زره څلرویشتم کال کې په افغانستان کې د کتابونو بازار څرنګه و؟ په نړۍ کې مو له دوو هغو داستاني ټولګو خبرو چې تیرکال ډيرې پلورل شوې دي. د دوه زره څلرویشتم کال په ترڅ کې د پښتو موسیقي لپاره په نړیواله کچه یو لړ هڅې شوې دي. نور مطالب هم دلته اوریدلی شئ.

Pa.azadiradio.com 

وزګاره شوې افغان میرمنې، اوس د خپلو میلمنو د پاللو وس هم نه لرو

یو شمېر افغان مېرمنې وايي، د طالبانو له خوا د دوی پر کار او فعالیتونو محدودیتونو د دوی اقتصادي ستونزې ډېرې کړې دي. دغو مېرمنو له ازادي راډيو سره په خبرو کې وویل چې دوی ۲۰۲۴ زیږدیز کال په سختو او له ننګونو ډک اقتصادي حالاتو کې تېر کړ.

Pa.azadiradio.com 

په پاکستان کې د ګوزڼ ناروغۍ پېښې په حیرانونکي توګه زیاتې  شوې دي

په پاکستان کې د پولیو یا ګوزڼ د ناروغیو د پېښو په اړه تازه خپرې شوې شمېرې ښيي چې په ۲۰۲۴ کال کې په  دې هېواد کې  کې د پولیو پېښو کې ډرماتیک زیاتوالی راغلی دی . د وروستیو شمېرو له مخې،تېر کال پاکستان  کې ۶۸ ماشومان په ګوزڼ اخته شوي، په داسې حال کې چې په ۲۰۲۳ کال کې یوازې ۶ پېښې ثبت شوې وې. په تېر میلادي کال کې یاده ناروغي د پاکستان هغو سیمو ته  هم خپره شوې چې مخکې د پولیو څخه خوندي ګڼل کېدې. په پلازمېنه اسلام‌اباد کې له لسو کلونو وروسته د پولیو یوه پېښه ثبت شوه، او په پنجاب ایالت کې درې کاله وروسته یو ماشوم په دې ناروغۍ اخته شو. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

امریکا کې یوه کس پر خلکو موټر خيژولی، لس کسان یې وژلي دي

د چارشنبې په ورځ یو موټر  د امریکا په نیو اورلینز ښار کې د خلګو په ګڼې ګوڼې ورغلی چې په ترڅ کې یې لس کسان وژل شوي او 30  تنه نور ټپیان دي. دا خبره ددې ښار د بیړنیو پېښو په وړاندې د غبرګون ادارې کړې ده. د اسوشیتید پریس خبري اژانس د نیو اورلینز د پولیسو له قوله ویلي چې خلکو ته ویل شوي څو د پېښې له سیمې ځانونه لرې  وساتي. تر اوسه پورې د پېښې په اړه نور جزییات نه دي ورکړل شوي.  نیو اورلینز د امریکا متحده ایالاتو د لویزیانا ایالت یو مشهور ښار دی. دا ښار د خپلو کلتوري ځانګړتیاوو، موسیقۍ، جشنونو او تاریخي ودانیو له امله شهرت لري.

Pa.azadiradio.com 

افغانستان کې له پوهنتونونو فارغ شوي وزګار دي، ځینې یې له هېواده د تیښتې لټه کوي

په افغانستان له لوړو زده کړو فارغ شوي یو شمېر ځوانان وايي له فراغت وروسته د بېکارۍ له ستونزو سره مخ دي. دوی وایي، بیکارۍ دومره تنګ کړی چې له ناقانونه لارو له هېواده د تیښتې لټه کوي.




Mashaalradio.com 

خوست کې د غلې د نوې منډۍ د جوړولو کار پيل شوی

د افغانستان د خوست ښار د تخته بیکې غونډۍ په لمن کې د ډېسېمبر پر ۳۱مه د ښاروالۍ ریاست د ښاري پلان او نقشې له مخې د غلې د نوې منډۍ د جوړولو کار پیل شو. د ښاروالۍ چارواکي وايي، د غلې نوې منډۍ کې د دې برخې د کاروباریانو لخوا د ۱۳۳ مېلیونه افغانیو په پانګونې ۶۰۰ دوکانونه جوړېږي. دوی زیاتوي، د غلې په منډۍ کې به په مستقیم ډول ۲۰۰۰ کسانو ته د کار او سوداګری زمینه برابره شي. ويډيو رپورټ

Mashaalradio.com 

کراچۍ کې د پاړه چينار لپاره د احتجاج کوونکو او پولیسو ترمينځ اخ و ډب شوی

د ډېسېمبر پر ۳۱مه په کراچۍ کې د کورمې د شیعه مسلک پلویانو او پولیسو ترمینځ اخ و ډب شوی دی. دغو مظاهره کوونکو له تېرو ۱۰ ورځو راهیسې په چورنګي څلور لاره او د ښار په ځینو نورو سیمو کې د مظاهرو په ترڅ کې له حکومته غوښتنه کوله چې د ټل او پاړه چنار ترمينځ لاره دې خلاصه او په هغه ناکراره سیمه کې دې امنیت پر ځای شي. پولیس وايي، مظاهره کوونکو د ډېسېمبر پر ۳۱مه د پولیسو او ولسي خلکو موټرسایکلونه وسوځول او له هغوی سره یې نښتې پیل کړې. خو مظاهره کوونکي بیا وايي چې د هغوی احتجاج سوله ییز وو خو ورته پرېنښوول شول. Читать дальше...

Mashaalradio.com 

پي ټي ای د ګلګت بلتستان پخواني اعلا وزير ته د ۳۴ کلن بند سزا اورول غندلي

د ډېسېمبر پر ۳۱مه، په ګلګت بلتستان کې د ترهګرۍ ضد يو عدالت خالد خورشيد ته د امنيتي ځواکونو د ګواښلو په تور د ۳۴ کلونو د بند سزا او ۶۰۰،۰۰۰ روپۍ جرمانه واوروله او د هغه شناختي کارډ يې بند کړ.

Pa.azadiradio.com 

د نړۍ په بېلابېلو برخو کې نوی میلادي کال ولمانځل شو

له اسټرالیا نیولې تر آسیا، افریقا، اروپا او امریکا پورې میلیاردونه خلکو تېره شپه د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې نوی ۲۰۲۵ کال ولمانځه. د نوي کال د لمانځنې مراسم د نیوزیلنډ له اوکلنډ ښار څخه چې له نیویارک سره د وخت ۱۸ ساعته توپیر لري، پیل شول بیا د اسټرالیا په سیدني ښار، وروسته د جاپان په ګډون د آسیا په بېلابېلو هېوادونو، ورپسې په اروپا، افریقا او بالاخره د امریکا په لویه وچه کې خلکو نوي کال ته ښه راغلاست ووایه. سږکال په منځني ختیځ، اوکراین او سودان کې جګړو د نوي کال د لمانځنې پر مراسمو سیوری غوړولی... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

مدیترانې سمندرګي کې شل تنه پنا غوښتونکي تري تم شوي

شاوخوا شل کسان پرون وروسته له هغه تري تم شول چې د غیرقانوني کډوالو لېږدوونکې یوه کشتۍ په مدیترانې سمندرګي کې ډوبه شوه. ایټالوي چارواکي وايي چې لامپېډوسا ټاپو ته نژدې د یوې کشتۍ له ډوبېدو وروسته اوه تنه چې د مصر، سوریې او سودان وګړي وو، وژغورل شول خو د دوی په وینا د پاتې کسانو د ژغورنې احتمال ډېر لږ دی. اکثر غیرقانوني کډوال د مدیترانې سمندرګي له لارې ځانونه د ایټالیا لامپیډوسا ټاپو ته رسوي. دا کشتۍ د راپورونو له مخې له لیبیا څخه د اروپا پر لور روانه شوې وه.

Pa.azadiradio.com 

امریکا له روسیې او ایران سره په تړلو دو ادارو بندیزونه ولګول

د امریکا د خزانې وزارت د دې هېواد د ولسمشرۍ د انتخاباتو پرمهال د ناسمو معلوماتو د خپرولو په تړاو له روسیې او ایران سره پر تړلو دوو ادارو بندیزونه ولګول. د خزانې وزارت چارواکو دا بندیزونه بیګا اعلان کړل او ویې ویل چې دې دوو ادارو هڅه کوله د انتخاباتو په درشل کې د امریکايي وګړو ترمنځ بې اتفاقي راولي. د تروریزم او مالي استخباراتو په چارو کې د خزانې وزارت مرستیال په یوه بیان کې وویل چې د روسیې او ایران دولتونو د امریکا د انتخاباتو بهیر په نښه کړ او غوښتل یې د امریکایانو ترمنځ نفاق واچوي. د امریکا... Читать дальше...

Mashaalradio.com 

په ۲۰۲۴ کال کې په سلګونو امنيتي سرتېري وژل شوي

په تېرو دولسو میاشتو کې له ۷۰۰ زيات پاکستاني امنيتي ځواکونه وژل شوي. د پاکستان پوځ دعوه کړې چې په هغه موده کې یې نیږدې شپېته زره عمليات کړې او له ۹۰۰ زیات وسله وال یې وژلي دي. دا په دې معنا چې په ۶۵ عملياتو کې يوازې يو وسله وال وژل شوی. شمېرې ښيي‌چې وسله والو په ۲۰۲۴ کال کې تر ټولو ډېرې حملې په خیبرپښتونخوا او تر ټولې کمې په پنجاب کې وکړې. کاالعدم ګرځول شوې، تحريک طالبان پاکستان، حافظ ګل بهادر ګروپ او بلوچ لیبرېشن ارمي تر نورو وسله والو ډلو ډېرې فعالې وې. څيړونکي وايي‌ خلک د پاکستاني ځواکونو پر... Читать дальше...


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus